نزار القباني- ليكوال نورمحمد سعيد

 
 


نزارتوفيق  القباني د سوريې د هېواد وتلى شاعر، خپرندوى او ديپلومات و. د سوريې په مركز دمشق كې د تجارانو په يوه كورنۍ كې وزيږېد. تره  يي ابوخليل قباني د عربي نړۍ له وتليو ډرامه ليكوالو څخه يو و. نزار په دمشق پوهنتون كې حقوق ولوستل،  په ۱۹۴۵ كال له نوموړي پوهنتون څخه فارغ او د خپل هېواد د بهرنيو چارو وزارت  په ديپلوماتيك هيئت كې شامل شو.

 

 په مصر، تركي، لبنان، برېتانيه، چين او هسپانيه كې يي د خپل هېواد لپاره د قونصل او يا كلتوري اتاشه   په توګه خدمت وكړ.  په ۱۹۶۶ كال كې يي له دندې استعفى وكړه  او د ګاونډي هېواد لبنان مركز بېروت ته ولاړ،  هلته يي د منشورات نزار قباني په نوم نشراتي موسسه پرانېستله.

 


 لومړۍ شعري ټولګه يي د قالت لي السمرا( تورې راته وويل) په نوم په ۱۹۴۲ م ز كال چاپ شوه.  هغه وخت پخپله د نزار عمر ايله ۱۹ كاله و  او د پوهنتون زده كونكى و. دا يي  د بې ساري پرمختګ او ورځ تر بلې ډېرېدونكي محبوبيت په لور لومړى ګام و.

 

 په لومړي سر كې يي د شعرونو بڼه خالصه عشقيه وه، خو وروسته د نزار په شعرونو كې د عربانو په ټولنيز ژوند، سياست او انساني كرامت او ازادۍ ته په نه درناوي  كلكې نيوكې وينو.  د شعر ژبه يي ساده او روانه ده. تر ډېره حده يي  شعرونه په داسې ژبه ليكلي دي، چې د ده د هېواد خلك پرې په ورځني ژوند كې خبرې كوي.

 

 

نزار پنځلس كلن و، چې  مشرې  خور يي  ځان وواژه، وجه يي داوه، چې  نه يي  غوښتل له يوه داسې سړي سره واده وكړي، چې بد يي اېسيد. دې پېښې له ذهني پلوه  په  نزار  ډېر بد اثر وكړ. وايي د هغې د مړينې په مراسيمو كې يي پرېكړه كړې وه، چې ټول عمر به د هغو ناوړه دودونو په ضد مبارزه كوي، چې د ده د خور د مړينې سبب شوي  وو. له دې وروسته د عمر تر پايه پورې د ده په شعر كې په يوه نا يوه ډول د هغو ښځو د احساس تصوير وينو، چې د دوديزو ټولنو تر بنديزونو لاندې ژوند كوي.

 

 

 د نزار لومړۍ څلور شعري ټولګې د ښځو د ښاېست له تعريفونو ډكې دي، خو وروسته يي بيا تر ډېره پورې  په ليكنو كې ښځينه احساس را څرګند شو او د ښځو لپاره يي په ټولنه كې د زيات خپلواك رول غوښتنه كوله.

 

 د نزار يو نظم  ( د ماتې په كتاب حاشيوي ياداشتونه۱۹۶۷  ) له اسرائيلو سره په جګړه كې د عرب مشرتابه په بې كفايته رول يوه سخته نيوكه ده.  حبيبتې - ۱۹۶۱  او الرسم بى الكلمات -  ۱۹۶۶ يي د نژدې شلو شعري ټولګو څخه تر ټولو زيات د خلكو د خوښي وړ ټولګې بلل كيږي.

 

د نزار دويمه مېرمن يوه عراقۍ ښوونكې وه، چې بلقيس الراوى نوميده. د لبنان په كورنۍ جګړه كې  بلقيس د بيروت په عراقي سفارت باندې د چريكانو  په يوه بمي بريد كې ووژل شوه. نزار دې پېښي  دومره  خواشينى كړ، چې په بلقيس نومي نظم كې يي د هغې د وژلو پړه په ټوله عربي نړۍ واچوله.  بېروت يي پرېښود او د لندن، پاريس او ژنيو ترمنځ به ته راته.

 

 

 

نزار په 1997 كال سخت رنځور شو. د روغتون په كټ پروت و او د ۱۹۹۸ م ز كال د اپريل په ۳۰ مه يي له  مړيني مخكې  داسې وصيت  وليكه( ما په د مشق كې ښخ كړئ، په هغه مهد كې، چې ماته يي شاعري رازده كړه، تخليق يي رازده كړ او ياسميني الفبا يي هم  راوبخښله).

 

همداسې وشو، نزار قباني د دمشق په تاريخي هدېره (باب الصغير) كې د لكونو مينه والو د اوښكو په بدرګه خاور ته وسپارل شو او  په ټوله عربي نړۍ كې يي تر ډېرو پورې د وير ټغر خپور و.