زما وکیل جانان ته وایه
چې ټوپک مار اشنا ته ور نکړې ووټونه
وزیر ناپوه ده د کار نه ده
ظالم وکیل مې ورته بیا ور کړه وټونه
ته ولسې جرګې ته راشه
ما په لکسیس کې ډير ډالر راوړی دينه
یار مې وکیل ده زه وزیر یم
د یار لپاره پارلمان جارو کومه
وکیل جان بیا په ډتو راغی
په لمنګۍ کې چا ډالر ور کړي دينه
15.12.2009
- محمدالله آرین احمدزی
وروسته تر دې چې ډيرې ناخوالې په دې هیواد کې تیرې شوې او ډير څه یې د ځان سره لولپه کړل نو یې ډيرې نوې هیلې او ارزوګانې هم د ځانه سره لولپه کړې او د تل لپاره یې ورته د پای ټکی ایښی.هو کې قدرمنو یوه ورځ چې د کابل څخه کورته مې د تلو هوډ وکړ نو مې ځان په کابل کې د خپل ولایت د موټرو تم ځای ته وروساوو تر څو کورته لاړشم د معمول سره سم په تمځای کې په موټر کې کیناستم او د ټولې سورلۍ سره مې جوړ په خیر وکول، د دې ټولو ناستو خلکو په منځ کې یو هلک چې د ورایه ډير با ادبه ښکاریده زه یې ډير ژر د...
23.12.2009
- محمدالله آرین احمدزی
ولې د پښتون خبریال جان الله هاشم زاده د ځوریدلې کورنۍ پوښتنه څوک نه کوي؟؟؟؟؟!!!!!
وروسته تر دې چې د ژونالیستیکي هڅو په لړ کې ډير کسان له منځ لاړل او په یو او بل نوم شهیدان شول نو د هرچا لباره څه ناڅه رنګارنګ کارونه وشول د چا په نوم سړکونه د چا سره نغدي مرستې او د چا سره څه او څه وشول.
خو د دې د ښاغلي جان الله هاشم زاده په اړه په تیرو څلورو میاشتو کې چا هیڅ هم ونه ویل تر دې چې د ده ورور عزیزالله هاشم زاده چې خدای شته د خپل ورور مړینې ډير وځاپه نور نو اړشو چې خپل...