قسمت
سل ځله دمړه کړمه سل ځله ژوندۍ شومه
وه قسمته تاته وایم بیاولې پردۍ شومه
ډیروګداګروته شاهي ورکړې تاده
ژوندهم ورکوې ژونداخلې ښکاردبیوسۍ شومه
نشته نورمې زړه کې زوروواک دقدم نه لرم
راکه دعیسی په شانې روح راله زندۍ شومه
خپل ازل په کړوباندې پل ږدمه قدم اخلمه
غم ټولوم غم خورمه بیادغم ځولۍ شومه
یوخوادمذهب پلمه بل خوادقسمت ګیله
ځکه کوراوکلي کې داسي خندنۍ شومه
زه لکه تنکی ماشوم تاپه ورانوسرکړمه
څړیکه شومه درد شومه ښکاردنادانۍ شومه
زه دزرولښته وم اورنه پروانه راتله
ستاپه سرواورونوکې زه پولۍ پولۍ شومه
سازومه سرودومه مسته اباسین په شان
ستاغمونوواخیستم ځکه خو سلګۍ شومه
ای قسمته تاسره زه حفیظ حساب لرم
تابه هم کباب کړمه خیرکه زه سپرغۍ شومه