روحي فشار

په خپل ذهن كې يوه لويه كارخانه انځور كړئ، چې ټول ماشين الات يې د برېښنا د جريان په واسطه كار ترسره كوي، اوس كه د نوموړې دستګا د برېښنا په جريان كې څه خرابی رامنځته شي، ماشينونه به كله تېز او كله ورو كار كوي او كله خو به بېخي له كاره لوېږي، ماشينونه به بې ځايه ضايع کېږي او له منځه به ځي. کېداى شي له كاره ولوېږي او د كار پايله په زيان تمامه شي.

د انسان بدن كاملا د پورته ذکرشوې دستګاه په څېر کار کوي، د كارخانې د برېښنا دنده اعصاب ترسره کوي، د بدن غړ ي د كارخانې د ماشين الاتو په څېر دي، چې په ځانګړې توګه دندې ترسره كوي. په اعصابو كې هر ډول بې نظمي او اختلال د بدن د غړيو په كار او فعاليت نېغه اغېزه لري، ځكه چې بدن په ټوليزه توګه د اعصابو تر کنټرول او نظارت لاندې دى.

نن ورځ دا ثابته شوې ده، چې د اعصابو سلسله نه شي كولاى د نوي پېر د ژوند دا دروند بار په ښه توګه وزغمي او ترسره يې كړي. زموږ اعصاب ا ماده نه دي، چې د اوسني انسان ټولې غوښتنې او هيلې ومني او ځان ورسره عادت كړي، خو له نېکه مرغه، چې عصبي نيمګړتياوې په يو وارسره په انسان كې نه څرګندېږي، يعنې په ناڅاپې ډول د بدن غړي له كاره نه غورزوى بلكې په تدريج سره په بدن كې څرګندېږي او په ډېره كراره د ستړيا او ناتوانۍ په شكل څرګندېږي او ناروغه کس په زړه، معده او ټول بدن كې د ناراحتۍ احساس كوي.

 

روحي فشار

 

 

-٤٢-

 

انسان بايد په داسې وخت كې ځانته كلكه توجه وکړي او خپل ژوند داسې برابر كړي، چې تعادل او د کارونو ترمنځ همغږي منځته راشي او د بدن روغتيا ته څه تاوان ونه رسېږي. کله چې په زړه، معده او د بدن په نورو غړيو كې دغه ناراحتي احساس كړي د ځان په فكر كې شي او د لازمې تداوۍ، استراحت او چكر وهلو په واسطه نوموړې ستونزې حلوي.

عصبي ستړيا ته په علم الطب كې ( Neurasthenie )او عمومي ستړيا او د بدن كمزوري ته (Asthenie ) وايي. عصبي ستړيا كه هر څومرهپياوړې وي د انسان په ظاهري بڼه كې كوم تغير نه رامنځته کوي، ځكه خو دا ناروغان د خيالي ناروغانو په نوم يادېږي. کېداى شي عصبي ناروغۍ د عفوني ناروغيو په پرتله څو چنده خطرناكه وي لكه د روماتېزم او داسې نورو ناروغيو په پرتله. د عصبي ستړيا په ناروغۍ كې ستونزه د ناروغۍ د ځاى پېژندنه ده.

هغه كسان چې په روحي فشار اخته دي يعنې په ژوند كې ډېر مړاوي، زړه ماتې او له هر څه نه ناراضه او خپه وي، کېداى شي دا ناروغان هم د نوراستينيك ناروغانو په ډله كې وشمېرو.

بايد دارنګه ناروغانو ته ورزده كړو، چې څنګه ژوند وكړي او د هغوى ټول كارونه بايد د عقل او اصولو له مخې صحيح وي. زه كوښښ كوم چې تاسو ته داسې ټكي په ګوته كړم خو په اوسنۍ نړۍ كې ژوند داسې غبرګ شوى دی، چې اعصابو ته د هېڅ ډول راحت ورکولو وخت نه پېدا کېږي او تل په روحي فشار او اندېښنه كې اوسېږو او بلاخره بايد ووايم چې موږ ټول په نوراستنيك ناروغۍ اخته يو.

