ځانمرګی

طــنز                                                                            

اشرف خان خيرنه لنګۍ په سر او شليدلى واسکټ يې په خيرينوجامو اغوستى و او د موټرونو داډې پر لور  په منډه روان و . اوږده اوږده  قدمونه يې  داسې  اخيستل،  چې ته به وايې دچا تر تعقيب  لاندې  وي.

.منور له شاه غږونه  پسې  کول،  خواشرف خان لکه چې کوڼ شوى وي مخ په وړاندې په منډه منډه روان و، اخر منور په منډه ځان ور ورساوه. داشرف  خان په  اوږه يې لاس کيښود .

منور: ډاکټرصاحب  چېرته   داسې  په منډوروان يې اوداڅه  درباندې  شوي دي ، تاخو ويل چې  چېرته  رييس مقرر شوى يې؟

اشرف خان منور د سړک د غاړې له ګڼې ګوڼې څخه اړخ ته کړو اوبيا يې  د قسم ورکولو ورسته ورته وويل، چې:

_  رئيس خوپه ريښتيا مقررشوى يم اوسبا ته په  ولايت کې د رييس په توګه معرفي کېږم.  نن په دې ناوخته کې بايد ځان ولايت ته  ورسوم.

منور :  ټوکې مکوه ، پدا ناوخته اوبيا  په داسې  بدحالت کې او دا د ماشومانود مکتب بکسه کې څه دي؟

اشرف خان: دا مې نوې جامې او نوى واسکټ او ځينې  نورضروري شيان دي .

منور: نو بيا دا دومره خرابې جامې او دا ګدايګر دې ولې له ځانه جوړکړى دى؟

اشرف خان:تاته خوامنيتي حالات معلوم دي،  چې څومره خراب دي اوبيا ناوخته هم دى،  کېداى شي ماښام ولايت ته ورسېږم ،  داسې  نه چې په لاره کې مې څوک وپيژني او له سوال ځواب مخکې راڅخه د بوسو خوسى جوړکړي.

اشرف خان له منوره ځان په دې  خبره  خلاص کړو، چې سبا مې په ملي تلويزيون  ګوره  او د موټرو داډې پر لور وخوځېده.داډې ډنډه مار په زوره نارې وهلې:

_ يوه سوارلي ، شاهي سوارلي ترولايته  !!!!

اشرف خان  ورنژدې  شو،  چې يوه سوارلي خو زه يم، ډنډه مار د سراچه موټر ډاله خلاصه کړه اوپه اشرف خان يې غږ وکړ، چې د پاچا غوندې  پخ ړې  پالنګ کېنه،  د نن ورځې اخري موټر دى او بل به بيا ګهيځ روانېږي.

اشرف خان هم لکه دسلطان محمود لټ په اوږدو پکې وغځېده.

سراچه کې  څلور کسه سوارلۍ لا دمخه ناسته وه، ګاډي حرکت وکړ نواشرف خان له ډالې څخه په ټولوغږ وکړ،  چې کلمه  تېره  کړئ او ښه دعا وکړئ. .موټروان د مخي ښيښه اشرف خان ته برابره کړه او دمخې ناست کس د موټرټيپ ته کېسټه داخله کړه . اشرف خان په قهرجنه لهجه  په ناست کس غږ وکړ:

_ استغفرالله ووايه ، لږ له خدايه ووېرېږه،  مرګ هم شته اوکنه ؟

په موټرکې ناست کسانو يو بل ته په برګو، برګو وکتل يو پکې غږ وکړ، چې لالا غلى کېنه!  ډيموکراسي ده،  هرسړى به خپل کارکوي.

اشرف خان : ډيموکراسي ! په هرڅه کې ډيموکراسي ولې؟ زه په دې موټرکې لکه چې ناست نه يم؟ له هرڅه مومسخرې جوړې کړي،  دا  ډيموکراسي به هم  ډېر ژر ورکه شي،  بيا به څه کوئ؟

په موټرکې ناست کسان لکه وېرېدلي چې وي خاموشه د سترګو له کونجو يو بل ته کتل او غلي کېناستل،

موټروان چې لادمخه ښيښه اشرف خان ته برابر کړه وه،  د برېتو لاندې  موسک شو او په اشرف خان يې غږ وکړ:

_ څنګه لکه چې له حکومته دې تمه شلېدلې ده ، حتماً دې انګريزي يا کمپيوټر نه دى زده،  چې  داسې  ملنګ ملنګ ګرځې؟

اشرف خان : حکومت له کومه شو؟ د شغال پاچاهي ده.

په دې  خبرو ول چې ترو لايته ورسېدل،  اشرف خان په ډريور غږ وکړ چې کوم دولتي تعميريا مېلمستون که درته معلوم وي،  هغه ځايه  پورې  مې ورسوه.

