د چاپېريال ساتنې د نړيوالي ورځي په مناسبت
نورمحمد سعيد
له لوى سړک نه يوه تنګه کوڅه جلا شوې ده او د ليسې له ديوال سره تر پايه پورې کږه وږه تللې ده. وروسته دا نرۍ كوڅه له يوې بلې لږ لويې کوڅې سره ګډيږي او لويه کوڅه په يوه ميدانګي کې پاى ته رسيږي. د ميدانګي يوه لورته د مردارو اوبو يو لويه كنده بهيږي، چې خلک يي كابل سيند بولي. په سيند كې د چرسيانو او پوډريانو بانډارونه ګهيځ او ماښام ليدل كيږي. د ښار د كچرې لويه برخه په همدې سيند كې ځاى په ځاى انبار انبار پرته ده. يوه ليكوال البته د دې سيند په اړه هم ليكلي دي، چې سوړ نسيم يي داسې راباندې ولګيد لكه......
د ميدانګي دواړو خواوو ته د نيم پخو او نيم كچه جوړو كورونو بې شېمره دروازې را پرې دي، چې د جونګړو دراوزې ويل به ورته زيات مناسب وي. له هرې دروازې نه د كور د فاضله اوبو د اخراج لپاره يو کوچنى لښتى راوتلى، چې لنډ ګنډ په همدې ميدانګي كې پاى ته رسيدلى دى. يو شمېر کورونه داسې هم دي، چې اوس يي مازې اثار پاتې دي، خو د تعمير طرز يي هندى دى. دروازې او کړکۍ يي له منقش لرګي جوړې دي چې اوس يي رنګ زيړ اوښتى دى. برنډې او بلۍ يي د چوبارو او باره دريانو په طرز جوړې دي. داسې معلو ميږي، چې يو وخت به داځاى د صاحب حيثيت خلكو د شاندارو کورونو مخه وه.
جنوب لور ته د حبيبيه ليسې ودانۍ ده، چې بيا رغول شوې ده. شمال ته به يي همدا کابل سيند بهيدۀ، چې هاغه وخت يي كه د بحرغوندې نسيم يي نه درلود، نو د اوس غوندې ډله ډله پوډريان او پلاستيكي كڅوړې به هم نه پكې ليدل كيدل. د سيند په غاړه د بابر بڼ دى، دا ځاى يوه جلا داستان لري، چې د كوه قاف د يوه رښتيني شهزاده كېسه ده. مغل امپراتور بابر د زنكندن پر مهال د هندوستان په اګره كې وصيت وكړ، چې ما په كابل كې د يوې غونډۍ په سر ښخ كړئ، په ګور مې چت مه جوړوئ، پرېږدي، چې د كابل د خواوشا له سارايي ګلونو سره لمس شوى باد مې د ګور په خاورو ولګيږي.
بابر همدلته خاورو ته وسپارل شو. د همدې ميدانګي شمال ته د يوې غونډۍ په سر يي د ګور خواوشاته ډېر ګلان وكرل شول، چې ډېره موده وروسته يو ځل بيا اغاخان فاونډېشن دغه باغ سمسور كړى دى، ونې دي ګلان دي، شنيلى دى، خو پاس د غونډۍ پر سر بې شمېر كورونه هم جوړ شوي دي، چې اوسېدونكي يي د څښاك اوبه په پلاستيكي بوشكو كې له لاندې نه خېژوي. د حيرانۍ خبره يي لا داده، چې مړي او ناروغان به څنګه لاندې كوزوي؟؟؟
كه سړى ووايي، چې پخوا كابل د اسيا له څو پاكو او ښاېسته ښارونو څخه يو بلل كيدۀ، نو دا به هسې د يوې اورېدلې خبرې تكرار وي، خو كه دا ووايي، چې اوس كابل د نړۍ له څو چټلو ښارونو څخه يو دى، نو دا به سپين رښتياوي. له بابربڼ نه نيولې تر كابل سيند پورې او بيا له حبيبيه ليسې نه واخله تر دارالامان پورې څه نا څه ګوتې هم په هر ځاى وهل شوې دي، خو حقيقت دادى، چې خپل پخواني حال ته په رسېدو به هم كابل ډېر كلونه وخت ونيسي.
كله چې څوك د كابل د حالت سمولو خبرې كوي، نو د سړي په ذهن كې په بيا بيا هغه متل ورګرځي چې وايي: اوښه غاړه دې كږه ده، ځواب يي وركړ: كوم ځاى مې سم دى؟
د كابل ښاروالۍ چارواكي مني، چې د ښار اويا سلنه برخه په غير منظم ډول په خپل سر جوړه شوې ده. كه د يوه ښار اويا سلنه برخه په غير قانوني توګه بې پلانه جوړه شوې وي، نو د هغه ښار د مسايلو كچه معلومول هم اسان كار دى.
په كابل كې د هوا مسير يو نه دى او له همدې امله اكثر وختونه پكې داسې دوړي باديږي، چې د سارايي توپان ګومان پرې كيږي، خو په دې سربېره هم په ښار كې د دروند صنعت نېشتوالى د دې سبب دى، چې له نري باران وروسته يي تر ډېره وخته پورې فضا پاكه وي.
د ځمكي په سر د كثافت د ډېروالي له امله البته تر ډېره حده پورې تر ځمكه لاندې د اوبو حالت هم ښه نه دى. په ټول ښار كې په ډېره سخته سره پاكي اوبه موندل كيږي. د دې ستونزې حل د ښار په خواوشا كې د اوبو د يوۀ لوى بند او يا څو كوچنيو بندونو په جوړولو كې دى، خو دې كار ته تر اوسه پورې پام نه دى اوښتى. دلته البته اوس هم داسې دوديزې خبرې كيږي، چې د چاپېريال په وړاندې ناسم چلند، خلك له ډېرو ستونزو سره مخ كړي دي او دا چې د چاپېريال د ساتنې لپاره بايد اوږد مهاله ستراتيژيك پلانونه په پام كې ونيول شي.
له ښار نه د ډېرانونو بهر ته اېستل، پريمانه ونې او شنېلى كرل او د بې كيفيته تيلو د استعمال مخنيوى هغه اسان كارونه دي چې كه د ښار ظاهري بڼه نه شي بدلولاى، نو د چاپېريال د ككړتيا مخه يي نيولاى شي، چې يو ځل بيا يو بهرنى سيلاني كابل د لاجوردي اسمان ښار وبولي او يوه بله فولكلوريكه سندره د چا له خولې ووځي، چې تر كابل كښته پورته څه شينكي باغونه دي....