مخـتلـف ډولـه دردونـه- د بدن هرغړى او هره برخه کېداى شي، چې د روحي فشار تر اغېز لاندې راشي، يعنې نوراستني شي. ځينې دردونه له نورو دردونو سره يوځاى کېږي او د نوموړو دردونو تكرار رامنځته كوي. نشم کولاى چې د نوموړو دردونو جوړ لړليک تاسو ته وړاندې كړم، ځكه دا دردونه زيات او يو له بله نه تفكيك کېږي.

ځينې عصبي دردونه روښانه اوښكاره وي اود تشخيص وړ وي. خو ځينې يې كاملا پټ وي او له تشخيص نه هم پټ پاتې کېږي. د دردونو په تشخيص كې بايد ډېر دقت وشي، د مثال په ډول کېداى شي د ناروغ هر غړى پرې اخته وي، په داسې حال كې چې نوموړي غړي به بل هېڅ تکليف ونه لري او د درد سرچينه به له اعصابو څخه وي. په داسې حالت كې د نوموړيو غړيو تداوي ناروغ ته هېڅ ګټه نه رسوي چې د ناروغ عصبي ستړيا له منځه لاړه نه شي.

ډاكټر بايد د نورو معايناتو تر څنګ د ناروغ د ژوند كولو طرز هم په نظر كې ونيسي، چې د ناروغ تداوي په ښه توګه وكړاى شي.

په روحي فشار اخته ناروغان په لومړۍ درجه كې له ستړيا څخه زيات شكايت لري. دا ناروغان له سهار ه تر ماښامه پورې ستړي وي، جسمي كارونو او په تېره بيا دماغي كارونو ته يې هېڅ ډډه نه لګېږي. د نوموړو ناروغانو ماغزه د ستړي شويو عضلاتو په څېر وي. دا ستړيا د سهار په وخت کې له خوب نه د راپورته کېدو په وخت كې محسوسېږي. له خوبه راپاڅېدل او د خوب له ځايه پورته کېدل دوى ته ډېر ستونزمن تمامېږي، يوازې د ورځې په منځ كې يې حالت لږ څه ښه وي.

دا چې دا كسان په ځان كې د ستړيا احساس لري، نو له ډېر كار كولو څخه زياته وېره لري او ډېروخت دسندلۍ په سر او يا د خوب په ځاى كې ويده پاتې کېږي. كه چېرته د دې ناروغانو حالت د کم وخت لپاره لږ څه ښه شي نو د ناروغۍ د بېرته راګرځېدو له ويرې له خپل كار سره علاقه نه ښيي، خو كه په دې حالت كې يې لږ څه هم كار ته ډډه ووهله او ځان يې په كار بوخت كړ، کېداى شي تلپاتې روغتيا ومومي او خپل عادي ژوند ته بېرته وګرځي.

له پورته تشريح نه بايد پوه شوو، چې نوراستنيك ناروغان خيالي ناروغان نه دي او د هغوى ستړيا د فكروخيال له امله نه ده پېدا شوې، دا ډله ناروغان زياتې توجه او مراقبت ته اړتيا لري. دا څه ډول امكان لري کوم بدن چې ډېر وخت يې په ستړيا كې تېر كړى وي، يو ځل بيا په كار وګومارل شي.

