لمړۍ برخه

انجنیري سروي

دسروي په اړه عمومی معلومات

------------------------------------------- 

سروي

جیودیزي دځمکی داندازه کولو په معنی ده . دجیودیزی عمده علمی اوتخنیکی دندي  په لاندی ډول دی :

  1. دځمکی دجسامت (شکل اواندازی ) تعینول .
  2. دځمکی دخارجی جاذبی ساحه .
  3. دځمکی پرمخ دنقطوتعینول .
  4. دتوپوگرافیکی پلانواونقشوترتیبول .
  5. دمملکت دطبیعی منابعو داستفادی لپاره مواد اوارقام ترتیبول .
  6. دمملکت ددفاعی امورو لپاره مواد تیارول .

سروی په څوعلمی اوتخنیکی برخوویشل شوي ده .

A – عالی سروي:

دسروی دابخش دافقی - عمودی زاویو او فاصلوددقیق اندازه کولو دنده په غاړه لری .

عالی سروی په خپل نوبت په څوڅانگو ویشل شویده چی په لاندی ډول ده .

  1. گراومتری : دابخش دځمکی دخارجی ساحی جاذبه معلوموی .
  2. استرونوم – سروی : دابخش دځمکی په مخ دمختلفونقطو تعینولو اودآسمانی رصاداتو اجراء کولو دنده په غاړه لری .
  3. فضائی سروی  : دابخش دستلائت په واسطه دځمکی شکل اواندازه اودمختلفو نقطو موقیعت معلوموی .

B – توپوگرافی سروی:

دابخش دسروی دځمکی پرمخ دنقشواوتوپوگرافیکی پلانونود ترتیبولو دنده په غاړه لری . ددغه بخش په واسطه هم کولای شو چی زاوئی اوفاصلی اندازه کړو اما په کم دقت سره .

  ددی لپاره چی دپراخه ساحو نقشی اوپلانونه ترتیب کړو دهوائی عکسونو څخه استفاده کوو چی دابخش په سروی کی دآیروسروی په نوم یادیږی .

C – انجینیری سروی:

دسروی هغه بخش دی چی دودانیودجوړولواودهغه څخه دگټی اخستنی لپاره دمملکت دطبیعی منابعوڅخه موادبرابروی .

D – مرکشیدری (دځمکی لاندی سروی):

دابخش دمعادنودموقیعت , ساحی اواندازی دتعینولو دنده په غاړه لری .

E – کارتوگرافی:

 دابخش دنقشو اوپلانونو دترتیب او چاپ دنده په غاړه لری .

 

دسروي رابطه دنوروعلومو سره

 

سروی دریاضیاتو په واسطه خپل مسائل حل کوی اودفزیک په مرسته سامان آلات تهیه کوی (اپتیک , الکترونیک , میخانیک اونور)

په همدی ترتیب سروی دنوروعلوموسره کلکه رابطه لری لکه جیولوجی , جیومورفولوجی , هایدرولوجی اونور. همدارنگه دنوروعلومو په پرمختگ کی کمک کوی .

دسروی په مرسته دمملکت دطبعی منابعو څخه دودانیو په جوړولو کی استفاده کیږی .

سروی دعلمی تحقیقاتو په ترڅ کی عمده رول لری چی دځمکی د ښویدنی اوکښیناستنی په باره کی معلومات ورکوی اودمملکت په دفاعی اموروکی کمک کوی لکه ددفاعی استحکاماتو جوړول دراکټ اوتوپ دوارونی لپاره . دنظامی عملیاتولپاره داډو اوکمین جوړول اوداسی نور.په لنډه توگه کولای شو ووایوچی سروی دمملکت په نظامی عملیاتو برسیره لاندی مهمی وظیفی اجراء کوی :

1 – دسروی رول دملی اقتصاد دپرمختگ لپاره .

2 – دسروی رول دعلمی تحقیقاتو لپاره .

