داګست مياشت په ٢٠٠٦کال کې دامريکا دنيواورلاند په ښار کې سخت توپان راغی ٠ښارټول تر اوبو لاندې شو،په زرګونو خلک مړه او کورونه یې ويجاړ شول ٠ډير خلک نورو ښارو ته کډه شول،ځکه داوبو لوړوالئ تر دوو مترو زيات وه ژورناليستان دښار دليدلو لپاره دنيو اورلاند ښار ته ورغلل چې دښار حالت وګوري اوپه دې برخه کې له دولتي چارواکو پوښتنې وکړي دښارښاروال چې تور پوستی وه له ژورناليست يا دښار له راديو سره په مرکه کې داسې وويل موږته دخدای قهر شوي دی،موږګناهګاريو٠دښاروال دې خبرې ته اول چا دومره پاملرنه ونه کړه،مګر وروسته دښاروال غريب له خبرې لويه نغاره جوړه شوه٠ښاروال به ديني سړی و هغه به دغه خبره دهغه خدای هغو احکامو څخه کړيوي چې انسان ته دناروا کارونوله امله سزاورکوي٠دنيو اورلاند ښاروال له ورځو وروسته دخلکو دلاسه يا ددولت دلاسه په دې خبره دومره وځورول شو چې دڅوکۍ دلاسه ورکولوته نيږدې وه٠ښاروال دې ته اړشو چې دتلويزون دلارې بخښنه وغوښته ترڅوځان وژغوري،ددې لپاره چې هغه دخدای د کتاب څخه خبره وکړه٠رابه سو دې ته چې څوزره کاله مخکې دنوح ع سلام په وخت کې ياتر هغه مخکې خدای ج کله به چې دپيغمبرانو په امت کې ګناوې ډيرې شوې نو خدای تعالی به پيغمبرانو ته فرمان استاوو چې ستا امت ډيرې ګناوې کوي زه توپان يا زلزله اويا کومه ناروغي ستا په امت نازيله کړم٠چې بيلګې یې په خدایې کتابونو کې ليکلې دي٠زه خپل مطلب ته راځم،اسلام اخيري پاک او وبه وايم چې ډير مترقي دين ده اوترډيرې اندازې په سوله ايز ډول منځ ته راغلئ٠ کله چې په حضرت محمد ص باندې دپيغمبرۍ وحیه راغله هغه ته دپيغمبري زيری ورکړل شو٠ده بيله کومه ډاره خپلې نه ستړې کيدونکې مبارزې ته دوام ورکړ٠په هغه وخت کې چې په مکه کې يا دعربو په قبيلو کې نور مذهبونه رواج ول،مګر داسلام پيغمبر هغوی داسلام دين ته رابلل دده مبارک ژوند ته خطر پيداشو٠کله عبدالمطلب دحضرت محمد تره محمد ص ته وويل چی محمده؛له ځانه سره پام کوه چې ستا ژوند په خطر کې دی،محمد ص په ځواب کې داسې ورته وويل٠قسم په هغه خدای چې سپوږمۍ یې په ښي لاس کې اولمر یې په چپ لاس کې راکړی که زه له خپل هوډ څخه وګرځم٠اوخپل کاروان یې تر هغه وخته ونه درول ترڅویې د رب هغه چې دته کړی وه تر سره کړ٠رابه شوخپل هيؤاد او ولس ته چې تر دريو لسيزو زيات دجګړې په اور کې سوځيږي اولکه دګور چينجي په خپل منځ کې سره خوري او هم یې پردي وژني٠تر دې چې خپلې ليکنې ته دوام ورکړم يؤ دروسي ژبې متل را ياد شو چې وايي(منوګه خوچيش،ماله پلوچيشه)د دې ژباړه داسې ده چې ډير غواړې کم په لاس درځي دافغانستان خلکو دخدای بخښلی سردار داؤد رژيم ته دکفرنوم ورکاوه او هغه ته یې کافر ويل چې اوس هم ډير هغه ته کنځا کوي اوظاهر بابا ښه سړی بولي٠زه هم چې اوسني افغانستان ته ګورم،داوايم چی ريښتيا به ظاهر شاه ښه سړی و،هغه دافغانستان دخلکو روان پيژندونکی وه،هغه په دې پوهيده چې دغه خلک په ګيډه پوره ماړه شي بيا دسر درد پيدا کوي دخپل هيؤاد لپاره٠وروسته د داؤد له چپه کيدو دغوايي انقلاب راغی او په افغانستان کې دافغا نستان دخلک ديمو کراتيک ګوند بر ياليتوب ته ورسيده٠ټول زاړه یې ورک کړل حکومت ديوه ګوند په ولکه کې ولويد،په افغانستان کې په زرګونو هغه ځوانان چې له دولسم ټولګي وروسته به ياپه پاکستان يا