 

-٤٤-

 

روحي فشار

 

 

 دا د حيرانتيا وړ خبره نه ده، چې دا ناروغان د مختلفو غړيو په دردونو اخته کېږي، ځكه چې د دوى اعصاب په بې نظمۍ اخته وي او د دوى حسي اعصاب حقيقت نه بلكې څه چې يې مخې ته راځي ډېر سخت څرګندوي او د اعصابو مركز هغه په کوم ډول چې ورته لېږل شوي درك كوي. د مثال په توګه كه ستاسو د بدن يوه وړه برخه په اور وسوځي، د سوځېدنې په اړه ژرترژره حسي اعصاب مغزو ته خبر وركوي، د نوموړي خبر په انعكاس كې تاسو د درد احساس كوئ، خو ځينې وخت داسې دردونه مغزو ته انتقال کېږي، چې هېڅ حقيقت نه لري، يوازې د احساس له مخې دا دردونه موجود وي، چې بلاخره ماغزه متاثره او خپه کېږي. نوراستنيك دردونه له غير حقيقي دردونو سره مشابه وي او دا ناروغان د مختلفو غړيو له دردونو څخه شكايت كوي لكه له مختلفو عضلاتي دردونو او تشنجاتو څخه، چې په معده، سينه او د بدن داسې نورو برخو كې منځته راځي.

سـردرد: سردرد له مهمو نښو څخه ګڼل کېږي، چې ناروغ له نيم سري او يا هم د ټول سردرد او يا دروندوالي څخه شكايت كوي، په داسې شكل لكه سر چې د يوې اوسپنيزې خولۍ تر اغېز لاندې وي، ډېر وخت يې په تندي او يا د سر په وروستۍ برخه فشار واردېږي.

دا سردردي د سهارله وخته پېل کېږي او له خوراك وروسته ښه کېږي او د ستړيا په حالاتو كې بېرته رامنځته کېږي، همدارنګه د عصبانيت او اندېښنې په حالاتو كې رامنځته کېږي.

د غـاړي او ستـون فـقرات دردونـه: دا دردونه يوازې په نوراستينك كسانو كې نه بلكې په نورو ناروغانو كې هم ليدل کېږي خو په نوراستينك ناروغانو كې د غاړې په وروستنۍ برخه کې زيات وي، چې د څېرې كولو او سوري كولو په څېر درد وي. زيات درد د غوږونو او ژامې خواته سرايت كوي، درد د ستون فقرات په اخري برخه كې د عجز او عصص د هډوكو (د ستون فقرات د هډوكنې سلسلې اخري هډوكى په دې نومونو نومول شوي دي) په شاوخوا كې ناروغ د ناراحتۍ او درد احساس كوي.

نوراستنيك ناروغان ښه خوب نه لري، کېداى شي هېڅ خوب هم ونه لري او د خوب په اوږدو كې بدبد خوبونه ويني او د شپې له مخې په خوب كې د خپسې احساس کوي.

زړه- د اعصابو خستګي امكان لري د تعادل مركز ته زيان ورسوي او اخته شوی کس په خپلو كارونو كې بې زړه او ډارن کړي. د مثال په توګه نوموړى ناروغ کس تل د لوېدلو په وېره كې وي، په شپو شپو نه شي كولاى، چې يوازې بهر ووځي، د ورځې له مخې له يوې كوڅې څخه د تېرېدلو په وخت كې د موټر له وهلو څخه ډارېږي، دا حالت په نوراستينك ناروغانو كې ډېر روښانه وي، چې په علمي توګه دې ډول ناروغۍ ته ( Agoraphobie ) وايي.[1]

