زه ولاړوم ځانته غلئ...ځم په لاره زنګيدلئ

زه پوهيږم چي يتيم يم...زه پوهيږم چي يتيم يم

--

موري نه څمه ميلي ته...راسيدئ نشم سيالي ته

نه څپلي نه مي كالى شته...نه مي زړه كي خوشالى شته

نه پريګدى ماهيڅوك خواته...دزړه حال اووايم چاته

وچي شونډي سرببردي...حال مي مَړى نه بتردي

پلاربه څنګه نازولئ...لكه ګل به غوړيدلئ

زه پوهيږم چي يتيم يم...زه پوهيږم چي يتيم يم

--

موري مكوه چلونه...ښه صفاوايه حالونه

ستاهم تورپيكئ ړنګ شوئ...په دنيادي زړه تنګ شوئ

كاشكه پلارمي چي ژوندئ وئ...خيركه بيازه ليونئ وئ

نه به ناست داسي تغيروائ...نه به ټوله شپه شوګيروائ

نه به شپه ورځ ژړيدلئ...نه به وروروزيړيدلئ

زه پوهيږم چي يتيم يم...زه پوهيږم چي يتيم يم

--

راته مخته مخته كيږى ...يوساعت مي نه هيريږى

چي پوره مي كورنئ وه...زندګى مي په مستئ وه

اوس مجبوريم دهمت...چي زه خودوكړم محنت

راته پاتي واړه كورشو...په ژوند مي بل سور اورشو

مابه پيټى ولي وړَلئ...كه ژوندئ وئ آښاغلئ

زه پوهيږم چي يتيم يم...زه پوهيږم چي يتيم يم

--

چي ژوندئ دكوم چاپلاروى...ددردغم ځنى فراروى

هرڅه خورى څكى بي حسابه ...اي زماژونده خرابه

دابه خوارزمانصيب وى...چي غم تل راته قريب وى

زه سرښكته كړم دشرمه...غم دردټول راشى يوڅرمه

سم لباس يي وى چَولئ...پلاردګوتي وى نيولئ

زه پوهيږم چي يتيم يم...زه پوهيږم چي يتيم يم

--

موري دردمي دي په زړه كي...اورمي بل دي په تنه كي

نن صبا چي څوك ملنګ كي...بيايي څوك نه پريګدى څنګ كي

چي ژوندﺉ نن زماپلارواي...زه به ولي خواروزارواي

چي قلم واخلى مخلِص...بس غم دردليكى خالِص

نه به وم په زړه داغلئ...نه به هرسړى ښكَنلئ

 زه پوهيږم چي يتيم يم...زه پوهيږم چي يتيم يم