ولې د پښتون خبریال جان الله هاشم زاده د ځوریدلې کورنۍ پوښتنه څوک نه کوي؟؟؟؟؟!!!!!
وروسته تر دې چې د ژونالیستیکي هڅو په لړ کې ډير کسان له منځ لاړل او په یو او بل نوم شهیدان شول نو د هرچا لباره څه ناڅه رنګارنګ کارونه وشول د چا په نوم سړکونه د چا سره نغدي مرستې او د چا سره څه او څه وشول.
خو د دې د ښاغلي جان الله هاشم زاده په اړه په تیرو څلورو میاشتو کې چا هیڅ هم ونه ویل تر دې چې د ده ورور عزیزالله هاشم زاده چې خدای شته د خپل ورور مړینې ډير وځاپه نور نو اړشو چې خپل غږ پورته کړي او خپل غږ د نورو غوږونو ته ورسوي چې تیره ورځ یې همدا کار وکړ او د ازادی راډيو ته یې وویل چې د دې سره سره چې د خپلې کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده د سور کمر د شهید جان الله هاشم زاده ماشومان هم ور تر غاړه شوي دي او په دې برخه کې د دې شهید کورنۍ ته هیڅ ډول پام نه ده شوی.
که چیرې ځير شو نو د ده دا خبره ډير دردونکې ده ځکه چې د ده سره نه په معنوي لحاظ او نه په مادي لحاظ مرسته وشوه نه یې چا د مرګ پوښتنه وکړه او نه یې د مرګ څخه وروسته د دې سره سره چې په هیواد کې د ژورنالستانو ټولنه هم شته خو دوی هم راته داسې سم کسان نه بریښي ځينې وخت په هسې خبرو پسې ډير سر ګرځوي او ځينې وخت بیا ډيرو داسې حساسو خبرو ته هیڅ پام نه کوي ځکه دوی یوازني کسان دي چې کولای شي په ډيره میړانې سره خپل غږ اوچت کړي ځکه دوی د همدې لپاره فعالیت کوي، او دا په هر هغه ژورنالیست چې په دې هیواد کې دنده لري راتلونکې ده او دا ټولنه نه یوازې د یوچا او یا یوې خوا ده بلکه د ټلو افغانستان ده د دې ټولنې امتیازات په هر ژورنالیست پورې تړلي دي، خو د ډيره وخته زه ورته متوجې یم دوی په دې اړه کوم داسې غبرګون وو نه ښود.
د خپل افغان دولت څخه دا پوښتنه لرم د دې سره سره چې دی د پاکستان په خاوره کې ووژل شو خو دی یو افغان وو تاسو د ده د مرګ په اړه څومره پلټنې کړي او ولې مخکې تر دې چې د دې هیواد تر بیرغ لاندې یو کس ژوند کوي ورته سمه پاملرنه نه کیږي ولې د دوی حقوقو ته پام نه کیږي او ایا دا کس د دې هیواد او د دې هیواد دولت په خلاف وو چې ووژل شو او که د دې هیواد د ملي ګټو په اړه یې یو سم فکر لاره ولې ووژل شو او ولې مو د ده یتیمانو اوښکې ور پاکې نه کړې ولې مو مخکې تر دې چې د ده غږ ټوله نړۍ واوري تاسو یې غږ وا نوریده مخکې تر دې چې رسنیو ته د ده ورور ووايي حکومت او زمونږ ویده دولت یې پوښتنه ونکړه ایا د سور کمر د شهید سره د څه مرستې د کولو په صورت کې به د دې هیواد د بودیجې څخه چې هسې هم د لوټ او تلان په درشل کې ده څه کم شوي وو او ایا د ده څخه بل څوک چې د هیواد لپاره یې قرباني ور کړې بل څوک د مرستې وړ وو.
د هیواد د رسنیو څخه مې ګیله داده مخکې تر دې چې د ده ورور تاسو ته ووايي ولې مو د ده غږ پورته نکړ ځکه چې دی هم په رسنیو کې یو فعال کارکونکی وو، دی د کوم بهرني سره برمته شوی نه وو چې د ده په مخ کې ووژل شو د ده بهرنیانو لپاره داسې څه نه وو کړي چې د دې هیواد ملي یوالي ته کوم زیان ورسوي ځکه دی تل د دې هیواد پالونکی وو او د دې هیواد لپاره قرباني شو، ولې د ده غږ تل داسې پټ پاتې شو.
خو د دې ټولو ستونزه سره سره زه بیا یوځل د دولت او د ژورنالیستانو د ټولنې څخه غوښتنه کوم چې د ده ورور او د یتیمو ماشومانو او کورنۍ غږ دې ډير ژر تر لوړپوړو چارواکو پورې ورسوي، د چارواکو څخه مې هیله داده چې د دې سره سره چې په هیواد کې په میلیونونو ډالر هسې داسې شول نو خیر که چیرې د دې ځوانیمرګ د کورنی سره د مرستې لپاره مو هم څه ځانګړي کړي وای نو ډير تاوان یې تاسو ته در رسیده.
تاسو دې ته ځير شی چې د نورو وژل شویو خبریالانو کورنیو سره د یوې نومرې ځمکې او د دوی د ماشومانو لپاره د زدکړې زمینه برابره شوه خو د ده لپاره هیڅ وو نشول یوازې د شهادت په لومړۍ ورځ ولسمشر پرې ژور خفګان وښود خو نور یې هیڅ وو نه کول او نه یې د کیدو لپاره څه فکر لري ځکه ولسمشر د دې سره سره چې ځان د ټولو افغانانو په خواشیني کې ګډ بولي زما په اند د سور کمر د شهید مرګ د ده لپاره دومره ځورونکی نه وو نو ځکه یې یوازې په دې ځان خلاص کړ چې په مرګ یې خواشینی یم، اوس د ده کورنۍ ستا دې پيغام ته اړتیا نه لري چې ته پرې خوښ یې او که خفه اوس یې یتیمانو او کونډې میرمینې ستا دربار ته د سوال لاس در غځولی او له تا څخه د مرستې غوښتونکي شوي دي خیر که ته رښیتا دې هیواد ته دومره صادق یې نو که د ملت د پيسو څخه د ورکونې توان نه لرې د خپل معاش څخه خو دې یتیمانو ته یو څه ور کولای شې نو هیله مند یم چې په دې برخه کې دولت او په ځانګړې توګه ولسمشر د دې ځوریدلې کورنۍ سره مرسته وکړي او د دوی لاسونه نور داسې غځيدلي پرینږدي.د هیواد د هر یتیم او کونډې د خوښي او سوکاله ژوند په هیله.
محمدالله آرین احمدزی.