د وينو په وطن کې مينه

عجیبه خلک یو،عجیب غریب زړونه لرو،د وینو او مرګ ژوبلو په دې تاوده مارکیټ کې اوس هم مینه کوو.زړونو مو د یو انسان په یاد کې هسې بې ځایه شپې سبا کوي،دې ته دا احمق زړه نه ګوري،چې د دې وطن یو ماشوم یوه مور له خدای یوازې یوه ارامه شپه او ورځ  غواړي،چې خدای مه که زوی په ځانمرګي کې هلاک نه شي او شپه یې پر کور ړانده امریکان بمبار ونه کړي،کوچنی ماشوم ښوونځي ته له تلو ډایریږي،خو مونږه بیا هم مینه کوو!

عجیبه زړونه دي،نهه میلونه خلک له لوږي مري، خومونږ مینه کوو،د یوې په ياد کې همدا غیرتي ځوان،چې د ژوند په بیلا بیلو ډګرونو کې  له خلکو سره ډغرې وهلې او د حالاتو سره یې پنچې نرمولې نن د یوې لیونۍ لپاره اوښکې تویوي.عجیبه زړه ده، دا ورته نه واي،چې دې وطن کې اوښکې ختمې شولې،چا د خپل ورک زوي په لټون،چا د خپلې خوږې مور په مړینه،چا د خپل پلار په ویر، چا د خپل  ناموس د ساتلو په پار دومره اوښکې وچې کړې،چې یوه مېېن  ته  هیڅ اوښکې پاتې نه شوې،نو دا زړه ولې دومره ناځوانه دی!

وګورﺉ مونږ په داسې وطن کې مینه کوو، چې د ازرې په یوه ناروغ نیمژوند انسان باندې زړه نه سوځوه او په ډیره ناځوانه بیغرته توګه د هیلمند مریض نیګړې هیلې له خاورو سره خاورې کوو او کورنۍ ته  یې یوازې د وینې رنګونه ورلیږو نوره غوښه هم پرې نه پیرزو کوو،چې خپله مور یې وپیژني،خو بیا هم مینه کوو!

په دې وطن کې داسې ورځ به له کومه شي،چې د تلویزون په پرده د څو کسانو د مړینې خبر ونه لرو،هغه انګریز رښتیا ويلي،چې افغانستان د ژورنالیزم د سوژې  لپاره ډیر غوره ځای دی،ځکه دلته هره ورځ ابتکاري پېښې کیږي،ټولې نوې بڼې لري،خو مونږ بیا هم پر یوه انسان میینږو؟

په هغه ذات چې مونږ مینږو داسې اوونۍ به نه وي چې د هغه ذات  پر یوې مظلومې  د زورورو  افغاني خدایانو لخوا ډله ییز جنسي تیری ونه شي،خو بیا هم مونږ مینه کوو،د یو چا لپاره د مسینجر پاڼې ته شیبه په شیبه انتظار باسو،چې ګواکې اوس به آن لاین شي،بیا ورته د تورو فوق العاده کلمې ترسیموو،په کې ګیلې،نازونه،غمونه،ناکامه امیدونه او دزړه درباری او ژړاور لیږو،خو دې ته مو هیڅ پام  نه وي،چې دا کوم هوس دی، چې زړه له ذهن او ذهن له ټولنې سره په جنګ اچوي،همدومره جنګ بسنه نه کوي،چې خپله فیزیکي انسانان یې کوي،زړه و ذهن ته څه حاجت او یا هم د زړه او ذهن تر منځ پاچاهي د غني خان په وینا د ویشیلو نه ده او په یو وجود کې دوه پاچیان به څنګه ګذران وکړي.دا چاره ډیره ګرانه ده،ګمان مې نه شي که به حل شي،نو مونږ ولې او چیرته مینه کوو؟چیرته چې د مینې په وړاندې د غوښو او وینو امبارونه پراته دي،مونږ ترې مینه څنګه قرض کړو،بیا هم لیونی زړه مینه کوي،نه د عقل او نه د فکر مني،خو مونږ بیا هم مینه کوو.عجیبه ده په دې ښه پوهیږو چې زمونږ مینه د کوه قاف غره ته ختل دي،او په دې هم پوهیږو ته چې دا دروغ دي:

اسمان ته لار دختو نسته

لیلا مجنون په عاشقۍ ختلي دینه

زما مینه د لمر له تیزو شغلو سره سترګې جنګول دي،چې تاب یې نه لرو ،خو بیا هم له یو چا سره مینه کوو،هې مونږ څه غواړو څه راسره کیږي،ژوند په دې کړکیچنو حالاتو کې رانه د ماشومانو د لوبو تمه کوي،زړه نه مې ماشوم جوړوي او د ماشتوب دروه په ژوند کې یو ځل راځي.

زه په دې ښه پوهیږم،چې:

دوه زړونه سره یو دي دوه زړونه کړي جدا

عجیبه زمانه ده همدا کوي  همدا

خو بیا هم مینه کوو

خو کله کله د تقدیر او ژوند کړو ته په سجده شو،چې هر څه کوي نو دا به زمونږ برخه وي،ځکه خو کوم شاعر ویلي:

ژوند څومره په زوره فنکاري وکړه

هسې مې له ژوند سره خواري وکړه

نه مې دلبري نه دلداري وکړه

هسې مې له ژوند سره خواري وکړه

پای