غزل
عجب لاروي یو مونږه ډېرې لارې غوڅې کړلې
څه مطمینې مو دوېرې لارې غوڅـــــــــــې کړلې
مونږ درڼا کوڅې ته تلونکې لاره ورکه کــــــړله
په ژوبلو پښو مو ښې بې شمېرې لارې غوڅې کړلې
دوی پکې خپل هدف پیدا کړ پر ځای ودریدل
خو مونږ له حد او کچې تېرې لارې غوڅې کړلې
مونږه یې پریښوو هغوی بېرته شول ستانه راڅخه
چاچې یو ځل راته برسېرې لارې غوڅې کـــړلې
خود به کامیاب وي چاچې خپله لاره وپیژنده
ناکام هغه دي چاچې غېرې لارې غوڅې کـــړلې
فیاضه! ستون شه لار خطا ده ګني ځان به ورک کړې
ځان دې په هوش کړه دادې چېرې لارې غوڅې کړلې
غلام رباني فیاض العین