سیول انجنیرِِي د انجنیري مسلک له بنسټیزو څانګو څخه ګڼل کیژي.چي د مختلفو مدني او صنعتي ودانیو او بناوو د مطالعي ،‌‌ډیزاین،سروي او پلي کیدلو دنده په غاړه لري.

مختلفي صنعتي او مدني ودانۍ،سړک،پل،د ریل پټلۍ،د اوبو ذخیري،د ساحي جیو تخنیکې او جیودیزکي سروي او نور د سیول انجنیري د بحث او څیړني اساسي ټکي تشکیلوي.

 


او یا هم په بل عبارت :

سیول انجنیري د انجنیري علم  له بنسټیزو څانګو څخه ګڼل کیږي چې د فزیکي قوانینو، ریاضیکې معادلو او میخانک (Theories of Mechanics)څخه په ګټه اخیستنې سره د بیلا بیلو مدنې ودانیو، بندونو ،پلونو، تونلونو،سړکونو او نورو ساختمانونو د  ډیزاین ،ساختمان او ساتنې دنده په غاړه لري

سیول انجنیران له موجوده منابعو ( لکه سرمایه،مواد ،بشري قوه او نورو ) څخه په ګټه اخیستنې سره زیار باسې چې ساختمانې پروژه په ټاکلې موده کې د لګښتونو کمښت، چاپیریال ساتني،او فزیکې زیانونو له منځه وړلو  په پام کې نیولو سره په ښه توګه بشپړه او ګټه اخیستنې ته وسپاري

سیول انجنیري د انجنیري علم تر نورو ټولو څانګو پخوانۍ،پراخه،ساده او مهمه څانګه ګڼل کيږي چې د همدي علم د مور په نامه پیژندل شویده.

Building

View Full Size Image

Building

View Full Size Image

 Bridge

View Full Size Image

Road

View Full Size Image

Railway