نورو هيؤادو کې چوپړ کاوه په هيؤاد کې په کار وګمارل شول٠دنرو اوښځو حقوق سره برابر شول،د بیسوادی په ضد مبارزه شروع شوه٠ډير دغريبو زامن بهرته دزدکړو لپاره وليږل شول،خلکوته دځمکو ويشنه شروع شوه٠په زرګونو ښونځی جوړشول٠دغه هرڅه ته دلويديځ په ژبه کفر وويل شو،دافغانستان خلک ئی داسلام په نوم جګړی ته وهڅول٠لايؤ کال نه وه تير چی په افغانستان کی جګړه په ګرميدو شوه،لويديځ داسلام په نامه دافغانستان دخلک داسلام په نامه جګړی ته وهڅول٠دافغانستان دخلک ديمو کراتيک ګوند لمړی مشر خدائ بښلی نورمحمد تره کی پخپله وينا کی خلکو ته وويل،چی که له لويديځ سره داسلام دومره غم وی،ولی دوۍ نه مسلمانان کيږی٠دلته می يؤ بل کليوالی متل راپه زړه شوچی وائی( چرګه می نا جوړه ده،بانه می ورته جوړه ده)جګړه سخته شوه ،حفيظ الله امين دس،اي،ی په لارښونه پی يمانی سره خپل ښوونکئ مړ کړچی حتا کبر ئی ورک شو٠مګر دامين خيالی فکرونه له خاورو سره مخامخ شو٠دلته يؤ بل متل راپه زړه شول چی وائی(ډم له خدايه څه غواړی؟ياوير غواړی اويا ښادی)رؤسانو ددغی ورځی انتظار يستل،هغه وه چی خيښی تر ناوکۍ مخکی راغلی ناوکۍ(ببرک کار مل ئی وروسته په چوکۍ کښيناوه٠جګړه نوره هم ګرمه شوه،لويديځ خپل ساز ښه پسی ګرم کړ،افغانانو ته یې نورې خپلې راډيو ګانې ګرمې کړې اودغزا غږ یې په افغان ولس وکړ٠رؤسانو ته ځمکه تنګه شوه مرګ ورځ په ورځ ورته زيا تيده،خلقيانو په ټيټو چوکيو کې دروسانو ضد وه،ببرک او دهغه يوه ډله چټلو پرچميانو دخلقيانو په ضد تبليغ شروع کړل٠ډيرخلقيان سختو جبهو ته وليږل شول ډير مړه اوترور شول،مګر دتيښتې لاره یې نه لرله،ځکه که به دمجا هيدينو خواته ورغلل هغوۍ وژل ٠يوې خوا ته پاڼ اوبلې خواته پړانګ وه٠درؤس ناوکۍ هم خپلې ژمنې په ځای نکړې٠وروسته له مخائل ګرباچوپ چې پير يسترويکه(بيا جوړونه)په شوروي کې شروع شوه،په افغانستان یې هم اغيزه وکړه،کارمل لرې اوپه ځای یې دافغانستان جمهور رئیس خدای بخښلی نجيب الله کيناست،پرچميانو په لاریونونو پيل وکړ اودمجاهدنو خواته نارې شروع کړې چې وروسته د لينين دايډيالوژي غوښتونکو په کليمو شروع وکړه،اودنجيب الله څخه یې سخت بد راتلل٠شورويانو هم دځان لپاره خټو پوزه جوړه کړه٠له افغا نستان څخه خپل عسکر ويستل٠دعسکرو په وتو سره ځينو ګونديا نو دافکر کاوه چې وروسته له يوې مياشتې به ددوی حکومت دمجاهدينو په لاس کې ولويږي او مجا هيدينو هم خيرات ته پياز په ګنډه کې ټومبلئ وه٠مګر دنجيب دقوي عظم اوتکړه اوردو په لرلو سره دمجاهدينو په ګنډه کې ټومبلی پياز خوړين شو٠دنجيب الله اردو وروسته دروسانو له وتلو دسټو کڼډو په پکتيا چې دروسانو په وخت کې دجلالدين په لاس کې وه ونيول٠دجلال اباد سخته جګړه چې دپاکستان مليشو له مجاهدينو سره يؤ ځای په جلال اباد سخته حمله وکړه په شا وتمبول او جلال اباد یې ازادکړد٠لغمان دنيولو لپاره مجاهيدينو پړی په شا پورې تړلی وه چې وروسته دولايت له نيولو به ولجې پيټي کوي،مګر ارمان یې تر سره نشو ٠کله چې په رؤسيه کې په١٩٩١ کې کودتا وشوه دهغی کودتا ملا تړ نجيب الله هم وکړ،مګر کودتا بريالۍ نشوه٠خائن يلڅن ځان دروسي ولسمشر وګڼلو اوشوروي ړنګ شو٠يلڅن يو نيشيي انسان و،رؤسيه دامريکا لاسپوڅې شوه٠ زه په هغه وخت کې افغانستان ته په رخصتي تللی وم خبر نه وم