ليكوال: نورمحمد سعيد

 

 

د كيسه ويلو، اوريدلو تاريخ هم د بشر له تاريخ سره سم له مختلفو پړاوونو راتېر شوى او تر نن پورې رارسيدلى دى. د پيل په اړه يي هم ويل كيږي، چې د بشر د تاريخ لومړيو ورځو ته رسيږي.



د نولسمي پيړۍ په لومړيو كې لويدېځوالو د نورو علومو او هنرونو په څېر كيسې ته هم نوې بڼه وركړه. امريكايي شاعر او ليكوال ادګار الن پو او روسى نكولاى واسيلي يوويچ ګوګول د نن د لنډې كيسې لپاره د كالب، بڼې او اډانې لومړني طراحان بلل كيږي.



دلته زموږ خوا ته لنډه كيسه په لويدېځ كې له خپل پيداېښت نه نژدې يوه پيړۍ وروسته د هندوستان له لارې راغله. د شلمي پيړۍ د پيل په كلونو كې هندي ليكوالو منشي پريم چند او سجاد حیدر یلدرم په نوې بڼه كې د لنډو كېسو ليكلو ته مټې ونغښتي. د منشي پريم چند، بړې ګهر كې بيټې( د لويې كورنۍ لور) د اردو ژبي لومړنۍ لنډه كيسه بلل كيږي، چې په ۱۹۱۰ كې وليكل شوه.



له دې سره په ورته وخت كې ارواښاد سيد راحت زاخيلي صيب د (شليدلې پڼه) تر سر ليك لاندې پښتو لنډه كيسه وليكله . كه څه هم د نورو ډېرو مسئلو په څېر له بده مرغه په دې اړه هم ټول پښتانه ليكوال اومحقيقين يوه خوله نه دي، چې استاد زاخيلي لومړى كونډه جينۍ نومي لنډه كېسه ليكلې او كه شليدلې پڼه، خو له ارواښاد قلندر مومند نه پرته، چې وايي لړم پېرنګى د پښتو لومړنى لنډه كېسه ليكوال دى، نور نژدې ټول محقيقن استاد سيد راحت زاخيلي د پښتو لنډې كيسې لومړنى ليكوال بولي.



د كوڼدې نجلۍ او شليدلې پڼې تر منځ د لومړيتوب په هكله د يو شمېر پښتنو محقيقينو ټكنيتوب د ښاغلي ډاكټر زبير حسرت له يوې څېړنيزې مقالې(د راحت زاخېلي شلېدلې پڼه تکل کۀ افسانه؟) نه هم څرګنديږي، چې پكې د نامتو ليكوالو او محقيقينو اجمل خټك، ايوب صابر، پروفېسر ډاکټر محمد اعظم اعظم او اسير منګل په ليكنو كې د شليدلې پڼې د ليك او چاپ په اړه د ضد او نقيص نيټو د ليكلو يادونه شوې ده.



. ډېر څېړونكي بيا د نامتو محقق ارواښاد سيد تقويم الحق كاكا خېل په وينا باوري دي، چې وايي، شليدلې پڼه په ۱۹۰۸ كال كې ليكل شوې ده. ويل كيږي، چې كاكا خيل صيب د هغه وخت د پښتو آثارو په خپل كرونولوژيك لړ ليك كې هم دا كيسه د ١٩٠٨ كال په چاپي آثارو كې شمېرلې ده. مخقيقين وايي، چې ارواښاد كاكا خيل په خپل دې لړ ليك كې د هغو اثارو نومونه راوړي دي، چې په خپلو سترګو يي ليدلي دي، ځكه نو په همدې بنسټ ويل كيږي، چې شليدلې پڼه به هم كاكا خيل صيب په چاپي بڼه كې ليدلي وي. محقيقين په همدې د ليل بيا د پښتو لنډه كيسه د منشي پريم چند له اردو هغې هم مشره بولي .



په دې سربېره كه څه هم ديوه نوي ژانر په توګه ناول د ژباړي له لاري پښتو ادب ته په ۱۹۰۴ م كال راغى، چې ميا محمد يوسف کاکاخيل د د ډپټي نذير احمد (( توبته النصوح )) نومي ناول پښتو كړ، خو له دې سره تر څنګ پخپله په پښتو كې ليكل شوى(( ماه رخ يا نتيجه عشق)) لومړى ناول دى، چې د دې د تخليق د نوښت وياړ هم د استاد زاخيلي په برخه شو.



