د اوبو په سر ګرځنده كتابتون هندوستان ته ورسيد. دا كتابتون د كتابونو او كار كونكو د شمېر له كبله په نړۍ كې بې ساري بلل كيږي.
په يوه ستره بيړۍ كې جوړ شوى دغه كتابتون د تيرو دېرشو كلونو په اوږدو كې دريم ځل د هندوستان د اندهراپردېش ساحل ته ورسيد.
په كتابتون كې د راز راز موضوعاتو په باب بې شمېره كتابونه د مطالعې لپاره ايښي دي. په دې كتابتون كې د ۴۰ هېوادونو څخه نژدې ۴۰۰ تنه خپل خوښي كاركونكي هم شپه او ورځ د مطالعه كونكو خدمت كوي.
د اګست د مياشتې تر يولسمې پورې به دغه په كتابونو بار بيړۍ د هندوستان په ساحل ولاړه وي، د مطالعې شوقيان او سيلانيان به يي نندارې ته ورځي.
زموږ د ښارونو په باب خو ډېر پخوا يوه بهرني سيلاني د ټوكې په توګه ويلي و، چې په كابل كې د پسه غوښه او زاړه انګليسي ناولونه په يوه غرفه كې خر څيږي.
كه ډېره مبالغه ځينې لرې كړو، نو زموږ د دانش لالا له كتابتونه او يو څو نورو پرته، چې نوي كتابونه چاپوي او خرڅوي يي، زاړه كتابونه اوس هم په دې ښار كې د پاركونو په ديوالونو، د سړك خوا ته په كوچنيو غرفو او يا داسې نورو ځايونو كې د خرڅ لپاره اېښي دي .
كاش، افغانستان هم د هند غوندې ساحلونه درلوداى، چې د اوبو په سر ګرځنده كتابتون ورته راتلاى او كه دا نه كيږي نو بيا كاش دكتابونو افغان مينانو دومره وس درلوداى، چې ځان يي د نړۍ په هر ګوټ كې كتاب ته رسولاى شواى.