د اسلم لوڼ ديوان
په هر بیت سره مې سوځي خولې د خلکو
دا سکروټې به تر کوم خلق نهان کېښوزي
«اسلم لوڼ»
څېړندوی عبدالرحمان حبيب زوی
اسلم لوڼ د سپوږميز دولسمې پېړۍ په نيمايي کې د کندهار په باميزو کوڅه کې زېږېدلی دی او د ۷۸ کالو په عمر په ۱۳۳۲سپوږمیز کال کې مړ شوی دی.لوڼ د خپلو ګټورو اثارو«پارسي ژبې دیوان،د پښتو ژبې زاړه لغات»سربیره د پښتو اشعارو یو غني ديوان يا شعري ټولغونډ هم لري،چې دلته به یې په لنډه توګه دروپېژنو.
د نوموړي د دیوان قلمي نسخه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ریفرنس په څانګه په پرله پسې ۱۱۹۱۵نمبر او په ۲۲۶ځانګړي نمبر کې ثبت دی.دیوان ټولټال ۳۹۸مخونه لري.
د اسلم لوڼ د دیوان اشعار په تور رنګ په نيي قلم کښل شوي او د مخونو شمېره یې په شین رنګ نيي قلم لیکل شوی دی.
د یاد دیوان په هر مخ کې دوې غزلې کښل شوي؛ او شاوخوا ۱۳۸غزلې یې په حاشیو کې راغلي دي،هر غزل یې التزاما اووه بیتونه لري او د ټول کلیات د بیتونو شمېر یې شپږنیم زره بیته کیږي؛چې له ۵۸۵۹ بیتونو څخه یې ۸۳۸غزلې جوړې شوي او پاتې بیتونه یې مخمس،ترجیع بند،ترکیب بند او مربعات دي[1].
د اسلم لوڼ دیوان اووه برخې لري، چې د الف په ردیف سره پیليږي،د لومړۍ برخې په اول سر کې داسې شعرونه راغلي،چې له الف ریف سره مطابقت نه ښايي،بلکې هغه اشعار دي،چې په «ي» باندې پای مومي او تر هغه وروسته بیا د الف ردیف پیليږي،زما په اند چې دا د لومړنۍ برخې وروستنۍ برخه وي،خو بشپړه نیمګړې ده،په دې توګه که چیرې دا مخ یوه برخه وګڼو،نو یاد دیوان اته برخې لري،همدا ډول د دیوان وروستنۍ برخه هم نیګړې ده او تر «ش»پورې یې شعرونه نشته دي.
- د اسلم لوڼ د دیوان لیکدود:
د اسلم لوڼ د شعر ژبه په لیکنې بڼه ځانته ځانګړي جوړښتونه لري،د بیلګې په توګه نوموړی «په او زړه» يو ځای کارولي:لکه په دې بیت کې
سر مې له عقل د عشق مه خلاص وه(خلوصوه)
مه رازه راز پزړه(په زړه) کې ستا بیوضا
دیوان ۱۱۳مخ.
دلته یې خلاص اصلي فعل له کومکي فعل څخه جلا لیکلی دی.همدا ډول یې د نرمه (ې) لپاره د عربي له زیر( ِ ) څخه کار اخیستی لکه:
په هر پانړې(پاڼې) پور (ې) زر ځالې بلبلې
واز وخولو هزار داستان سرنده کېښوست
دیوان ۱۷۷مخ.
په پورته بیت یې د (ڼ) توری له ن او ړ څخه ګډ جوړ کړی،چې دا مهال دا دود له منځه تللی دی.
اسلم لکه څنګه چې د نرمه ې لپاره د عربي زیر کارولې؛همدا شان یې( اَa ) لکه «زه ته، مه» په زور( َ ) سره بشپړوي. لکه د نوموړي د کلام دا نمونه:
د مخلوق د مینې په حسن کړې ممتاَزَ (ه)
تمنا ټوله بولم زه تازَ (ه)
سروه قده لاله به ګلرخسارَ (ه )
وازه خوله د خلد د باغ هزار اوازَ(ه)
بې له تامې وړی خیال ارام په خوب کې
لکه زړه چې روح لري په پټ همرازَ(ه)
تر ابده خزان مه سې حسن داره
د« اسلم» ساه ډیر له تا سره سازَ(ه)
لوڼ د پښتو ادبیاتو د منځۍ دورې شاعرانو په څېر تصوفي لاره غوره ګنلې او په شعر کې یې تصوفي ازانګې له ورایه تر سترګو کیږي:
یوارې لیده ښکاره وکه د زخمي بې قرار
«اسلم» بسمل غوندسترګې د غم د تیغ په تیش
دیوان:۳۹۸مخ.
یا
سرګردا یم په تاپسې ارام را
له وحشت د وصال په بند کې دام را
ستا له مهره نقدو ماته فیض عام را
په هر کار کې بیله پوره پوره کام را
ماتوي چې تنده ماته له زړه جام را
پیمانه یخ پخوا له خم خام را
ستا وصال وي می روز سي «اسلم»وای
چې مې برخه پیروزي سي اسلم وای
دیوان:۲۸مخ.
دا یې هم یوه مینه ییز شعر:
خوب پر ما حرام دی ستا جورو جفاوې دي
روڼې سترګې ګورم بېره ده بلاوې دي
ستا په عشق کې رنځور يم عمر په ضرور يم
سوی د تنور يم سخته ناراواوې دي
پریږده دا جفاوې اوس وکه وفاوې
ستا دې سي دوعاوې ما کړي ښېراوې دي
غم د طالبانو واخله له چشمانو
ستا د عاشقانو لور په لور ژړاوې دي
شوخ عنوان دی یاره که یې «اسلم »افګاره
وای د خدای دپاره دا څه راز اداوې دي
دیوان:۱۶۸مخ.
اسلم د شعر او شاعرۍ په اړه داسې وايي:
چې د زړه وینې په خوله خوري شاعري ده
ډک له اوره لړمون سیمه کړي سعیر
دیوان: ۱۹۴مخ.
د نوموړي له دیوان څخه د شعر دوې بیلګې:
(۱)
وسوم وسوم آه و اه افسوس افسوی
په اور داغ شوم بې ګناه افسوس افسوس
د هجران له سخته باره به سپک نشم
شو تر کوه لاندې مې کاه افسوس افسوس
په هېڅ وخت مې د ښو بدو تمیز نه کړ
شو هر ګاه پر ما بیګاه افسوس افسوس
سرد سانګي له غروره ځي په مځکه
اګاه اوسي څاه دی جاه افسوس افسوس
(۱)
ستا له لاسه تل جفا سترګه د لمر وړي
د شفق په ژړا وینې هر سحر وړي
معشوقې دې په عالم کې شپې رسوا کړې
سپوږمۍ شمعه ستا د حسن در پر در وړي
هغه ستاد خولې خبرې دي دلبره
چې په خولو کې د خوبانو ګل شکر وړي
له باڼو دې د مینو بڼه ولاړه
چې و هر زړه ته تیره د عشق نشتر وړي
زما د خیال د مرغه ځاله ده سر بره
ستا د عشق پر کنګرو باندې شهپر وړي
چې تاجداره دې په مینه شي محتاجه
ستا له کبره به اسلم خاورې پر سر وړي[2]
[1] - عبدالشکور رشاد:پښتانه شعرا،درېيم ټوک،پښتو ټولنه ۱۳۴۲ کال،۸۵۶ دولتي مطبعه.مخ.
[2] - د اسلم لوڼ قلمي ديوان،علومو اکاډمۍ،ریفرنس څانګه.