په تیر پسې...
د جګړو د مینځ مهال ازمیښت:
د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیل (۱۹۱۴) سره سم، د سروزرو ستندر له مینځه ولاړ. سره له دې چې جګړه په ۱۹۱۹ کال کې پای ته ورسېده خو نړۍ نه بېرته د سرو زرو ستندر ته وګرځېده او نه کوم بل نړیوال مالي سیستم رامینځته شو. له همدې امله د ادلون بدلون بیې په بې کچې توګه لاندې باندې شوې. د ۱۹۱۹ او ۱۹۲۴کلونو ترمینځ وټې یا د ادلون بدلون بیو په بې سارې توګه بې ثباته پاتې شوې. دې حالت ته د ځواب ویلو په موخه انګلستان په ۱۹۲۵ کال کې دپونډ ارزښت بېرته د سروزرو پر وړاندي و ټاکه. دا ارزښت د جګړې نه مخکې مهال هومره و ټاکل شو. انګلستان د سرو زرو په صادراتو باندې هغه بندیز هم ایسته کړ چې د جګړې به اوږدو کې یې لګولی ؤ. په دې توګه پونډ له سرو زرو سره د بدلون وړ شو. متحد ایالات وار له مخه په ۱۹۱۹ کال کې سرو زرو ته بېرته ستون شوی ؤ او نورو هېوادونو له انګستان څخه وروسته ګام واخیست او یو ځل بیا یې د سروزرو ستندرد کارنده کړ. خو نوي سیستم له پخواني هغه سره توپیر درلود. په دې سیستم کې لکه د پخوا په څېر پیسې له سروزرو سره تبادله کېدې خو ددې ترڅنګ پخپله بانکنوټونه هم په مخامخ توګه د راکړې ورکړي وړ ؤ. په دې توګه اوس یواځې سره زر د نړیوالې سپما په توګه نه کارېدل بلکه پونډ، ډالر او فرانسوي فرانک هغه نوټونه ول چې هېوادونو به په خزانه کې له سرو زرو سره تر خوا ساتل. په دې وخت کې نړۍ د یوه بل نااشنا حالت شاهده شوه. یو خوا د سروزرو ارزښت د جګړې نه مخکې مهال په کچه ؤ، بل خوا، د توکو بیې د جګړې له امله اسمان ته ختلې وې. دا هرڅه ددې لامل شوي ؤ چې نور نو سره زر د نړیوالې سوداګرې د ټولیز ارزښت خورا وړوکي سلنه جوړه کړي.
د جګړې له امله انګلستان اوس د پخوا په څېر د نړۍ یواځیني مالي مرکز نه ؤ، له انګستان څخه د سیالۍ په ډېرو ډګرونو کې متحد ایالات مخته شوی ؤ او فرانسه هم یو رابرسېره کېدونکی اقتصادي ځواک ؤ. د جګړو د ورانیو د بېرته رغولو په موخه انګستان خپل زیات شمېر بهرنۍ پانګونې راټولې کړې. د پونډ ارزښت له اندازې زیات لوړ شوی ؤ، انګلستان له کمښت سره مخ ؤ او د رکود په خوا مخ وړاندي روان ؤ. بل پلو فرانسوي فرانګ په ټیټ ارزښت باثباته شوی ؤ او فرانسه په یو ډېرښت لرونکې هیواد بدله شوې وه.
فرانسې غوښتل چې پاریس د نړیوال مالي مرکز په توګه رامینځته کړي. په همدې موخه په ۱۹۲۸ ز کال کې د یوه قانون له مخې فرانسې و غوښتل چې خپل ډېرښت د سروزرو په اخیستلو سره له مینځه یوسي. ددې قانون له مخې فرانسې نه شوای کولی خپل ډېرښت له سروزرو پرته په بل کوم نوټ باندي بدل کړي. د فرانسې دا هڅه ددې لامل شوه چې سره زر له انګلستان څخه په وتو شي. د فرانسې ددې هڅې پایله دا هم شوه چې بهرنۍ لنډ مهالې پیسې اوس د لندن پرځای پاریس او نیویارک ته ولاړې شې. خو خبره هغه وخت خرابه شوه چې کله پاریس دا هم وغوښتل چې له پخوا نه ساتل شوي پونډ ایسته کړي او پرځای یې سره زر وپېري. د فرانسې ددې هوډ په ځواب کې انګلستان د ۱۹۳۱ ز کال په سپتمبر کې د یوې پریکړې له مخې وویل چې نور نو پونډ له سرو زرو سره نه شي تبادله کېدای؛ دا کار ددې لامل شو چې د سروزرو د تبادلې سیستم له مینځه ولاړ شي( سره له دې چې متحدایالاتو د سرو زرو د تبادلې سیستم په ۱۹۳۳ ز کې پرېښود.).
