راغلي خپل وطن ته مسافر مو مبارک شه
دوستانو له خوښي نه ډک اختر مو مبارک شه
سپيره و چنارونه خړ پړ وو ګودرونه
د پيغلو له منګيو ډک ګودر مو مبارک شه
دوستانو له خوښي نه ډک اختر مو مبارک شه
وطن ګلذار کلذار دې راغلی پرې بهار دې
تعليم پر مخ روان دې دا هنر مو مبارک شه
دوستانو له خوښي نه ډک اختر مو مبارک شه
ملګري که ياران دي ټولګي ټولکي راون دي
وطن ورباندې ښه ښکاري چکر مو مبارک شه
دوستانو له خوښي نه ډک اختر مو مبارک شه
دا وايم وحدت ياره تبريک مو شه بار بار
سهار مو مبارک شه مازديګر مو مبارک شه
دوستانو له خوښي نه ډک اختر مو مبارک شه
اخــــــــــــــــــــــــتر
ورځې د اختر دي هر طرف سيلونه دي هر طرف سيلونه دي.
اوړکو تيري نام جوړ کړل جونو سره لاسونه دي جونو سره لاسونه دي
اوړکي ميدانو ته ځي
انجونه شنو باغو ته ځي
يو طرف که لوبې دي بل طرف ټالونه دي
لاړل ځوانان غرونوته
پيغلې زيارتونو ته
هلته که اتڼې دي دلته خيراتونه دي
هغو په هګيوشور
دغو په منګيو شور
ګرم که بازار دې ګرم ګودرونه دي
کور نه راوتلي ټول
ښکلي نازه ولي ټول
يو له بل بدتر دي نوي لباسونه دي
جوړ کړي دغه وران وطن
ګران افغانستان وطن
دادې وحدت يار شاعر زړه کې ارمانونه دي