د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو ځنې علتونه (عبدالله وردک)
دریمه برخه - انګلستان - دسمبر - ۲۰۱۷
ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي چې تاسې ټول روغ او جوړ وی.
ګرانو لوستونکو! زه غواړم چې دغه نقطه په ښه توګه واضح کړم چې دغه لیکنه زما شخصي نظر دی، او دغه په هېڅ صورت کې ددې معنٰی نلري، چې هغه به حتمي د منلو وړ او د نیمګړتیاوو څخه به خالي وي. نه، داسې نده، او دغه یو نظر دی، چې زه یې د ستاسي حضور ته په ډېره درناوۍ وړاندې کوم.
په اوسني وخت کې هر مسلمان په دغه فکر کې غرق تللی وي، چې ولې هغه مسلمانان چې یو وخت د ژوند په ټولو برخو کې مخکښ وو، اوس په نړۍ کې له ډېرو خلکو څخه وروسته پاته دي؟ هر څوک په دغه برخه کې ډول ډول نظر وړاندې کوي. زه هم خپل نظر په لاندې ډول سره ګرانو لوستونکو ته وړاندې کوم.
زما په شخصي نظر سره د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو یو بل مهم علت د قدرمنو خویندو د استعداد څخه پوره ګټه نه اخستل دي. په بل عبارت په اوسنۍ اسلامي نړی کې د قدرمنو خویندو له پوهې، مهارت، او استعداد څخه په هغه اندازه چې لازمه ده، ګټه نه اخستل کیږي. یعنې په اوسنۍ اسلامي نړۍ کې نیږدې نیمایي انساني قوت بې علمه او بې اغیزې پاته شوی دی. زما په فکر سره ښځې د نارینوو څخه د ژوندانه په ډېرو کارو کې ډېرې اغېزمنې واقع کېدای شي. د مثال په توګه د نجونو د تعلیم او تربیې د پاره ښځینه معلمه تر نارینه معلم څخه ډېره ګټوره تمامېدی شي. د نجونو ستونزې د ښځینه معلمې پواسطه ښې درک او حل کېدای شي، نو مونږه مسلمانانو ته لازمه ده چې ښې تکړه مسلمانې او لایقې معلمې ولرو. همدارنګه، ښځینه ډاکترانو ته ډېر ضرورت دی. یوه ډاکتره، د ښځینه ناروغانو د پاره، تر نارینه ډاکتر، ډېر خدمت کولی شي. هېره د نوي چې دغه ټول کارونه د نجونو تعلیم او پوهې ته ضرورت لري، یعنې، نجونې باید د هلکانو په شان درس او تعلیم وکړي.
زه غواړم چې دغې نقطې ته په واضح توګه اشاره وکړم چې د یوې ښځې د پاره د هغې اسلامیت تر ټولو شیانو د زیات اهمیت وړ دی. یوه ښځه باید تر ټولو د مخه یوه ښه تکړه مسلمانه، او وروسته بیا ښه تکړه معلمه، ښه تکړه ډاکتره، ښه تکړه مور، او ښه تکړه مېرمن وي.
د دې هدف د لاسته راوړلو د پاره باید د نجونو تعلیم ته د اسلام په رڼا کې زیاته پاملرنه وشي. دغه خبره خو باالکل د منلو وړ ده چې هغه حقوق چې ښځو ته په اسلام کې ورکړل شوي دي، هغه په بل هېڅ انساني نظام کې ندي ورکړل شوي، لېکن خبره داده چې مونږه مسلمانانو د دوی د برحقه حقونو څخه دوی ته څومره ورکړي دي؟ ځنو مسلمانانو له خپلو لوڼو او مېرمنو سره لکه چې په اسلام کې ورته سپارښتنه شویده، هغه شانته معامله نده ورسره کړې. په دغه برخه کې ځنې مسلمانان، کم راغلي او ګنهګار دي، او دوی باید له الله(ج) څخه بښنه وغواړي، او هم د خپلو لوڼو او مېرمنو په وړاندې په صداقت سره اعتراف وکړي، چې دوی لکه چې لازمه ده، په هغه شان د دوی حقونه، په خاص ډول د تعلیم په برخه کې ندي پرځای کړي.
دا منو چې په افغانستان کې نیږدې ۴۰ کاله په بې وسه او بېګناه خلکو بې رحمانه بمونه اورېږي، او هلته حتٰی د هلکانو تعلیم هم ګډوډ او نیمګړی پاته شو، او زمونږه زیاتره ځوانان د تعلیم څخه باالکل محرومه پاته شول، او نیږدې ټول ځوان نسل له تعلیم څخه بې برخې پاته شو، اما، امید لرو چې ان شاءالله د الله(ج) په فضل سره به هغه صلحه چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي، په افغانستان او ټوله نړۍ کې قایمه شي، نو باید خپل ذهن او ځان د علم د حاصلولو د پاره برابر کړو. په یاد ولری، چې هېڅکله بېګانه خلک نه غواړي چې افغانان تعلیم ته مخه کړي، خصوصاً د نجونو تعلیم ته، او دوی غواړي چې افغانان په هر قېمت له تعلیم څخه لرې وساتي.