 

 دسروی دپرمختگ مربوطه معلومات  

سروی یو له قدیم ترین علومو څخه ده چی دعلومو اوتخنیک دپرمختگ سره یوځای سروی هم پرمختگ کړی دئ . په مخکینیو وقتو کی دمصراوچین په مملکتونو کی دځمکو ویشنه داثابتوی چی سروی له پخوانیو علمو څخه ده .دنیل په وادئ کی داوبود لگونی سیستمونه دسروی دلرغونتوب شاهدی ورکوی .تقریبادمیلاد څخه دری پیړۍ مخکی چی هغه وخت ځمکه کره فرض شوی وه شعاع ئی معلومه شوی ده .

په 1609 م کال کی د گالیله په واسطه تلسکوپ کشف شوچی دسروی دکارونودقت یوپه دوه شو.

دنیوتن په واسطه دجهانی جاذبی دقانون په کشف سره چی ځمکه په خپل گرځیدونکی محور یوه فشرده گی لری اودیوی  گرځیدونکی الپسوئید شکل اختیاروی دوروستنیو تحقیقاتو په مرسته ثابت شوه .

 ---------------------------------------------------------------------------------------------

دوهم فصل

دځمکی دشکل اوقائم کوردینات په اړوند معلومات

دځمکی دشکل په اړوند معلومات :

دځمکی شکل دمادی جسم په حیث دهغه داخلی اوخارجی قوو په مرسته چی په هغه باندی عمل کوی تعینولای شو. که چیری ځمکه دیوقسم موادو (homogeneous ) نه جوړه شوی وای اوبی حرکته وای نوپدی صورت کی به دځمکی شکل دزراتو دکشکونی په اثرکروی وای اما لکه څرنگه چی معلومه ده ځمکه په خپل محورپه یوه معین سرعت گرځی نوپدی صورت کی دزراتودکشکونکواودمرکزڅخه د تښتیدونکو قواوو په اثریوه خمی رامنځ ته شوی نوځکه ئی گردۍ الپسوئید شکل ځانته اختیارکړۍ دۍ .

له پورتنیوتشریحاتو څخه دامعلومیږی چی ځمکه لاندی سطحی خپلوی :

الف – سویه سطح :

دځمکی هغه سطحه ده چی دهغه په ټولونقطو کی دعمودی(شاقولی ) خط استقامت (دمرکزڅخه دتښتیدونکو اوکشکوونکو قوو مجموعه ) نورمال (عمود ) وی . په لاندی شکل کی دځمکی سویه سطحه لیدلای شئ .

که دموادو تراکم دځمکی له سطحی څخه دمرکزپه طرف زیاتیږی بیا هم ځمکه دگرځیدونکی الپسوئید شکل خپلوی اما په یوه بله خمی .

څرنگه چی دځمکی په پورتنی قشرکی (تقریبا تر40 کیلومتره پوری ) دموادوتراکم په مختلفو ځایو کی مختلف دۍ نوپدی خاطردشاه قولی خط استقامت دنورمال حالت څخه دالپسوئید په لوری( دمتراکمو موادو دکتلی په لوری) کوږوالۍ (انحرا ف ) رامنځ ته کیږی  چی د ε زاویه تشکیلوی چی دشاه قولی خط دانحراف په نوم یادیږی اود(3-4 ) ثانیو پوری دۍ . په بعضو ځایوکی لس گونو ثانیو ته داانحراف رسیږی .

نوت : یوه ثانیه دځمکی پرمخ 31 متره فاصله کیږی .

دلته چی کومه سطحه منځ ته راځی دجیوئید په نوم یادیږی یعنی :

دځمکی جیوئید سطحه عبارت داوقیانوس اوبحرونودآرام حالت هغه سطحه ده چی په خیالی ډول دوچولاندی غځیدلی ده .

دجیوئید سطحی انحراف دگرځیدونکی الپسوئید څخه 100 متره دۍ .

دځمکی جیوئید شکل یو ناریاضیکی شکل دۍ اودمحاسباتو لپاره داسی الپسوئید انتخابوو چی دهغه انحراف په همغه منطقه اوجیوئید کی کم وی چی دی شکل ته (reference Ellipsoid ) وائی .

په افغانستان کی دریفرینس الپسوئید په حیث داسترلیائی ملی الپسوئید څخه استفاده کوی داځکه چی انحراف ئی کم دۍ .

الپسوئید نظرپه خمی او نیم لوی - کوچنی قطرتعینیږی  . داسترالیا دملی الپسوئید چی په افغانستان کی دهغه څخه استفاد کیږی دځمکی شعاع په میانه ډول 6371 متره تعینوی .