.ډريور ورته په درانه غږ وويل:

_ موږ  ته له اډې څخه د وتلواجازه نشته، مېلمستون  په دا مخامخ سرک دى،  دقومانداني ترشا.   ډېر  نژدې  دى په پښوهم رسېدلى شې .

مخې ته ناست کس د ولايت د قوماندانۍ د جنايي افسر و،  په اشرف خان يې لا دمخه  د ترهګر  ګومان څه،  چې پوره يقين کړى و اوسمدلاسه يې  يې امر د امنيت او د پوليس د چټک غبرګون د قواو قوماندان ته ټليفونونه وکړل او د احضاراتو د نيولو يې ورته وويل او بيا يې اشرف خان د سرک په اوږدوکې ترڅار لاندې  ونيو .

جنيايي افسر په امر د امنيت غږ وکړ، چې د څلور لارې  شاوخوا وتړي.کله چې اشرف خان څلور لارې  ته ورسېده،  په لوډسپيکر کې د درېش غږ  پرې  وشو.

غږنه و،  سم بم و.  داشرف خان له لاسه بکس ولوېده،  اشرف خان د بکس د پورته کولو په تکل کې و،  چې بل غږ  پرې  وشو:

_ بې له  کومې هوښيارۍ شل قدمه له بکس څخه شاته حرکت وکړه.

اشرف خان له وېرې زبون وهلى و اوپه شاه روان و،  شل قدمه نه و پوره شوي چې ځاى پرځاى ودرېد. دپوليسو مشر بل غږ  پرې  وکړ،  چې واسکټ او لونګۍ  دې پر ځمکه په قراره واچوه اوبيا شل قدمه شاته ولاړشه .

اشرف خان واسکټ ووېسته او لونګۍ  يې له سره ښکته کړه  او ځاى پرځاى يې واچوله او بيا په شاه روان و.  بيا هم  د څوقدمه اخستو ورسته ځاى پرځاي ودرېده.

 داځل د پوليسو مشر يې قدمونه شمېرل،  چې شل قدمه پوره شول،   نود درېش غږ يې  پرې  وکړ او بيا بل غږ  پرې  وشو، چې کميس وباسه .

اشرف خان غوښتل چې خپل نوم او پېژندګلوي وکړي،  خولا يې خوله نه وه خلاصه کړې،   چې د پوليسو مشر په عسکرو د تيارسۍ غږ وکړ. د پوليسو دپروت او زنګون کيش غږونه پورته شول .

اشرف خان کميس وېسته،  چې په جيب کې يې په  ټليفون  لاس ولږېده.   ټليفون  يې په لاس کې واخيست اوخپل مخ ته يې ولګاوه،  ترڅوچاته  ټليفون  وكړي خو د ټليفون  له  پورته کولوسره سم د پوليسو د مشر له خوا  د ډز کولو امر وشو.اشرف خان ځاى پرځاى پرځمکه ولوېده،  عسکرو د ټوپکو د ميل خولې ښکته کړې .

په ولايتي تلويزيون کې عاجل خبرخپور شو،  چې يوترهګرنن ماښام د ښارپه څلور لارې  کې ژوندى  په داسې  حال کې ونيول شو،  چې ځانمرګى واسکټ يې اغوستى و او نور چاودېدونكي مواد يې د ماشومانو د مکتب په بکس کې ځاى پرځاى کړي ول او لا ترواسه نوموړى ځاى د پوليسو داستحکام د قوتونو تر محاصرې  لاندې  دى . داسې  معلومېږي چې  نوموړي کس غوښتل سبا ورځ په  ولايتي جلسه کې ځانمرګى بريد ترسره کړي.

د ولايت  والي د پوليسو له مشرسره د خبرواترو وروسته د رييس جمهوراو داخله چارو له وزيرسره په  ټليفون  خبرې وکړې او داسې  يې ټوله شپه په ټيلفونونو تېره  کړه .

سهار د وخته  د قوماندانۍ نظارت خانې ته د ځانمرګي د ليدو لپاره  ولاړ.اشرف خان تازه د ټولې  شپې له بې هوښۍ څخه سترګې لوڅې کړې وې،  موظف عسکر له خوا  پرې  غږ وشو چې  ځينې  لوړ پوړي چارواکي ستا ليدو ته راغلي دي.

والي چې له  سختوامنيتي تدابيرو سره يوځاى د ترهګر ليدو لپاره  نظارت خانې ته داخل او په اشرف خان يې سترګې ولږېدې،  له خولې يې چېغه پورته شوه:

_ داخوډاکټرصاحب اشرف خان دى،  د عامې روغتيا د رياست نوى مشر!!!!!!