منګل ولې غزلې بولي
بله ډیوه شه ماسخوتن کې اوسه
وروستۍ سلګۍ مې ځنکدن کې اوسه
چې په لحد کې تنها پاتې نه شم
تار او تڼۍ مې په کفن کې اوسه
وايي په لرغوني یونان کې یو مهال یوه ماشوم داسې تابلو انځور کړې وه،چې د یونان ډیر وتلي انځورګران ورته ګوته په غاښ پاتې ول. ډیرو انځور ګرانو هڅه وکړه،څو د دې ماشوم د انځور په څېر بل انځور وکښي،خو پاتې راغلل او هغه رنګونه،حرکات،عواطف او هنر،چې د ماشوم په انځور کې و،هیچا نه شو کولی بیاځلي یې وباسي.
تابلو داسې وه،چې چې دیوې مور او ماشوم انځور و،چې مور د تلو په حال کې وه او ماشوم هغه د شا له لمنې ټینګه نیولي وي،نه یې پریږدي،چې ترې لاړه شي.انځور ګرانو له انځور ګر ماشوم څخه د نوموړي د انځور انګیزه Motivationوپوښته او بیا ورته څرګنده شوه،چې د انځورګر ماشوم مور مړه شوې ده او ده دخپل ځان او مور انځور کښلی دی.انځور ګرانو وویلې،څو پورې چې زمونږ میندې مړې نه شي،نو مونږ به دا ډول انځور ونه شو کاږلی،ځکه چې دا ډول هنر د رښتینې هنر پړاو دی،چې حقیقت ورسره ملګری،عواطف او احساسات یې ساه وي او تخیل یې رښتینی سناریو وي.
خبره اوږده نه شي،راځم منګل استاد ته،چې د افغاني موسیقۍ وتلی مشهور سندغاړی،کمپوزر او شاعردی.منګل استاد په دې وروستیو کې ډیرې خوږې،دردونکې،له ساز وسوزه ډکې غزلې بولي او د زړه له کومې یې بولي،چې هر انسان ته ځانګړې آرامتیا وربخښي.
خلک د منګل استاد د دې وروستیو غزلو په هکله ډول ډول نظریې لري،ځینې وايي،چې منګل استاد له هغه وروسته ښې غزلې بولې،چې یوازې شوی او په یوازې ځان ډیر له سوزه ډکې سندرې وايي او آن دا چې شاعري یې هم خپله کوي.
ستا د راتلو لار ته یې ډیر کتلي
سترګې مې پریږده چې خوبونه کوي
ستا لیونۍ «نغمه» سندرې وايي
«منګل» ته ګوره فریادونه کوي
د مسافر جانان یادونه کوي
بیا شو ماښام زړه مې دردونه کوي
د مسافر جانان یادونه کوي
ښه زه د منګل استاد او ښاپیرۍ نغمې په شخصي احوال باندې نه غږیږم،ځکه دا دنیا هم بې وفا ده او مونږ انسانان هم له همدې بې وفا خټې څخه جوړ یو.خو د منګل استاد پر هنر غږیدل خپل حق بولم،ځکه هنر شخصي مال نه دی او په ټولنې پورې اړونده شتمني ده.
ستا لیونۍ نغمه سندرې وايي
منګل ته ګوره فریادونه کوي
زه د منګل استاد له مینوالو څخه یو مینوال او لېوال یم،ان له کوچنیوالي څخه مې د نوموړي سندرې ډیرې اوریدلي او اوس یې هم اورم.خلک ډیر امتیاز نغمې ته ورکوي،خو زه منګل استاد د پښتو غزلو په ویلو کې تر هر هنروال په ډیر امتیاز قایل یم.
د منګل هنر د غزلو ویلو لپاره پیدا دی،خو داسې شرایط راغلل،چې موسیقي د مارکيټ ښکار شوه،منګل استاد هم د دغه ښکار په لومه کې ګیر شو،ځینو هنروال خو بیخي خپله موسیقي یې مارکیټ ته وقف کړه،لا هغه نه چې هنر و پنځوي د نورو فرمایشونو ته ګوري،په هر حال منګل استاد دغې تشې اوس پام شوی او یا ځینې نور عوامل دي،چې نوموړي هنر په ځلولو کې ورسره مرسته کوي،که دغې تشې ته د منګل استاد پخوا پام شوی و،اوس به افغاني موسیقۍ په سلګونو په تول تللې غزلې درلودې.
منګل استاد لا پخوا هم غزلې ویلې،خو ډیرې کمې،زه به د لسو کالو وم،چې د پاکستان په پي ټي وي ون تلویزون کې د نوې پښتو ډرامې «سیوری» پرانیستونکې غونډه کې مشر میلمانه استاد منګل او ښاپیرۍ نغمه وه،منګل استاد په دې غونډه کې بلا ښایسته غزلې وویلې،خو خوند یې هغه مهال ښکاره شو،کله چې دا ډرامه پرله پسې هر سې شنبې ورځ نندارې ته وړاندې شوه.د دې ډرامې په ټراجیډۍ صحنو کې به د منګل استاد د هماغو غزلو یو یو بیت او یا هم د منګل استاد هغه هیجان او وجد حالت چې د سندرې سور کله زیر کوي او کله بم لکه:
مجنون ویلې ته کوچۍ زه شهزاده یم
نوم مې دی قیس پاچا زاده یم
زما او دا ستا یاري خو شوې بې دلاله
ماته لیلا د زولفو رواړه شماله
په همدې ډول د بیتونه څپې اوږدوالی او لنډوالی او خپله یې د احساساتو ډک لاسونه ښورول،چې د دې دغو کړنو،چې سندره کې پر هغه سټیج ویلې وه، ډرامه ډیره دردونکې کړې وه، او ان کله کله به یې سړي ته ژړا راوسته،چې ستر لامل یې د منګل استاد ښه سندر ماري وه.
د منګل استاد بله ښیګڼه دا ده،چې دی اوس هم په موسیقۍ کې داستان وايي،چې دا مهال ډیرو هنرمندانو هیر کړی دی،خو منګل استاد اوس هم په خپل جادويي منتر کې د «یه قربان» ناره غږوي،نو مونږ وايو که هر عامل وي،وي به خو منګل استاد یې د هماغو لرغونو یونانیانو انځور ګرانو په قول «رښتینې هنر» ته راوباله او رښتینې هنر خو هغه څه دي،چې په دننه کې او د ویلو ژبه یې یوازې له هغه چا سره وي،چې هنر پنځوي او احساسوي یې او هیڅوک پرته له هماغه لومړني هنروال څخه نه شي کولی،چې وې وغږوي او یا یې وانځوروي،زه وایم،چې
ستا حسن او جمال مې په کې ځای نه کړو په هیڅ هنر
حسن او جمال څومره واړه واړه لفظونه دي
پای
ښایسه میر
کابل –افغانستان