نیم لوی قطر

نیم کوچنۍ قطر

خمی

دځمکی په خارجی قشردداخلی اوخارجی قوو په نتیجه کی دهغه فزیکی سطحه رامنځ ته کیږی چی په لاندی شکل کی ئی لیدلای شئ .

 جغرافیائی کوردینات geographical coordinate  

 

مخکی لدی څخه چی طول البلد اوعرض البلد تعریف کړواول باید نصف النهار وپیژنو.

نصف النهار:

عبارت دهغه خط څخه دۍ چی دځمکی دسطحی دتقاطع اوهغه مستوی سره چی دراکړل شوی نقطی اوځمکی دگرځیدونکی محورڅخه تیریږی منځ ته راځی .

مدار:

عبارت دهغه خط څخه دۍ چی دځمکی دسطحی دتقاطع اوهغه مستوی چی دراکړل شوی نقطی څخه  تیریږی منځ ته راځی او په گرځیدونکی محور عمودوی .

داستواء خط :

هغه مستوی چی دځمکی له سطحی څخه تیریږی اودځمکی په گرځیدونکی محورعمود وی داستواء دمستوی په نوم یادیږی . اودهغه خط داستواء دخط په نوم یادیږی .

عرض البلد :

عبارت دهغه زاوئی څخه دۍ چی دشاقولی خط اواستواء دمستوی په منځ کی تشکیلیږی . عرض البلد

 د(0-90 ) درجی پوری شمال اوجنوب ته بدلون مومی چی دشمال اوجنوبی عرض البلدو په نوم یادیږی .

طول البلد :

هغه دوه مخیزه زاویه ده چی دمبداء دنصف النهار(دگرینویچ خط ) اوراکړل شوی نقطی دنصف النهارترمنځ تشکیلیږی او د(180-0 ) درجی دختیځ اولویدیځ په لوری بدلون مومی  اودختیځ اولویدیځ طول البلد په نوم یادیږی .

مطلقه ارتفاع :

عبارت دهغه فاصلی څخه ده چی راکړل شوی نقطه ئی دسوئی له سطحی(دبحرسطحه ) څخه لری . اودشاه قول خط په ادامه پرته وی .

ددیکارت قائم الزایه کوردینات :

دX محورپه نصف النهاراوY محور داستواء په خط منطبق دی اوڅلورحجری لری .

 

  

  

دگوس – کریوگر قائم الزاویه کوردینات :

په دغه کوردیناتو کی ځمکه دنصف النهاروپه واسطه د ۳او۶ درجو په واسطه داسی په قسمتونو ویشل کیژی چی دقسمتونو نمره بندی دگرینویچ له نصف النهارڅخه دختیځ په طرف ادامه ولری .

هرقسمت بیدون دشکل اوزاوئی له انحراف څخه جدا کیږی اوباید داسی رسم شی چی مابینی (محوری )

نصف النهار دمستقیم خط په شکل بیدون دانحراف څخه قرارولری (دفاصلی محورAbscissa Axial )

داستواء خط هم دمستقیم خط په شکل بیدون دانحراف څخه باید رسم شی چی د (Ordinate Axial  ) محور

په نوم هم یادیږی . ددغه دواړو تقاطع دمبداء په نوم یادیږی .

                                  

 

د X  او Y  دمحوراتو سره دتقاطع نقطی دکوردیناتی شبکی په نوم یادیږی . کچیری دشبکی دهرخط په مابین

 کی فاصله دیو یو کیلومترپه اندازه وی نودارنگه کوردینات دکیلومتری کوردیناتو په نوم یادیږی .

ددی لپاره چی دY قیمت په یوه قسمت (طرف ) کی منفی رانشی نو مبداء دY په محور500Km دلویدیځ  په

طرف نقلوو.

ددی لپاره چی دY قیمت په هرقسمت کی یوشان وی نودY دمحورپه کیڼ طرف کی دهغه نمره نویشته کوو.

دبیلگی په ډول دیوی نقطی د Yقیمت یوی    

 ----------------------------------------------------------------------------------------

انجنیر محمد حامد عمر