زه غواړم شعر ولیکم
اواز دخپل زړه د قلم په څوکه
په سپینه پاڼه د کاغذ پر مخ
چا ته ښکاره کړم يوه دردمنه دنيا
زما د زړه وینا
زمالیک ته هیڅوک نه ګوري
زه غواړم شعر ولیکم
دوستان مې
راپورې وخاندي ټول
بیا راته ووایي :
ته لیونۍ غوندې يې
یا راته ووایي
تا لکه چې زړه بایللی
خولګۍ مې چپ ونیسم
اوښکې مې پریوزي دګریوان په لوري
بیا له خولې نه یو ځل
لوی اسویلی وباسم
زړه ته تسل ورکړمه
ځان سره ووایمه
زه غواړم شعر ولیکم
څوک مې اواز نه اوري
شعر خو به ولیکمه
چاته به یی ووایمه
ځان سره فکر کوم
چې نن خو راټول شوي دوستان
دا ځل به شعر وایمه
حال به د زړه بیان کړمه
اوس يې وخت دی
اوس به زما شعر
اوښوروي يو روڼ ضمير
زه يو شعر ليکمه
يو شعر يوه رښتونې کيسه
داستان د يوې مور
یو ه دردونکې کیسه
ددرې زامنو دمور
هغه چې کلونه پخوا
دوه يې شهیدان پر وطن شول
یو یې له ظلم نه په تنګ
د مرګ زانګو ته يې ور دانګل خپله
په سپین میدان پاتې مور
چاته حال نه وایي
سپینی جامې يې په تن
تور ټيکری يې په سر
په یوه تیاره خونه کې
یوازې ناسته
له درد او غمه زګروي کوي
زه يې سپين زبېښلي مخ ته ګورم
دهغې له اوښکو ډکې سترګې
ماته دا حال وایي
چې ناتوانه یمه
نور زه طاقت نه لرم
د زمانې د تاړاکونو نور توان نه لرم
سوال کوم خداي ته په زاروچې
ماله نور مرګ راکړي
زه نور ژوندون نه غواړم
ما نوره وژغوري دظالمې زمانې له تورومنګلو
زه شعر ليکمه
اوښکې مې پاکومه بيا
ټولو ته وایمه دا
زه لیونۍ نه یمه
مامینه هم کړې ده
زه غواړم شعر ولیکم
چې د سل ګونو داسې
لولپه زړونوحال کړم بیان
که لیونتوب وي دغه
یا مینتوب وي دغه
زه يې وایمه
زه يې ليکمه
هو لیونۍ یمه زه
او ماهم مینه کړې
زه غواړم شعر ولیکم
او بیاهم شعر لیکمه