د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې د دسمبر په ۱۸مه نیټه د ویتنام د عامه امنیت وزارت او د اندونیزیا د ملي پولیسو ترمنځ د دواړو هیوادونو د امنیتي وضعیت او همدارنګه په سیمه کې د جرمونو د مخنیوي لپاره امنیتي غونډه ترسره شوه.

د غونډې په لومړیو کې د اندونیزیا د ملي پولیسو مشر جنرال سیاف الدین د ویتنام د عامه امنیت وزارت پلاوي ته هرکلی ووایه.

نوموړي همداراز د دواړو هیوادونو اوږدمهاله دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو ته اشاره وکړه او هغه یې په سیمه کې د جرمونو په مخنیوي کې اړین وبلل او له ویتنامي پلاوي څخه یې وغوښتل ترڅو له اندونیزیايي پولیسو سره په راتلونکي کې د امنیتي ګواښونو سره د مبارزې په خاطر له دې هم پیاوړي همکاري ولري.

په غونډه کې د ویتنام د عامه امنیت وزارت مرستیال وزیر (ګوان سن) د سیمې د امنیتي ټیکاو لپاره د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

نوموړي وویل چې د نشه يي توکو قاچاق، انساني قاچاق، د سايبر ضد جرمونو او داسې نورو مافیايي جرمونو سره د مبارزې لپاره چمتو دی ترڅو د دواړو هيوادونو هڅې لا پسې پیاوړې کړي.