درؤسې تلويزون ویلي دي چې دې هیواد نوئ بم چې د راديو اکتيف(يا اتومی توکی)په دغه بم کې نه دي استعمال شوي اودچاپيريال لپاره هيڅ خطر نه لري په يوه نامعلوم ځای کې تجربه کړي ده٠دغه نوی بم چې دبمونو پلار نوميږي تر اوسه کوم نوم نده ورکړل شوئ اودغه بم دامريکا تر هغه چې په ٢٠٠٣کال کې جوړکړ او دبمونو مور نوميږي يؤ په څلور ځله زورور او دځمکې په مخ زياته ويجاړي کوي٠دغه بم ډير سپک او ډير وړيا بيه ده٠دغه وسله vacumeډوله ده چې تراتيله(سوځونکی)مواد پکې پکار وړشويدی٠کله چې دغه بم په هر ځای کی واچول شي دځمکې مخ ته دسپوږموۍ دمدار غوندې شکل ورکوي دغه بم دځمکې په مخ هيڅ شی ژوندی نه پريږدي ځکه دتودوخې لوړه درجه لري هر څه سوځوي دروسې ددفاع وزارت دنظامي چارو مسول الکزاندر روشکين وايي دغه نوې وسله درؤسې داردو لپاره ډيره مهمه او وړيا بيه تماميږي،دی وايي دغه وسله دنړيوالو نورمونو سره برابر ده،او دغه بم دبين المللی ترهګري سره په مبارزه کې ډير ښه رول لوبولائ شي٠دغه وسله اتومي وسله نده،مګر ترمنځني واټن ويشتو نکو اتومی توغنديو زورور ده، تراوسه دغه بم ته نظامي نوم نده ورکړل شوی مګر دبمونو پلار ورته وايي٠خالق ذولجلال د دغه بم په هغه چا واچوي چې دوۍ دبل ورکه غواړي٠زه پدی ډاريږم چې دغه بم دديموکراسی جوړونکی له رؤسې وانخلي اودافغانستان په مظلوم ولس یې تجربه نکړي٠ځکه دنوو ولسو دتجربو پلی ګون اؤس زموږ هيؤاد ده٠درؤسي فاشيست رژيم او دامريکې له نازي دولت سره زموږ د ولس په وژلو کې يوه خوله ده٠