د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملړنې وړ
ټولو ته سلامونه او نېکې هيلې !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې د ورځې غونډه دلنډو کیسو کره کتنې ته ځانګړې شوې ده .
په پام کې ده میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د ماشومانو لپاره د افغان میرمنو دلنډو کیسو ټولګه په نږدې راتلونکي کې چاپ کړي په همدې اړوند په تیره غونډه کې وپتییل شوه چې د بهیر د۱۳۸۸ کال دسلواغې د۱۷نیټې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړویوشمیر کیسې ولوستل شي او کره کتنه ورباندې وشي.هیله ده هغه قدرمنې خویندې چې د ماشومانو لپاره يې لنډې کیسې لیکلي دي دخپلو کيسو څو کاپي ګانې له ځانه سره راوړي . ځینې کیسې چې دمخه میرمن بهیر ته رسیدلي له دې خبرتیاسره مل به خویندو ته واستول شي. 
دغه راز آغلې تورپیکۍ مومند چې دمخه ورته دنده سپارل شوې وه په ادبیاتو کې د ښځو دونډې په اړه به خپل لکچر وړاندې کوي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې په یوه نیمه بجه جوړیږي.
دغه رازپه غونډه کې په مهمو کاري مسايلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي انشاالله. هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.
په درنښت