راليږونکی : سيدمحمد زرمتی
سرليک: ادبي ټوټه
داميد ګله؛ستا غوړيدو ته تل سترګې په لاره يم٠کله به ته وغوړيږي؟تل دپسرلي د دراتګ لپاره ګوتې شميرم٠مګر دپسرلي حساب نه پوره کيږي،دخزان لاپورونه نه پوره کيږي٠زه ليږنور معطل کوم چې ته دغوټۍ له غيږې څخه راجګ شې٠ائ زما داميد ګله وغوړيږه وغوړيږه زه ستا دغوړيدو لپاره لکه دپيردملنګ غوندې لاس په دوعا ناست يم او دپسرلي درارسيدو لارې څارم چې ته وغوړيږې بلبل له هجرته څخه ستا دغوړيدو لپاره راستون شو،بورا له خوبه راوپاڅيده اودهندارې په مخکی ځان سينګاروي ستا دمينې خيالونه وهي وغوړيږه ائ زما داميند ګله؛خزانه درومه دخدائ لپاره هر څومره که چنې هم ووهې بيا پسرلئ ستا ځای نيسي٠هغه ده پسرلئ په نڅا سره راځي او ډير اميندونه یې له ځانه سره غوټه کړيدي،هو پسرلئ،دهرچا پسرلئ دګلونو پسرلئ،دمينو پسرلئ، د سړو زړونو ګرموونکو پسرلئ،وپاڅه ائ زما داميند ګله څومره به ته دغوټۍ په غيږکی لاهوېي؟نسيم هم خپل درباب تارونه ټينګوی اوستا دنڅا لپاره نغمی جوړوی٠وغوړيږه وغوړيږه ائ دهر مين داميند ګله،دبوراګانو وچی شونډی ستا دميو دڅښلو خيال کوی،بلبل خو لامخکی ستا له غوړيدونه دخاښی په سر سنګر نيولئ ده،اودمينی دجګړی دسنګر فاتح ځان بولی اه څوره ښکلی هواده،نسيم ستا دغوړيدو اهنګونه غږوی٠جګ شه دغوټۍ په غيږه کی نور مه لاهو کيږه،نورخو ستا دغوړيدو دلاری ملنګ شوم،زما دزړه ارمان پوره کړه، ا ئ زما داميند ګله وغوړيږه وغوړيږه٠کاشکی ستا بوۍ زما سپوږمو ته يوځل رسيدلائ وائ بيا که دمرګ په خوب ويده وائ ګيله من به نه وم وغوړيږه،وغوړيږه،وغوړيږه ائ زما داميند ګله دخدائ لپاره وغوړيږه٠