زړه کېسه او نوې کېسه

ليکوال: نورمحمد سعيد

د تاریخ په پاڼو کې له ويړو پرتو کېسو نه یوه کېسه په داسې ډول ده، چې وايي په فرانسه کې یو ښار و، چې ورسايي یې باله. په دې ښار کې یوه ورځ بې شمېره وږي، تږي لوڅ لغړ، خلک راټول شوي وو او له چارواکو نه یې غوښتل، چې نور نو د دوئ د صبر کاسه ډکه شوې ده او باید د خوړو او څښاک غم یې وشي او که نه حکومت باید خپله شړۍ ونغاړي. چارواکو د دې په ځای، چې د خلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي له یوه بل نه دا پوښتنې کولې، چې دا بدرنګ خلک له کومه راپيدا شوي دي او باید په څه توګه له دې ځایه ورک شي. یوه وزير، چې نومن نومیده، د يو چا د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د دغو خلکو د لوږې او بې وزلي د ختمولو په خاطر باید څه وشي، وویل: ((فرانسه له وښو ډکه ده، خلک ولې واښه نه خوري؟))
 خلک بدې ورځې په سر اخستي وو، د نومن سلا یې ونه منله. نو بله خوا حکومت هم په خپله بې حسي کې تر غاړې خښ و، چې په پای کې د ۱۷۸۹م کال د جولایی د میاشتې په څوارلسمه نيټه دغه وږي تږي خلک د ورسايي په ماڼیو وروختل، سره او سپین نازولي چارواکې یې یو یو له تودو بسترو را ايستل او مرۍ یې ور پرې کولې. نومن هم په ګوتو ورغی، ډېر واښه یې راټول کړه، په خوله کې یې ور واچول او په دار یې ځوړند کړ.
اوس، چې سړی د کابل نویو، رنګینو او په لویو لویو سیمټي دیوالونو کې کلابند و قصرونو ته ګوري او یا په دغو ماڼیو کې مېشت سره سپین خلک وینئ، چې له خپل محل سره په خوا کی په خټینو کورونو کې آباد خلک ورته حشرات ښکاري، نو خدای خبر ولې سړي ته د فرانسې په ښار، ورسايي کې دوه سوه شل کاله پخوا پېښه شوې کیسه ور په یاده شي. کله، چې سړی د دې ښار په واټونو داسې زرګونه خلک ووینئ، چې د غاښونو د پاکولو کریم ګرد سره پېژني نه او بیا د ټلوېزيون په پرده کې د اختر په شپه په یوه عصري سوپر مارکیټ کې د ولاړو ښځو او نارینه وو خبرې واوري، چې د اختر په کالو او د سینګار په سامانونو د یو لک نه واخله تر یو نیم لک افغانیو د لګښت حال وایي، نو خدایزده ولې د فرانسې د هغه وخت د وزېر نومن نالیدلی څېره د سړي تر سترګو سترګو کیږي او داسي برېښي لکه دا چې د نن د کابل د نازولو خبرې نه وې بلکه سړی د نومن پیغورونه په خپلو غوږو اوري.
کله چې سړی د ژمي په یخني کې د لوی او لامده سړک په وچ منځ کې په څېرې بُرقه کې ناسته سپین سرې ښځه ووینئ، چې سوال ته یې لاس اوږد کړی وي او په څنګ کې یې د یو لکو ډالرو په موټرو کې ناست سره او سپین خلک، چې د موټرو تودې بخارۍ یې چالانې وي او د بدن د حرارت د نورمال ساتلو لپاره له انرژي ډرنک نه یو یو غوړپ کوي، د موټرو له ټایرونو نه په سوالګره بوډۍ خټې وربادوي او په غور کې تېرېږي وګوري او یا هم د کابل د ودونو په قصرونو کې هغه پرېمانه خواړه وینئ، چې لږ لږ یې د واده ګډون کوونکې ځینی ور واخلي او نور د کچرې ډېرانونو ته غورځول کیږی او بیا د روژې په ماښام د کابل په یوه جونګړه کې د مېشتې کونډې په لاس کې هغه لوښی وویني، چې د لسو یولسو کورونو له دروازو ټکولو نه وروسته ېې ایله دومره خواړه په کې راټول کړي وي، چې یو بچی یې په مړه خېټه وخوري، نو نه پوهېږم ولې د انسان د دماغ په پرده د فرانسې د ورسایې د نالېدلي ښار دوه سوه او شل کاله زاړه انځورونه  تیت شي. خدای خبر سړی ولې په دې فکر کې ډوب شي، چې که دا تضاد، نه کتنه او بې حسي دغسې ورځ په ورځ کاواکه کېږي او بیا کومه ورځ له افغاني غچ اخستنې سره مخ شي، نو څه به کیږي؟ په ورسایې کې خو انقلاب راغلی و. خو دلته اوس انقلابونو په نوم اورېدو هم د خلکو بد راځي.
هو! کوم انقلاب، چې پاتې دی، هغه د لیونتوب انقلاب دی او خدای مه کړه، چې خبره تر دې ځایه ولاړه شي. ځکه د لیونتوب انقلاب بیا داسې دی، چې د هیچا ګټې هم په کې خوندي نه وي، بس د سرې اور دی، وچ او لامده ګډ سوځي.