غوره ملګری
غوری ملګری هغه دی چې:
* دمجلس په اوږدو کې د الله جل جلاله یاد درکوي؛
* چې خبرو ته یې غوږ ونیسې، په پوهه او علم کې دي زیاتوالی راځي؛ اوــ
* چې اعمال یې وګورې، د وروستۍ ورځې یاد درکوي او د هغې دونیا ژوند ته دې متوجه کوی.
حضرت محمد صل الله علیه وسلم فرمایلي: " د ښه او بد مګلري بېلګه د دوه هغو کسانو ده چې یو یې مشک پلورونکي وي او دویم یې د اهنګر دم غوروي. لومړی کس خو به یا یو څه مشک درکړي، یا به یې درباندي وپلوري، که دا نه وي، نو لږ تر لږه له ښایسته او په زړه پوري بوی نه خو به خوند واخلې. د دویم کس به یا کالې در وسېځي، او یا به زړه خرابونکی/بد بوی درباندي ولوروي".
[متق علیه]
الله جل جلاله وایې چې: " په وروستې ورځ (قیامت) کې به ملګري یو د بل دښمنان وي، پرته له المتقون څخه ( هغوي چې تقوا لري)".
ویل کېږي چې یو ورځ ابوبکر رضی الله عنه او علي رضی الله عنه یو بل ته په لاره په مخه ورغلل، خو یو بل ته یې سلام تر سره نه کړ. په عربو کې کلتور داسې دی چې کشر هڅه کويی چې تر مشر وړاندي، مشر ته سلام واچوي. په دابله ورځ چې دوی سره مخامخ شول، ابوبکر له علي رضی الله عنهم څخه پوښتنه وکړه چې رانه خپه خو نه یې ( ځکه علي رضی الله عنه ورته سلام نه وو اچولی). علی رضی الله عنه په ځواب کې وویل چې ما تیره شپه خوب کې جنت کې یو شاندار محل ولید او پیدا مې کړه چې دا محل به د هغه مسلمان وي چې په بل مسلمان په سلام کې وړاندی والی غوره کوي، زه ځکه منتظر شوم چې تاسو پرما لومړي شئ. ابوبکر رضی الله عنه ورته په ځواب کې وویل چې ما هم ورته خوب لیدلی ؤ، زما انتظار بیا داؤ چې تاسو په سلام کې لومړی شئ!