د سیول انجنیري تعریف:
سیول انجنیري د انجنیري علم له بنسټیزو څانګو څخه ګڼل کیږي چې د فزیکي قوانینو، ریاضیکې معادلو او میخانک (Theories of Mechanics)څخه په ګټه اخیستنې سره د بیلا بیلو مدنې ودانیو، بندونو ،پلونو، تونلونو،سړکونو او نورو ساختمانونو د ډیزاین ،ساختمان او ساتنې دنده په غاړه لري
سیول انجنیران له موجوده منابعو ( لکه سرمایه،مواد ،بشري قوه او نورو ) څخه په ګټه اخیستنې سره زیار باسې چې ساختمانې پروژه په ټاکلې موده کې د لګښتونو کمښت، چاپیریال ساتني،او فزیکې زیانونو له منځه وړلو ،په پام کې نیولو سره په ښه توګه بشپړه او ګټه اخیستنې ته وسپاري
سیول انجنیري د انجنیري علم تر نورو ټولو څانګو پخوانۍ،پراخه،ساده او مهمه څانګه ګڼل کيږي چې د همدي علم د مور په نامه پیژندل شویده.
د سیول انجنیري څانګې:
سیول انجنیري په خپل وار سره له لاندنیو فرعې څانګو او ساحو څخه تشکیل شویده:
1 – Geo technical Engineering |
جیوتخنیکي انجنیري او سروي |
2 – Structural Engineering |
د مدنې ودانیو انجنیري |
3 – Transportation Engineering |
د سړک او ترانسپورتې ساختمانونو انجنیري |
4 – Water Resources Engineering |
هایدرولوجي او د اوبو منابعو انجنيري |
5 – Environmental Engineering |
د ژوند د چاپیریال(محیط زیست) ساتني انجنيري |
6 – Earthquake Engineering |
د سیسمکې څپو او زلزلي پر اساس د ساختمان د ډیزاین انجنیري |
7 – Urban Planning |
د ښاري پراختیا او ښار جوړوني انجنیري |
د سیول انجنیر دندې او مسئولیتونه:
سیول انجنیر د وړاندي یادو شویو ودانیو او ساختمانونو د ډیزاین(Design) ،ساختمان(Construction) اوساتنې ( Maintenance) دنده پرغاړه لري.
سیول انجنیر کولای شې په خصوصي ساختمانې کمپنیو،دولتې ټول ګټو ادارو او یا هم په اړونده پوهنتونونو کې د علمې څیړونکې او یا استاد په حيث دنده پر مخ بوځي.
سیول انجنیر کولای شي لاندنۍ دندي پر مخ بوځي:
۱- د ساحي سروي کول |
|
۲- د پروژي پر اړوند تخنیکې رپوټ لیکل |
|
۳- د نقشو او ډیزاینونو طرح او ترسیم کول |
|
۴- د تهدابونو د ډیزاین طرح او ترسیم کول |
|
۵- د ساختمانې پروژو براورد |
|
۶- د تعمیر ،پل ،سړک ،تونل ، بند او نورو ساختمانې پروژو ساختمان پلي کول |
|
۷- د مخکې جوړو شویو ودانیو ترمیم او ساتنه |
|
۸- د مختلفو ترانسپورتې پروژو د پلي کیدلو او سروي په مهال د ارتباطاتو او اړیکو د داسې وسایلو او لارو چارو څخه ګټه اخیستل چې له یوي خوا څخه ترافیکي جریان په نورمال ډول سره وي او بلې خوا نه ورڅخه آعظمې ګټه اوچته شي |
|
۹- د بريښنا د انتقال پایو ، د راډیو سټیشن د انتنو نو او نورو څلو لپاره د تهدابونو ډیزاین |
|
۱۰- د پوهنتون محصلینو ته تدریس کول |
|
۱۱- د خصوصي ساختماني کمپنۍ اداره او پرمخ وړل |
|
۱۲- د بیلابیلو هایدروتخنیکي ساختمانونو لکه بندونو،کانالونو،د اوبو رسولو او کانالیزسیون پروژو اود سیلاب د مخنیوي دیوالونو د ساختمان پلي کول |
|
۱۳-د مختلفو عضوي موادو پروسس او خالص کول، د ژوند د چاپیریال د اغیزمنتیا څیړنه او د ساختمانې پروژو او طبیعت ترمنځ د مشترکې وجې ارزونه. |
|
۱۴-په سواحلي برخو کې د پروژو تطبیق او څارنه |
|
____________________________________________________________
ژباړن : خلیل الله مایار/ کابل