سوله نیازۍ
دمیرمن کلتورې ـ ټولنیز بهیر دڅلورمې داوونیز ې غونډې رپوټ
دمیرمن کلتورې ـ ټولنیز بهیر څلورمه اوونیزه غونډه د شنبې په ورځ د ۱۳۸۹ د حمل په ۲۸ چي برابره ده د ۲۰۱۰ م كال د اپريل میاشتې له ۱۷ نیټې سره د پوهني وزارت په كلوب كي ترسره شوه عونډه د سولي نیازۍ په كوربه توب او د اغلې ليلما حامد په رياست پر مخ ولاړه.
غونډې دري برخې درلودې چې په لومړۍ برخه كې په كاري مسايلو خبرې وشوې چې په دي لړ كې د رڼا مشاعري لپاره د تدارك كميتي لپاره ساهره شريف ، ګلالي عمر خيل ،صحابه خروټي ،سوله نيازۍ ،راخله نوري او همدا راز بصيره احمدي وټاكل شوې د رڼامشاعري د وياندويي لپاره پاریسه خزان او مينانظري وټاكل شوي اوهمدا راز د بيلابيلو برخو لپاره خویندې وټاكل شوې په غونډه كي د رڼا مشاعري د مالي لګښت لياره يعني د هوټل پيسي د بروشور چاپول د عكاسي كول د اعلانونو چاپول د كارتونو چاپول د میرمنو لیکوالو دکیسودكتاب چاپول همدا راز د غوره فرهنګيالۍ لپاره د جايزې ټاكل ،د غوره شاعرې لپاره د جايزې ټاكل او موسیقي د ټولو مالي لګښت وسنجول شو. په غونډه كې دا هم وويل شول چې هرې خور ته چې كومه دنده سپاره شوې بايد په سمه توګه يي سر ته ورسوي د غونډې په كاري مسايلو ډيرې خبرې وشوې نو كره كتني نه وخت نه خو وپيتپل شوه چي په راتلونكې اونۍ كې به د اغلې مينا نظري كيسه كره كتنې ته وړاندي كيږي.
د غونډې بله برخه مشاعرې ته ځانګړې شوي وه چې ګن شمير خويندو په كي برخه واخستله او مشاعره د تعليمي او تربیتي راډيو تلويزیون له خوا ثبت شوه او ټولو خويندو په كي په زړه پوري شعرونه وويل د غونډي په وروستۍ برخه كې د اوونۍ نیكمرغه نجلۍ فرزانه تنها وټاكل شوه او د ميرمن بهير له خوا ورته تياره شوي جايزه ور كړ شوه په غونډه د (ادبي يادښتونه ) تر سرليك لاندي د تکړه لیکوال او شاعرعبدالغفور ليوال يو يو ټوك كتاب په خويندو وويشل شو او غونډه د مازيګر په څلورو بجو د مازيګرنۍ په خوړولو سره پاي ته ورسیده .
هيره دي نه وي چي د ميرمن كلتوري ټولنيز بهير اونيزه غونډه د هري شنبې ورځې د ماسپښين په يوه نيمه بجه د پوهنې وزارت په كلوپ كي جوړيږي .