ارتبـاطي
طــنز
لاسم سحرشوى نه و، چې دګړنګ صاحب د ټليفون په زنګ راويښ شوم. له سلام، کلام څخه وروسته يې زيرى راباندې وکړ چې ډېر تود خبر مې پيداکړى .
ما ترې وپوښتل چې څه چل دى حکومت خوبه بدل شوى نه وي؟ ډېر خوښ ښکارې.
ګړنګ صاحب- نه ظالمه لا خو مو په ډالرو تنده نه ده ماته شوې، د ښار په جنوب کې غله نيول شوي دي ، ځه چې په قوماندان ورشو او مرکه ورسره وکړو.
په خبره يې خوښ شوم چې ځه نن دې روټۍ پخه ده، ښه راپور پرې جوړکړه .
سترګې مې وموښلې او له ګړنګ صاحب سره يوځاى دقوماندان صاحب پر لور وخوځېدو. .قوماندان صاحب ډېر خوښ و ، ماته خندا يې تر بريتو لاندې خوره وه .
قوماندان صاحب- دخبروګوډو لکه چې خبرشوئ ؟
زه پرې ورمخکې شوم ، قوماندان صاحب دوه اونۍ کيږي چې ستاسو دتورې راپور مې نه دى جوړ کړى .
ګړنګ غږ پرې وکړ: دا ريښتياده چې د غلو مشهوره ډله مونيولې؟
قوماندان صاحب – ولې تاسوته دروغ ښکاري ؟
نه قوماندان صاحب ! موږ غواړو په دي هکله مرکه تاسوسره کړو.
قوماندان صاحب - زه اماده يم .
ګړنګ لومړۍ پوښتنه ترې وکړه .
- جنرال صاحب څوکسه غله اوپه کوم ځاى کې مو نيولي دي؟
قوماندان صاحب - اول خو دابايدپه ياد ولرئ چې زه ډګرجنرال يم او دا رتبه مې د ښه کار علامه ده چې په تېر يو کال کې له تورنۍ څخه تر جنرالۍ او بيا ډګر جنرالۍ پورې رسېدلى يم.. ستاسو د پوښتنې په ځواب کې بايد ووايم چې شپږ کسه غله مو د (توري کندي کلي) ته په غځېدلې لار د ښارپه جنوب کې نيولي دي .
- ښه ده, ډګرجنرال صاحب! ويلى شئ چې تراوسه نيول شوي غلو په کومو ډاکويا د خلکوپه وژلوکې لاس درلود؟
ډګرجنرال صاحب- په دې هکله زموږ تحقيقات لومړني دي ، خو دوى په ښار او بانډو کې دومره چور کړى چې نژدې و نور نود قوماندانۍ تر چوره رسيدلي ول؟
- له خلکوسره وېره ده چې دا کسان د مخکې نيول شويو غلو په څېر پرېنښودل شي؟
قوماندان صاحب- له دې مخکې خو غله نه دي نيول شوي، هو! هغه تېر ځل هغه خو د ملي اردو عسکر ول او د کلي تلاشي يې کوله، غلا يې نه ده کړي.
د کلي خلکوويل چې دکور ډېر سامانونه يې ترې لوټ کړي دي ؟
قوماندان صاحب- تاسو غواړئ ددې غلوپه هکله مرکه وکړئ
اوکنه د تېرو خبرو پرتوګ باسئ ؟
ګړنګ صاحب- نوداخبره پخه ده چې دا شپږ واړه غله به د قانون منګولو سپارل کېږي؟
قوماندان صاحب – د قانون پنجوته به سپارل کېږي . يواځې يوکس چې زموږ ارتباطي دې نورپينځه واړه به د قانون کلکو منګولو ته ژر وسپارل شي.
- اوريدلي مودي چې داورخان- مشهور غل هم د نيول شويوغلو په ډله کې شامل دى؟
قوماندان صاحب خندنى شو او بيا يې په كړس كړس وخندل او وويل چې:
_ هو! هغه دخداي په فضل نيول شوى دى .
موږ په مرکه بوخت وو چې له ښارڅخه د چاودنې غږ پورته شو ، جنرال صاحب په چوکۍ کې ټوپ کړ، په وارخطايۍ وويل:
_ تاسوورځئ زه امنيتي غوڼده لرم.
موږ له قوماندانۍ په منډه راووتو، چې د ښار په څنډه کې توره لوخړه پورته کېدله، ګړنګ صاحب وظيفه واخيسته چې دى به د چاودنې راپور او زه به د قوماندان صاحب مرکه ټلويزيون ته لېږم.
په شپيلکو لکه د مدرسې چړي چې د وظيفې له ټولولو وروسته د مدرسې پر لور خوشحاله روان وي، زه هم د دفترپر لور وخوځېدم په لاره وم چې په تورو شيشو لرونکي کروزين کې داورخان په غرڅ راباندې تېر شو.
زه د موټر په دوړو کې راګيرشوم ،ځان سره مې وويل چې داورخان خو قوماندان صاحب ويل نيول شوى دى؟
ټليفون ته مې لاس کړ قوماندان صاحب ته مې زنګ وواهه .
- قوماندان صاحب تاسولږ مخکې په مرکه کې داورخان غل دنيولودعوى وکړه.
جنرال صاحب: هو ! ولې دروغ مې درته ويلي ؟
_ نه قوماندان صا.... وبخښه ډګرال جنرال صاحب، داور خان اوس په يوکروزين موټرکې پر ما تېر شو؟
قوماندان صاحب- بادام خوره چې حافظه دې قوي شي، ما درته وويل چې د غلو په ډله کې زموږ يو ارتباطي کس شامل دى او هغه به ژر پرېښودل شي.
- ښه نو داورخان...
د قوماندان صاحب له خبرې سره د ټليفون غږ بند شو!.