دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ
ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې مینا نظري لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې کیږي.
دغه لنډه کیسه به په غونډه کې پر ګډونوالو وویشل شي.
آغلې پاریسه خزان به په دغه کیسه لیکلې کره کتنه اوروي.البته دغه موضوع په تیره غونډه کې دکاري مسایلو دزیاتوالي له امله له کره کتنې پاتې شوې وه.
په غونډه کې دمیرمن بهیر غړې آغلې سوله نیازۍدخپلې ورسپارل سوې موضوع په اړه لکچر وړاندې کوي.
دژورنالیزم دکورس په برخه کې استاد امیرجان وحید احمدزی دژورنالیزم په اړه معلومات وړاندې کوي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې په یوه نیمه بجه جوړیږي.
دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.
په درنښت
دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر دارالانشآ
20.04.2010
- محمدالله آرین احمدزی
مینه(لنډه کیسه)
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
لا به ډيره وړه چې زمونږ کره یې تګ راتګ کاوو او کله ناکله به زه هم ورتلم. تل به مو د یو بل سره ناسته کوله او بې د دې څخه چې څوک مونږ ته بد وايي او یا د کومې بدې شک راباندې وکوي د کور او خپلو خپلوانو په اړه به مو کیسې سره کولې او تر ډيره به سره ناست وو.خو دا د ازادي څخه ډکې شپې ډيرې ژر تیرې شوې او ډير ژر یې رنګ بدل کړ. اوس یې د خپلو خپلوانو کره تګ راتګ بند شوی وو او مور یې نه غوښتل چې ډيره د خپلوانو کره لاړه شي. د دې سره س...
24.04.2010
- محمدالله آرین احمدزی
سوله نیازۍ
دمیرمن کلتورې ـ ټولنیز بهیر دڅلورمې داوونیز ې غونډې رپوټ
دمیرمن کلتورې ـ ټولنیز بهیر څلورمه اوونیزه غونډه د شنبې په ورځ د ۱۳۸۹ د حمل په ۲۸ چي برابره ده د ۲۰۱۰ م كال د اپريل میاشتې له ۱۷ نیټې سره د پوهني وزارت په كلوب كي ترسره شوه عونډه د سولي نیازۍ په كوربه توب او د اغلې ليلما حامد په رياست پر مخ ولاړه.
غونډې دري برخې درلودې چې په لومړۍ برخه كې په كاري مسا...