د نثر کليمه يوه ډېره پراخ مفهومه او زياته اروېدل سوې او مشهوره کليمه ده نثر په لغات کي پاشلو ته وايي چي ځيني عربي شاعران او ليکوال په دې عقيده هم دي چي نثر  د ملغلرو پاشلو او نظم د ملغلرو پېلو ته وايي،په اصطلاح کي د ژبي هغه برخه ده چي ډېر وخت د وزن او قافيې له قيد څخه خلاصه ده ، نو د هر ډول فکرونو د وړاندي کولو او د انساني پوهي(دين،فلسفې،ښووني،روزني او ټولنپوهني)د وړاندي کولو يوه ښه وسيله ده،يعني په مجموع کي زموږ ټوله ژبه (له نظم څخه پرته) نثر ده.

په ادبياتو کي د نثر تعريف داسي کولاى سو:

د ژبي هغه غيري نظمي برخه چي له عادي خبرو اترو څخه لوړه او د فصاحت او بلاغت څخه ډکه وي د نثر په نوم ياديږي.

په پښتو ادب کي موږ ته لومړى لاس ته راغلى ليکلى نثري اثر د سليمان ماکو تذکرة اوليا دى چي په اوومه هجري پېړۍ کي ليکل سوئ دئ،که څه هم چي موږ له دې څخه مخکي نثري اثار لرو چي له بدمرغه د زمان او مکان د جبره له منځه تللي او لاس ته نه دي راغلي او يوازي نومونه يې تر موږ پوري را رسيدلي دي چي هغه دا دي د سْالو وږمه(د ريګستان د سهار باد)دى چي ابو هاشم سرواني کښلى دئ،بل تاريخ بست دئ،بله غرغښت نامه ده او ...

خو د سليمان ماکو د تذکرة اوليا نثر چي اروښاد علامه عبدالحى حبيبي رحمته الله عليه ته يې څو شلېدلي پاڼي په لاس ورغلي وې اوس هم زموږ سره سته چي يوه لنډه بولګه يې دا ده:

 ((وايم حمد و سپاس د لوى خاوند او درود پر محمد مصطفْى صلى الله عليه و سلم چي دى بادار د کونينو او رحمت د ثقلينو،لوى رحمتونه دي وي د هغه استازي پر آل او يارانو چي دواړه جهانونه په دوى دي روښان.

مابعد:زه غريب خاوري سليمان زوى د بارک خان ماکو صابزي چي په وياله د ارغستان هوسېږم او مزکو پايېږم په سن دوولس شپږ سوه د هجرت تللى وم او د پښتنخا(پښتونخوا)په راغو او کليو ګرځېدم او مراقد د اولياوو او واصلينو مي پلټل او پر هر لوري مي کاملان موندل او د دوى په خدمت کي خاکپاى وم او هرکله په سلام ورته ولاړ وم چي له دې سفره په کور کښي کښېنستم او تڼاکي و چاودلې د پښتو بيا پاڅېدلم او څښتنه مي مرستونه سولم چي احوال و کاږم.))

 موږ چي اوس دا نثر ګورو دا خورا په تول پوره او معياري نثر معلوميږي خو له بدمرغه له دغه نثر څخه وروسته ليکوال پر نورو لورو تللي او د مسجع او مقفْى نثر په نوم يې نوى نثر رامنځ ته کړئ،چي په دې لړ کي د بايزيد روښان د عبدالله اورمړ زوى چي اصلاً د کندهار وو او بيا کاڼي کوړم ته تللى وو نوم د يادولو وړ دئ.د بايزيد روښان د منثور کتاب (خيرالبيان)په نثر کي ډېر پام قافيې او سجعي ته سوى دئ او هغه يې د خپل رقيب او حريف اخوند دروېزه ننګرهاري په وړاندي ځکه داسي مسجع نثر کښلى دئ،چي د اخوند دروېزه پيروانو هم په خپل نثر کي له دغه راز قافيه وال نثر څخه کار اخيسته، د پير روښان د خيرالبيان يوه بولګه په لاندي ډول ده:

