د ډیرې خواشينې ځای دی،چې یو ځل بیا د لوګر مجاهد او میړنی ولس د امریکې او د هغوی د افغاني جاسوسانو او پخوانیو خاوره پلورونکو د استخباراتو له امله د لوګر برکی برک ولسوالی سجاوند سیمې ۱۷ملکي بې ګناه کسان ووژل.
لوګرانا بلاګ د لوګر د ولس د یوه کمکي خادم په توګه دغه بې ګناه ملکي وژنه په سختو ټکو سره غندي،د وژل شویو کسانو کورنيو ته د زړه له تله تسلیت وړاندې کوي او ځان یې په ویر کې وېرجن ویم؛خو لوګریانو ته غږ کوم او ځولۍ نیسم،چې د خدای او پاتې راتلونکي ژوند لپاره د لوګر دغه کړیدلي ولس ته د سر سړی پیدا کړی؛کنه تر دې مو حال له بدو بد شي.
ستاسو خدمتګار
څېړندوی عبدالرحمان حبیب زوی