د پام وړ تکي:
۱- مونږه ټول باید دغه حقیقت ته غاړه کېږدو، چې مسلمانانو د خپلو لوڼو، خویندو، او مېرمنو اسلامي او عصري تعلیم ته چې څرنګه لازمه وه، په هغه توګه پاملرنه نده کړې. په دغه نیمګړتیا سره مونږه د اسلامي نړۍ نیږدې نیمایي نفوس فلج او له لازم فعالیت څخه بې برخې کړیدی. یعنې د اسلامي نړۍ د بدن نیمایي برخه په صحیح توګه کار نکوي. نو راځئ چې ټول یو ځل بیا له الله(ج) سره دغه تعهد نوی کړو، چې مونږه ټول مسلمانان به د خپلو کورنیو ښځینه غړو ته د اسلام په رڼا کې په ترتیب سره د اسلامي او عصري تعلیم زمینه برابروو، او په دغه برخه کې به ټولې ستونزې له لارې لرې کوو، او هم به د دوی له علمي استعدادونو څخه په مناسبو برخو کې په صحیح توګه د اسلام په رڼا کې ګټه اخلو. که چېرې ان شاءالله په دغه کار کې کامیاب شولو، نو په یقیني ډول سره به د مونږه د اوسنیو کورنیو د ستونزو زیاته برخه په صحیح توګه حل او فصل شوې وي. د یادولو وړ ده هغه مور چې په اسلامى او عصري علومو پوره پوه وي، هغه د خپل مېړه په نسبت خپلې کورنۍ ته زیات خدمت کولی شي، په خاصه توګه د اولادو د تعلیم او تربیي په برخه کې.
۲- یوه مسلمانه ښځه، هر وخت دغه آرزو لري، چې د ښځینه ډاکترې پواسطه معاینه او تداوي شي، او دغه آرزو، د ولادت په وخت کې باالکل په اشد ضرورت بدلیږي. همدارنګه، که د یوې ښځې د مېړه څخه پوښتنه وشي، او ورته وویل شي، چې له دغو دوه حالتونو څخه یو حالت انتخاب کړه چې، د ولادت په وخت کې، د خپلې مېرمنې د پاره ښځینه یا نارینه ډاکتر غواړې؟ ځواب واضح دی، چې ټول به ښځینه ډاکتره وغواړي. نو که چېرې، مونږه په خپلو لوڼو د اسلام په رڼا کې درس نه وایو، نو دغه خو بیا باالکل ناممکن کار دی، چې ښځینه ډاکترانې او معلمانې ولرو.
۳- ګرانې لوڼې، خویندې، او مېرمنې هم باید د درس او تعلیم تر نامه لاندې داسې کارونه ونکړي، چې بیا نو هر څه په صفر کې ضرب کړي. قدرمنې لوڼې، خویندې، او مېرمنې په ریښتیا سره د اسلام په رڼا کې درس ووایي. دوی باید په اسلامي شرایطو برابر حجاب واغوندي، او د حجاب د اغوستلو په اصلي مفهوم ښه پوه وي. لوڼې، او خویندې باید له خپلو پلرونو، او وروڼو، سره پدغه برخه کې کمک وکړي، او هغه مجبور نکړي، چې د ځنو دلایلو په خاطر د هغوی د تعلیم مخه ونیسي.
۴- په اسلامي شراىٔطو برابره خور، د خپل دین د پاره، په ډېره آسانۍ په ښه توګه تبلیغ کولی شي. یعنې، د هغې اسلامي لباس، او اسلامي رویه، پخپله د تبلیغ سبب ګرځي، او دغه خور د نورو خویندو د پاره د ښې بېلګې په ډول کار ورکوي. دغه په اسلامي شرایطو برابرې خویندې په غیر اسلامي ملکونو کې ډېرې اغېزمنې واقع کېدای شي. نن سبا، اسلام ته هر چا تبرګی نیولی، او هغه له یوې خواه او بلې خواه کوښښ کوي چې اسلام زخمي او بد قواره کړي، نو مونږه ته لازمه ده چې د خپلو اعمالو پذریعه هغه زخمونه بېرته پټۍ کړو. زمونږه اعمال باید د مونږه د هویت د معرفي کېدو سبب وګرزي.
۵- د دغو ټولو پورتنیو شیانو د عملي کولو د پاره مناسب چاپېریال پکار دی، چې تر ټولو مهم یې امنیت دی. که امنیت نه وي، نو بیا دغه آرزو، په یوه غیر عملي آرزو بدلېږي، نو مونږه افغانان، با عزته صلحې ته له هر چا څخه زیات ضرورت لرو، او د باعزته صلحې په راوستلو کې باید هر ورور او هره خور، نه ستړې کېدونکې هلې، ځلې وکړي.
په پای کې یو ځل بیا زه د عاجزۍ دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم او دعا کوم چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې هغه شانته صلح قایمه شي چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین. په ډېره درناوۍ.
عبدالله وردک

زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com