 ((په نامه د خداى چي بخشاينده دى مهربان.معنى:په نامه د خداى (چي)په خدايۍ دى عيان_آغاز د کتاب،

او بايزيد!ځما ډېر صفت وکښه،خوښي مي پيدا شي چي ځما ډېر صفت وايي ادميان،ګوره!ځما تسبيح واي چي په مزکه کښ دي(يا)په اسمان،نشته هيڅ بېرون چه ځما تسبيح وايي،ته باور وکړه په دا بيان (يسبيح لله ما في السموات و ما في الارض)په قران کښي دي عيان))

 په همدې توګه اخوند قاسم تر ١٠٧٢ هـ ق کال وروسته يو اثر د فوائد الشريعه په نوم ليکلى او هغه هم ټول له سجعي او قافيې څخه ډک نثر دئ چي يوه بولګه يې دا ده:

 ((باب يازدهم دربيان افات زبان از غيبت و غيره

په احياء العلوم کښ دي راوړي چي غيبت هغه ته وايي چه پس شا په هسي خوى سره څوک ياد شي که هغه شخص پر خبر شي البته زړه به يې بد شي که يو سړى د بل نقصان کا په بدن يا په صورت يا په نسب يا په کار يا په ويل کښ يا په دين يا په دنيا يا په جامه يا په آستانه يا په دابه کش په داهم آزاريده وي هغه شخص دي په غيبت کښ(فائده)په تفسير دُرر کښ هسي وايي له سرور چا سوال وکا سرور هسي ورتَ وَ وچي غيبت و دې ته وايي چي څوک پسي شا په هسي خوى ياد شي که يي واوري پري ازار شي که هغه بدي کښ وي د هغه نامه غيبت دى او که هغه بدي پکښ نه وي د هغه نامه بهتان دى))

 اوس دا دئ تاسو و ګورئ چي سليمان ماکو پېړۍ پېړۍ وړاندي څونه ښايسته او معياري نثر ليکلى وو او په راوروستو کي نثر پر کومو لورو ولاړئ.

 د پير روښان او اخوند دروېزه نثر مطلق يو نصيحتي نثر دئ چي هغوى به په وعظ کي کار ځني اخيستئ خو د خوشال خان خټک او د ده کورنۍ پښتو نثر ته بل رنګ ورکړ د پښتو نثر ته يې بنسټيز کارونه وکړل او د پير روښـان او اخوند دروېزه پيروان يې بيرته سمي لاري ته برابر کړل ، نو په دې توګه موږ د پښتو د معياري نثر دوهم سرلارى حضرت خوشال بابا بولو.

خوشال بابا ډېر نثري کتابونه کښلي وه چي د ځينو نومونه يې دا دي رياض المحبت،دستار نامه،فرخنامه،پښتو هدايه او...

له ده څخه وروسته يې زوى قادرخان خټک د سعدي شيرازي ګلستان د ګلدسته په نوم و ژباړئ اوس دلته تاسو ته د قادرخان خټک د نثر يوه وړه نمونه راوړم چي تاسو ته ښه ښکاره سي چي پښتو نثر په خپل تکاملي سير  کي له کومو مرحلو تير سوى دئ:

 

((باب اول په بيان د خوى خصلت د بادشاهانو

يوه بادشاه په وژلو د يوه بې ګناه اشاره وکړه هغه بېچاره چي له حيات نااميده شه هر چه په ژبه ورتله بادشاه ته يې ښکنځل کړه هرڅوک چي لاسونه له ژوندونه پريوينڅي تر خوله يې و باسي.

