ويل كيږي هغه څوك، چې د تورو ويوكو او جملو په قدر وپوهيږي دهغه لپاره ليكل اړين شي. دا جلا بحث دى، چې د هر چا د اظهار طرز او څرنګوالى د انسانانو د فكرونو په څېر له يوه بل نه جلا وي. زمان، مكان او ذهني ليوالتيا په دې لړ كې مهم رول لري، ځكه خو ځيني داسې انګيري، چې خيال مهم دى او د نورو ذهن ته د خپل خيال لېږد نور هم مهم كار، خو ځيني بيا د تورو او جملو ترتيب او ښكلا ته ډېر اهميت وركوي. دوى داسې دليل وړاندې كوي، چې تر هغې، چې خيال د ښاېستوكو لفظونو په زېور ښاېسته نه شي، ممكن په اوسني شور ماشور كې د چا توجه ځانته نه كړي. د همدې دليل په بنسټ دا خبره كيږي، چې ښه شاعران ښه نثر هم ليكلاى شي، ځكه دوئ له تورو نه د ويوكو مرغلرې او له دې مرغلرو نه د جملو هار او سنګار ښه جوړولاى شي. د پښتنو ليكوالو په بانډارونو كې اوس په نثر او دهغه په څرنګوالي ډېر بحثونه كيږي. ډېرى نوي ليكوال خوږ او روان نثر خوښوي. ان دوى په دې پسي هم چندان سر نه ګرځوي، چې ليكوال يې  څوك دى. د دې كار يو ممكنه سبب دا كيداى شي، چې اوس د يوه لوستونكي په توګه هم له هر چا سره د انتخاب وړتيا شته. دې هر څه ته په كتو بايد موږ نه يوازې د لوستونكي په توګه بلكه د ليكوال په توګه هم ځان د دې جوګه ثابت كړو، چې خپل لوستونكى  ته په شعوري توګه ډاډ وركولاى شو. غوره خيال، مناسب ويوكي، د نورو په وړاندې په معقول انداز خپله خبره كول د دې تضمين كوي، چې له ډېر شور ماشور سره مو هم خلك خبره واوري او د فن كلام مقصد هم دادى، چې انسانان د نورو تر ذهنونو پورې خپل خيالات رسول غواړي. 

                                        ليك: نورمحمد سعيد