قطعه
چې لــرې له مزاجــــه یې ده میـــنه تښـــــتیدلې
دا ځـــکه مې رګــــونو کې ده وینـــه تښــــتیدلې
ښکاریږي چې میرې به ورته غاښ وي بیا چیچلي
پرون خوتکه سره وه خو نن سپــيــنــه تـښـــتیـدلې
غزل
څوک چې پښتون وي په ریښتیا دپښتو قدر کوي
کور ته راغلي ددرنو میلمنو قــدر کـــــوي
دانو دلیل دکمفهمۍ نه دی نورڅه کیدی شـــي
څوک چې له خپله ځانه زیات دپردوقدرکوي
په یارانه کې که ترې مات شي بیایې باک نه ګڼي
ګني نو پیغلې خو والله دبنـــګــړو قدر کــوي
دومره د ســــتا هـــرې ادا قـــدرپرما لازم دی
څومــره چې شــېخ دجاینمازاو تسپو قــدر کوي
پکې سکون یې دژوندون دڅو شېبو لــېـدلــــی
ځـــکه رنــدان د زهرجنو اوبــــــو قــدر کـــوي
فیاضه ! بیایې د وریښمینوجامو خیال وسـاتــه
څوک چې د ستا ددې شـلیدلې جــامو قــدر کـوي
غلام رباني فیاض