دانجنیرخلیل الله (مایار) ژوندليک
ځوان اوغښتلی انجنیرخلیل الله (مایار) دغزني دمقرله ولسوالۍ څخه دی ، پلاريې ښاغلی الحاج انجنیر لعلون هم دده په څیرله وتليوانجنیرانوڅخه دی ، نوموړی کابو ۲۶ کاله وړاندې دیادې ولسوالۍ (مقر) په والیخېل نومي کلي کې زېږېدلی دی .مقراوپه ځانګړې توګه والیخېل نومې سیمه ډیره یوه زړه راښکونکې اوعجیبه ښکلالري ، چې بیانول يې زماپه دغه دوه درې کرښوکې ناشوني برېښي.
هڅاند خلیل لومړنۍ زده کړې په خپله پلرنۍ مېنه مقر کې دشهیدمحمدالله په لومړني ښوونځي کې ترسره کړې خودفراغت دلومړۍ درجې بري پاڼه يې دسلطان شهاب الدین له عالي لېسې څخه ترلاسه کړ ه اوپه همدې کال يې سمدستي دکانکورپه ازموينه کې برخه واخيسته چې په پایله کې یې دکابل پوليتخنيک پوهنتون ساختماني پوهنځي ته بریالی شو.
نوموړي په یادپوهنتون کې خپلوزده کړو ته دوام ورکړ هلته يې هم دښوونځي په څېر اول نمره ګۍ ته څوک پرې نښودل اوبلاخره یې په کال ۱۳۸۸ کې له یاد پوهنتون څخه د سیول انجنیري په برخه کې د لیسانس سند خپل کړ چې د تحصیلي نمرو اوسط یې ۹۶ سلنه وه.
که څه هم زمونږ دواړو پوهنځي اوليلې بېلې وې یانې کومې اړیکې موسره نه درلودې خو دهغه دومره لیاقت چې دپوهنتون ګڼ شمیر استادان او محصلان يې حیران کړي وه ددې لامل شوچې زه یې هم وپېژنم ، مايې دتکړه توب اورېدلي وه خوداخلاقو اوکړو وړو په اړه مې مالومات نه درلودل خو کله چې ورسره آشناشوم له نیک سلوک او کړه وړوڅخه يې ډېرمتاثرشوم.
نوموړي د استادي له مقدسي دندې سره بیسارې مینه وه همدا لامل شو چې په عملې ډکر کې له څه مهال کار کولو وروسته بیرته خپل پوهنتون ته را وګرځید او اوس مهال د همدي پوهنتون د ساختماني پوهنځی د صنعتي او مدني ودانیو په څانګه کې د استادي مقدسه دنده پر مخ وړي.
دانجنیرخلیل په اړه که هرڅه ولیکل شي بیاهم لږدي مايې یوازې دلږپېژندې په موخه تاسې ته دغه څوکرښې وکښلې او نوموړي ته د څښتن تعالی له دربار څخه ګران هیواد ته د خدمت په لاره کې د ډیرو بریاوو غوښتونکی یم.
انجنیرجلال آشنا
میدان ښار
۵/تله/۱۳۹۱