ارواښاد زاخيلي په اردو ژبه هم د ’ستارۂ زمین په نوم يو ناول وليكه. د (( نتيجه عشق)) په اړه پوهنمل بريالى باجوړى(( په كوزه پښتونخوا كې ناول ليكنه)) نومي څېړنيزه مقاله كې د پښتانه ليکوال د مولف هميش خليل صيب د يوه قول يادونه كوي، چې د استاد زاخيلي د ژوند او اثارو د ذكر په لړ كې وايي: (( په کال نولس سوه لسم ،نولسوه يوولسم کې يې دافغان اخبارسره سره دکتابونوکتابت هم کولوهمدغه موده کې يې دپښتوناول (( نتيجه عشق )) هم ليکلى و. ويلى شي چې د ناول شهرت دافغانستان بادشاه اميرحبيب الله خان پورې هم ورسيدو بادشاه دى کابل ته اوغوښتوولې دى لاړنه شو))



استاد سيد راحت زاخيلي بيا وروسته د ((راحت افسانې )) په نوم د خپلو لنډو كېسو ټولګه هم چاپ كړه. استاد زاخيلي ژورناليست و او د ايډيټر په توګه يي افغان نومي اونيزه چلوله. له دې سره تر څنګ ډېر ښه خوشنويس هم و، چې د دې هنر په اړه يي هم د ’’قو اعد خوش خطی په نوم يو كتاب وليكه.



همدا راز استاد زاخيلي د فلسفي شاعر علامه اقبال شاهكار نظم شكوه جواب شكوه او د هغه د بانګ درا بشپړ كتاب پښتو كړل او په ۱۹۲۲م کال کې یې د سعدي ګلستان هم پښتو ته واړاوه.



ستړى مه شې او فرنټير ايډوكيټ نومي مجله او اخبار هم زاخيلي صيب اجرا كړل، چې ستړى مه شې مجله په ۱۹۳۰م كال د وخت انګريزي حكومت بنده كړه. د دې له بنديدلو ورسته استاد زاخيلي دشهباز ورځپاڼې د پښتو برخي د مسول په توګه هم څه موده كار وكړ.

د پښتو ژبي لومړنى كيسه، ناول او ادبي ټوټه ليكونكى دغه نوښتګر اديب په خپل هنر دومره برلاسى و، چې ان لومړنۍ ليكل شوې لنډه كيسه يي هم داسې نه ښكاري، چې يو چا نوي ژانر ته مخه كړې ده، بلكې داسې معلوميږي لكه ارواښاد زاخيلي، چې له مودو مودو ليكلو وروسته يوه كېسه ليكلې وي.



له نورو ژبو نه پښتو ته د استاد زاخيلي د ژباړو د فصاحت او بلاغت په اړه حمزه بابا وايي:(د بلې ژبې نه نثر په نثر او نظم په نظم په پښتو کې لکه چې راحت صاحب ترجمه کوي داسې بل ځوی پښتني دنیا لا نه دی پیدا کړی).



محقق ډاكټرعبداللطيف ياد طالبي په خپل كتاب( پښتني قبيلې) كې د استاد بينوا او پخپله د استاد زاخيلي له قوله د ده د نسب او ټاټوبي په اړه داسې معلومات راكوي.

((د افغانستان نامتو ليكوال استاد عبدالروف بېنوا هم د پېښور نوښار كي د زاخيل په نامه د يوه كلي نوم اخيستى دى او زياته كړې يې ده، چي د پښتو، فارسي، عربي او اردو ژبو مشهور ليكوال او شاعر راحت زاخيلي په دغه كلي كي زېږېدلى دى، خو پخپله ارواښاد راحت د پېښور د نوښار په سيمه كي د زاخيلو درې كلي ښودلى دى.




هانري جارج راورټي د نوښار د زاخيل كلى د ازي خيل په نامه يادوي، خو د هندوستان د جغرافيي ټولني د دغه كلي نوم زاخيل ليكلى دى، ارواښاد راحت زاخيلي هم كښلي دي چي د نوښار په سيمه كي د زاخان باجوړي درې زامنو درې كلي ودان كړي دي چي درې سره د زاخيلو په نامه يادېږي.



د نوښار د زاخيلو كلى له پېښور ښار څخه شمال ته لږ مايل ختيځ لور ته واقع دى او د مشهور شاعر او ليكوال راحت د ټاټوبي په پرتله يې د پښتنو په ادبي حلقو كي خاص شهرت په برخه دى، ارواښاد راحت زاخيلي په څلورو ژبو پښتو، فارسي، عربي او اردو كي د شپږ ويشتو تاليفاتو او ترجمو څښتن دى))

دغه نوښتګر ليكوال، شاعر اوژورناليست، چې د خپل وخت سيالو ليكوالو به افغاني اقبال باله د پښتونخوا د نوښار سيمي په زاخيل كلي كې په ۱۸۸۴م كال د سید فریح لله كره وزيږېد او له ۷۹ كاله ژوند وروسته د ۱۹۶۳ م كال د مئ د مياشتې په ۲۹ مه نيټه په پېښور كې ومړ. روح دي ښاد وي.