خپله حافظه قوي كړئ

 

ايا ښه حافظه كوم ورثوي سبب له ځانه سره لري؟

 د هېرېدنې علت يې څه دى....؟

 هغه كومې خبرې دي چې د هغوې په مراعات كولو سره حافظه قوي کېږي...؟

هغه خلك چې ښه حافظه نه لري، نو هرڅه يې ژرله ياده وځي او د نورو په وړاندې شرمنده کېږي، ډېرى خلک دا ګومان كوي، چې همداسې رالوى شوي او نه شي كولاى خپله حافظه ښه او قوي كړي. مګر بايد پوه شوو، چې د حافظې ښه او قوي كول د يوه ساده فرمول په كار اچول دي اوبس.

 هېڅوک دنيا ته له قوي او يا کمزورې حافظې سره نه راځي، بلكې د ژوند حالات دي، چې يو د قوي حافظې او بل د كمزورې حافظې خاوند ګرځوي او له بل لوري موږ هر يو كولاى شوو د خپلې خوښې حافظه ولرو او چې څنګه وغواړو هغه قوي كړو.

 

حافظه د اروا پېژندونكيو له نظره:

دا چې حافظه او هېرېدنه د انسان له اروايي حالت سره نېغې اړيكي لري نو له همدې امله د حافظې په اړه د ارواپېژند ونكيو نظر راخلم. راځئ چې په دقت سره ولولو ترڅو دا موضوع ښه روښانه شي.

ځينې ارواپوهانو د حافظې په اړه كتابونه ډېره موده وړاندې ليکلي دي خو په دې اړه له هر چا څخه د فرويد ( Sigmund Freud ) مطالعه زياته ده(۱) او هغه په دې عقيده دی، چې عشق او علاقه د قوي حافظې لپاره اساس او بنياد تشكيلوي. هغه خلك چې يو نوم يا كومه موضوع يې له ياده وځي په باور سره هغه کس له نوموړي نوم يا موضوع څخه نفرت لري، کېداى شي نفرت يې ډېرې ژورې ريښې ولري، چې له امله يې نوموړى نوم يا موضوع بېخي له ياده وځي.

فرويد د دې موضوع د روښانتيا لپاره يو ژوندى مثال وړاندې كوي. هغه وايې: يوه ورځ مې له يوه ملګري سره د يوې موضو ع په اړه تود بحث درلود، زما ملګري ويل، چې په هغه سيمه كې اوسېدونكى ډاكټر درې مېلمستونونه لري، خو ما يې مخالفت كاوه، چې نه هغه دوه مېلمستونونه لري. له ډېر بحث څخه وروسته جوته شوه چې رښتيا هم هغه ډاكټر د دريو مېلمستونونو لري. ما هلته درې كاله تېر كړي وو، خو دا چې هغه ډاكټر زما ډېر بد اېسېده نو له ما څخه يې هر څه له ياده وتي وو.

د پورتني مثال په وړاندې كولو سره فرويد زياتوي: هر وخت چې د يو كس نوم د چا له ياده وتى وي او يا د چا راغلي ليك ته ځواب نه وركوي، دا د هغه كس په مقابل كې د نوموړي كس د نفرت د څرګندولو نښه ده.

 

له عاطفې او احساساتو سره د حافظې اړيكي

د انسان حافظه له احساساتو سره نېغ اړيكي لري. د مثال په توګه داسې ځوان نه پېدا کېږي، چې د واده جشن يې له ياده وتى وي او يا دا چې د هېچا به هغه لومړنۍ اداره، چې د كار كولو زمينه يې ورته برابره کړې له ياده نه وي وتلي او داسې ډېرې نورې پېښې.

يو ځوان د واده كالي خياط ته د ګنډلو لپاره وركړي وو. خياط ورځ ورته په ګوته كړه، چې راشه او كالي دې يوسه. هغه ورځ د ځوان له ياده وتې وه. وروسته معلومه شوه، چې ځوان له واده خوشاله نه و، واده ورته په خوښه نه و شوى، له دې امله يې هغه نېټه له ياده وتې وه.

 

 

 

 

 

 

 

 

 


۱ ١- - Sigmund Freud۱۸۵۶-۱۹۳۹ په اطريش كې زېږېدلی اودارواپوهنې دپلار په نامه نړيواله پېژندل شوي څېره ده چې دارواپوهني په هكله يې ډېرې ګټورې ليكنې كړې دي.