سره له دې چې د فرانسې دا پریکړه چې غوښتل یې خپل وار له مخه زېرمه کړي پونډ هم په سرو زور واړوي ددې بهانه شوه چې د سروزرو تبادلې ستندر له مینځه ولاړ شي؛ خو ددې ستندرد د له مینځه تګ لوی لاملونه دا ول:
(۱) د اړین تعادل د رامینځته کیدلو لپاره د یوه مناسب میکانیزم نه شتون چې دولتونه یې دې اړ کول چې په لوی لاس د تعادل د رامینځته کولو هڅه وکړي؛
(۲) له لندن څخه نیویارک او پاریس ته په لویه کچه دپیسواو لنډ مهالې پانګې د مخې اوښتنه؛ اوــ
(۳) په اروپا او امریکا کې په شلمو او دیرشمو کلونو کې د لوی اقتصادي بحران رامینځته کېدل.
باید وویل شي چې په ورته حالاتو کې هرډول نړیوال پیسه ییز سیستم شونی ؤ چې له ناکامۍ سره مخامخ شوی وای.
له ۱۹۳۱ څخه تر ۱۹۳۶پوري د مالې او پیسه ییزي بې ثباتۍ مهال ؤ. په همدغو کلونو کې هېوادونو هڅه وکړه چې یو دبل پر ضد د خپلو پیسو ارزښت ټیټ کړي تر څو د بې روزګارۍ له غمه ځان خلاص کړي او همدارنګه خپل صادرات و هڅوي. د بیلګې په توګه، متحد ایالاتو د ډالر ارزښت د سرو زرو په وړاندي خورا ټیټ(د سرو زرو د یوه اونس بیه له ۲۰ ډالرو څخه ۳۵ ته زیاته شوه) وټاکه تر څو د صادراتو هڅونه وکړي. خو په ۱۹۳۶ کال کې د نړۍ د لویو بانکنوټونو ارزښت بیرته د ۱۹۳۰ کال ارزښت سره برابر شو خو توپیر داؤ چې اوس د سرو زرو زېرمه کونې له پخوا خپل ارزښت زیات کړی ؤ. هېوادونو هڅه کوله چې د کاغذي بهرنیو بانکنوټونو پرځای سره زر په خپلو خزانو کې زېرمه کړي. د هېوادونو په خزانو کې اوس د بهرنیو بانکوټونو زیاته برخه سروزرو نېولې وه. ددې کار یو لامل دا ؤ چې په همدغه مهال کې هېوادونو د خپلو پیسو بیې یو دبل پر ضد ښکته اچولې، ځکه خو په خزانو کې د بهرنیو بانکنوټونو ساتل ددې لامل کېدل چې د خزانو د پانګې ارزښت د بانکنوټونو د ارزښت په ټیټېدلو سره کم او بیا هم کم شي.
په همدغه مهال کې په هېوادونو په وارداتو باندي هم یو زیات شمېر محدودیتونه ولګول، تعرفې اسمان ته وختلې او پایله داشوه چې نړیواله سوداګري سم په نیمایې ودرېده. او بالاخره په ۱۹۳۹ ز کال کې لوی هېوادونو یوځل بیا په جګړو لاس پوري کړ او د دویمې نړیوالې جګړي اور په لمبو شو.
د nurkse په وینا؛ د جګړو د مینځ مهال حالات ددې څرګندوی دي چې د نړي مالې او پیسه ییز مارکیټ د بې ځایو منفې اوازو ښکار ؤ او همدارنګه په همدغه مهال د غیر ثابت ادلون بدلون سیستم هم بدمرغۍ وزېږولې. له همدې امله د دویمې نړیوالې جګړې یوه اړخ(متحدینو) له جګړې وروسته مهال د یوه داسې سیستم د رامینځته کولو هڅه وکړه چې نړیوال مالې سیستم ته ثبات وبښي او لږ تر لږه د اسعارو بیې او پرتلیز ارزښت په کابو کې وساتي(په دې اړه مالومات په راتلونکې برخه کې دي). دا انګېرنه هم کېږي چې د ۱۹۱۹ او ۱۹۲۴ کلونو ترمینځ د اسعارو د ارزښت بې کچې بې ثباتي لامل داؤ چې د هېوادونو لګښتونه د انډول وړ نه ول. له بله پلوه د جګړې نه وروسته بیارغونه له یوه هېواد نه بل ته توپېر درلود؛ ځکه خو د ادلون بدلون ثابت سیستم د رامینځته کېدلو شونتیا نه په سترګو کېده.
نوربیا...