چا راته وويل په خوشحالي چې شوروي ړنګه شوه خلک ډير خوشاله وه٠مګر ما ته دشوروي له ګورته کيدو سره داسلام سلګی انګيزه کيدې٠ولې ځينې وایې چې دکمونيزم ړنګيدنه نه يوازې اسلام لپاره بلکې کمزورو هيؤادو لپاره لوی اختر شو٠ځکه مقنا طيس دوه اړخونه لري چې يو بل سره نيښلوي اومنفي اړخونه يوبل سره وهي ٠مخکې په نړۍ کې غټ قدرتونه چې دبل مخ ته سره دريدل٠مګر نن امپريا ليزم په بې حيايي سره دوروسته پاتې هيوادو شتمني لټوي اوپه زور یې له هغو هيوادونه چې څه لري اخلي٠ښه بيلګه یې عراق وه چې صدام حسين چې تيل یې د دولت په کنترول کې وه،دديکتاتور په نوم مړ اوعراق مستعمره شو،او دغلو دولت یې جوړ کړ٠همدغسې افغانستان بيت المال یې چور او هرڅه دزور واکا نو په ولکه چې هيواد یې چورکړ٠ولې امريکا اوغرب داسلام سر سخترين دښمنان دي؟ځکه په اسلام کې دبيت المال مال حرام ده٠اسلام کې بايد هر څه په بيت المال پورې تړلي وي دغه علت چي کپيټاليستان هيڅ مورا ل نه لري هر څه ته بزنس وايي ،فاحشه توب ناروا کارونه هر څه ته بزنس وايي٠غريب تس په خوله ازاد ده،بډې اخيستل قانوني دي،که چيرې غريب محکمې ته ولاړشي څوک یې عرض نه اوري،ځکه مقابل لورئ چې وکيل په پيسو اخلي تل برات اخلي٠مګر په سوسيالستي ټولنه کې هر څه دغريب لپاره وي،زده کړی بې پيسو دي٠روغتيايي چارې ټولې له ډاکتره تر روغتونه پورې خوشې دي،کورونه خوشې دي٠کار دهر انسان لپاره شته٠فاحشه توب ته اجازه نه شته حتی په شوروي کې به چې رستورانت ته تلې په کوبای پطلون کې اجازه نه وه٠يوازې دريشي کې تاته اجازه وه چې رستورانت ته ولاړشي٠دلوېديځ چټل تبليغات چې کول به یې مسلمانانو ته چې په سوسياليزم (کمونيزم)کې خور او مور نده معلومه يؤلعنتي تبليغ وه ٠په سوسياليستي ټولنه کې لکه مسلمانان چې د ترور سره واده نارواده،هغوئ وايي چې اولاد سالم نه پيدا کيږي٠ښاغلو داسلام پتنګانو ما پنځلس کاله په شوروي کی تير کړل٠ مګر کله چې دغې لعنتی د ازدي زانګو ته راغلم خوا مې ګرځي ٠دنرو ودونه خو لاڅه کوې له خور اومور سره څملا ستل موډ ده٠هغه افغانان يا (افغانانې) چې دکابل له جګړې څخه يا د رواغ ويلو سره دلته راغلي دي تر امريکايانو یې ور اړولي ده٠که خپلې لور يازوی ته سمه لاره ښيې بنديخانې ته ځې هر څه چې کوې خپله خوښه یې ده٠دغه ده غرب ديموکرا سي داسې وخت به په افغانستان کې راشي چې په هر بس او موټر به دهغه چا عکس سريښ وي چې نن ورته کافر وايي لکه (نورمحمدتره کی اوډاکتر نجيب الله)٠څو ورځې مخکې ما په (يووټوب)کې ديوه بهر ني ژورنا لست مرکه ديوه هلمند وال ورور سره چې خيرن کا لي یې اغوستي وه اوسواد یې هم نلاره داسې ژورناليست ته ګيله کوله٠دلته روسان هم راغلي و کله به چې مجاهدينو حمله ورباندې وکړه،دوۍ به شاوخوا سيمو حمله کوله ٠مګرامريکه نيان زموږ په کورو راننوزي،زموږ ښځې تلاشي کوي اوموږ بې ګناه پخپلو کورونو کې وژني٠چې يوه بيلګه څو ورځې مخکې په روزګان کې چې ليکوال وقار ورباندې ليکنه کړې وه٠ګرانو لوستونکو ؛تاسې ماته دکمونست نوم مه راکوی،ما ته خپل ولس زمابدن ده زه هره ورځ ځوريږم ،چې ولې موږ خپل هيؤاد له بارانه ناوې ته يو وړ،ولې د خلکو په چا زړه نه خوښيږي دنازيانو د عملونو په هکله عمومې مظاهرې نه کيږي؟ځکه مې وليکل چی موږته رب ذوالجلال په قهر شوي ده٠