دا كسان بې له کوم سببه د زړه له ټكان څخه ځورېږي، د سينې په قفس كې له درد او فشار څخه شكايت كوي او له دې امله ډېر زيات په وېره كې وي، چې چېرته خو به د زړه په انجينا مبتلا نه وي. دا ټولې نښې د مركزي سيستم د تعادل له خرابوالي څخه رامنځته کېږي، چې په زړه كې ظاهرېږي. د تعادل خرابوالى د وينې د فشار د پورته کېدو، د بدن د ګرم والي او د پښو او لاسونو د يخوالي لامل ګرځي، چې دا ټول د وينې د جريان د اختلال په پايله كې رامنځته کېږي.په حقيقت كې دا کومه عضوي ناروغۍ نه ده، په معايناتو كې هرڅه ښه او عادي ښكاري، ناروغ كس د زړه په كومې ناورغۍ نه دى مبتلا شوى، بلکې دا كس ستړى او عصبي مزاجه دى.دا كسان ډېره ښه اشتيا هم نه لري او كه زياته ډوډۍ وخوري نود دروندوالي او د ګېډي د پړسوب احساس كوي، کېداى شي په نس ناستې اخته وي، خوكه د معدې، ګېډې او كلمو معاينات ترسره شي نو ناروغ به بلكل روغ رمټ وي، نوموړي غړي به پخپل كار كې سست شوي وي خو كومه عضوي ضايعه نه لري.

 يخوالى اود جنسي قوي كمزوري: په داسې ناروغانو كې د جنسي اړيكو په اړه ډېر اختلالات ليدل کېږي، چې د عمومي ستړيا په پايله كې د بدن دې برخې ته هم صدمه رسېږي او په دې ناروغانو كې جنسي ميلان كمېږي. كه جنسي عمل ته نژدې شي ډېر ژر ورڅخه ستړى کېږي او په سردرد اخته کېږي. په ښځو كې د بدن يخوالى د نوراستينكي ناروغۍ يوه نښه ګڼل کېږي. د ښځو مياشتني حالت کې اختلال راپېدا کېږي او كله خو بېخي له منځه ځي.

 

-٤٦-

 

روحي فشار

 

 

په اخر كې يو ځل بيا دا خبره تکراروم، چې جسم او اروا دواړه يو له بل سره نيږدې اړيكي لري،له يوې خوا ناروغه کېدل د بلې خوا د ناروغېو سبب ګرځي. په اخره كې د اروايي ناروغيو ډېر اختلالات په جسم كې ليدل کېږي. د بدن فعاليت، وړتيا او اراده كمزورې کېږي، ناروغ شخص دا ټولې نښې محسوسوي خو د هغه قرباني او شهامت كمېږي. ورځ په ورځ دا حالت شدت اختياروي او د ناورغ شخص حافظه ورسره كمېږي، حتى امكان لري چې په ډېرو ناوړو عصبي ناروغيو اخته شي او يا په اخره كې ناروغ لېونى شي.

دا ټولې ناروغۍ د انسان د اعصابو په ماشين د زيات بوج له امله منځته راځي. په روانه يويشتمه پېړۍ كې غواړو د يو ماشين په څېر كار وكړو او له دې امله ستړي او ستومانه كېږو، او له همدې امله په بېلابېلو ناروغيو اخته كېږو. مخكې مو دا خبره وکړه، چې ژوند بايد په معتدله توګه پرمخ لاړ شي،چې له ناروغيو څخه مخنيوى وشي.هره ورځ بايد وګرځو، سياحت او تفريح وكړو، په لازمه اندازه خوب او استراحت وكړو او خپل اعصاب يو څه ارامه وساتو.

مسـتعـد كـسان: چا ته چې له پلار او يا مور نه نور استينيک ناروغۍ په ميراث پاتې کېږي، په اسانه په دې ناروغۍ اخته کېږي، لكه څنګه چې د نقرص او يا د وينې د فشار ناروغۍ په ميراثي ډول په ډېرو خلكو كې رامنځته کېږي، داسې کسان دې ناروغۍ ته ډېر مستعد بلل کېږي. دا ډله خلك د ژوند له پېل څخه ډېر زيات عصبي او نارامه وي او په ډېره وړه خبره خپل عصبي تعادل له لاسه وركوي.