بادشاه پوښتنه وکړه چي څه وايي يوه له وزيرانو چه نيک ذات مبارک سرشت وه عرض يي وکړ چه دُعا کاندي او هسي وايي چه هرڅوک چه غوصه و نغري ګناه کار سړى و بخښي احسان وکا حق تعالي د احسان څښتن ددوست لري د بادشاه پر رحم و شه معاف يي کړ او له وژلو يې تير شه))

 له ده څخه وروسته د اشرف خان زوى افضل خان خټک په نثر کي يو بل کتاب کښلى چي تاريخ مرصع نوميږي.

 بې ځايه به نه وي چي دلته درنو لوستونکو ته د نن يو تازه نثر وړاندي کړو ترڅو  چي درنو لوستونکو ته د پښتو نثر د پيل او پاى ترمنځ توپير ور څرګند سي:

 ((غواړې څه درته وه ليکم؟!غواړې څه درته وه وايم!

تا مي د وجود پيمانه را لبريزه کړې ده او وختونه کيږي چي ته مي روح،وينه او ژوند يې،نور څه غواړې چي درته و يې وايم چي ته نه په پوهېږې.

ايا ته مي د ټولو فکرنو په پيل او پاى کي وجود نه لرې؟

کله کله فکر کوم چي ته خپله زه سوې يې او کله چي ستا سره خبري کوم داسي فکر کوم چي له خپل روح سره ګړ يم نو بيا خپله هغه څه چي زما د زړه او خيالونو پر هينداره انځور سوي دي ولوله او پوه سه چي څونه مينه درسره لرم.

زما درنې پرښتې!خداى(ج) ته دوعا د روح سکون دئ،نو راځه چي خداى(ج) ته دوعا وکړو تر څو هيڅکله موږ له يو بل څخه جلا نه کړي نه په ژوند کي او نه پسله مرګه،نه دا داسبابو په نړۍ کي او نه هم د لافاني نړۍ په وسعتونو کي چي په تيزۍ سره به هغه و وينو هغه به دا  د اسبابو تر نړۍ ډېره خوندوره نړۍ وي.

کاش ته پوه سې چي زه څونه مينه درسره لرم،ته زما د وجود پر رګ رګ او د روح پر څپه څپه او د خيال پر اړخ اړخ انځور سوې يې.

پرته له تا څخه زه نور په هيڅ شي نه پوهېږم له خداى(ج) هيله لرم چي ستا ژوند زما ژوند،ستا مرګ زما مرګ، او ستا ابديت زما ابديت کړي.

ستا مينه زما تکيه او پناهګاه(پټنځاى) ده،ته هغه نيکمرغي يې چي خداى(ج) په يوه خاصه دعا پيدا کړې يې او هغه وعده يې چي خداى(ج) زما سره کړې ده.

مينه را سره ولره -راځه چي د وفا سوګند وکړو.

زما درنې محبوبې!کله چي زه په زړه کي څه اندېښه لرم نو لومړۍ هيله مي همدا وي چي ستا سره يې شريکه کړم او ته يې څه چاره راسره و سنجوې او مرسته را سره وکړې،زه تا د ځان لپاره يوه لويه تکيه او پشتيباني بولم،نو ځکه د تکليف او زحمت په وخت کي تا نه هير وم او مرسته درڅخه غواړم،ځکه ته زما لپاره يو داسي دوست يې چي بل هيڅوک يې ځاى نه سي نيولاى.

ته زما د فکرونو لپاره ښکلې ، د روح لپاره اسماني او د زړه لپاره ښه يې،ستا مهرباني زما په زړه کي له دې نړۍ سره مينه پيدا کوي او ستا کتل ماته د اسمانو د پيدايښت له رازونو څخه پرده پورته کوي،کله چي ته ماته ګورې غواړم روح مي په هغو خيالونو چي ستا په سترګو کي يې وينم ډک کړم...

تاته درنښت لرم او تا تل لمانځم او نه سم کولاى چي يوه لحظه هم ستا له يادونو څخه غافله سم ځکه تر اندازې زيات مينه در سره لرم.))