اسلام علیکم...
د مسلمانانو پراخې مظاهرې یواځې یوه پایله لرلی شي: د دې فلم جوړونکي او لوبغاړي یې د شهرت لوړې پوړۍ ته ورسول. په حقیقت کې دا یو کمبودیجوي فلم ؤ، چې ممکن ډېرو کمو کسانو یې ننداره کړې وای، خو د مسلمانانو مظاهرو دې ته لاره هواره کړه چې میلیونونه خلک یې ننداره وکړي. په غرب کې مشهوره ده چې، که څان مشهوري، د مسلمانانو په ضد یو عمل تر سره کړه!! مجید انګلستان مېشت مسلمان د بې بې سې نړیوال سرویس له have your say پروګرام سره په خبرو کې وویل: (مسلمانانو ځانونو ته زیان واړاوه).
که رښتیا مسلمانان د خپلو حقوقو غوښتونکي وي، دوی ته په کار دي چې د علم او پوهې په لاس ته راوړلو، او خپلو هیوادونو کې د سالمو سیاستوالو په ټاکلو او سیاسي صحنې په جوړولو کې هڅې وکړي. بیا به موږ د دې جوګه یو چې خپل حق وغوښتلای شو. د دې فلم د بندولو ښه لاره خو داوه چې، اسلامي هیوادونو په ګډه د فلم د له مینځه وړلو رسمي غوښتنه کړې وای. له بده مرغه، نه خو داسې سیاستوال لرو، او نه همداسې سیاسي - اقتصادي -نظامي دریځ. نو ایا، پړه پخپله زموږ په غاړه نه ده. لا به تر څو د مظلو م پېښې کوو؟؟
درنښت