 ښځې او سړي د جسمي او دماغي كارونو له نظره يو رنګ نه وي، خو افراط يا زياتوالى په هر كار كې دوى ستړي كوي، په ځانګړې توګه كه دا ناروغۍ څو ځله تكرارشي. د ناروغۍ په رامنځته کېدو كې د كار او مسووليت بڼه ډېر ستر رول لري، دارنګه غم، غوسه، ستونزې، علاقه او داسې نور زيات اسباب د ستړيا د ژر ظاهرېدو سبب ګرځي، دا په هغو كسانو كې ډېر ليدل کېږي، چې له دماغ او فكر څخه د كارونو په اجرا كې ډېر كار اخلي، لكه سياستمداران، پوهان، ليكوال او داسې نور په نوراستنيک ناروغيو اخته کېږي او دې ناروغۍ ته ډېر مستعد كسان شمېرل کېږي.

ډېره اندېښنه او ناڅاپې پېښې لكه د دوستانو مرګ، ناهيليتوب او دې ته ورته خپګانونه د دې ناروغۍ سبب ګرځي. همدارنګه د الكولو څښل او د نورو نشه يي توکېو استعمالول اعصاب مسموم او نوراستنيك ناروغۍ ته مستعد كوي.

درمـلـنه: روحي فشار لرونکې او نوراستينك ناروغان بايد خپله د ناروغۍ په درملنه لاس پورې كړي.

لكه څنكه چې مو پورته يادونه وكړه، ستاسو غړي له معايناتو سره سره سالم او روغ رمټ دي او خپله د ژوند په تېرولو كې يو عاقلانه بدلون راولي.

 تر ټولو دمخه ستاسو شاوخوا بايد داسې كسان وي، چې تاسو ناراحت او په تنګ نه كړي. دويم داچې د چاپېريال او د مكان تغير ډېر لازم دى، د درياب غاړې او يا نورو ښارونو ته كډه وكړئ. په طبابت كې د دې ناروغيو د درملنې ډېرې لارې شته خو د چاپېريال له بدلولو، سفرونو او استراحت څخه يوه هم موثره نه شي واقع کېداى.

څو لازمې اوګټورې لارښوونې په لاندې توګه دي:

۱- پوره خوب وكړئ: خوب بېهوده او بې ځايه نه دى، هره ورځ بايد كافي خوب وكړئ (له اتو څخه تر لسو ساعتونو پورې ورځنى خوب حتمي دى).

۲- ډېر خوراک مه کوئ: ډېر خوراك په ځيګر، كلمو، ګردو او بالاخره د بدن په ټولو غړيو بد اغېز کوي. كوښښ وكړئ چې له درانده خوراك څخه پرهيز وکړئ او ژر هضمېدونكي خواړه وخورئ.

۳- تفريح وكړئ: تفريح د خوب او غذا په شان تاسو ته لازمه ده.

۴- وروسته له غرمې خوب وكړئ ترڅوموله بدنه د نيمې ورځې ستړيا ووځي.

 

روحي فشار تاسو په عذابوي

 

 

-٤٨-

 

۶- په هېڅ كار كې افراط مه كوئ.

۷- د هر ډول نشه يي توکېو له استعمال څخه لاس واخلي.

په پای كې بايد ووايم، چې دا پورته ټولې خبرې او لارښوونې د اسلام په مقدس دين كې شته، دا لارښوونې څوارلس سوه كاله دمخه رسول اكرم صلى الله عليه وسلم د نړۍ اوسېدونکېو ته كړې، نو د اسلام مبارک دين او اسلامي عقيده د دې لارښوونو په عملي كولو كې ستررول لوبوي.

 


١- Agoraphobia اګروديوناني کلمې څخه اخستل شوې چې د ميدان مانا ورکوي. اواګروفوبيا هغه اروايې ناروغۍ ده چې پدي ناروغۍ اخته كس له خلاصوميدانونواودځمكې په سر د جوړشويو ودانيو څخه وېرېږي اوپه پايله كې له نړۍ څخه په انزوااولري والي كې ارامي اوراحت محسوسوي.