ګل به دي ځوانی کړمه سپرلئ یمه
ولي دي په سترګوکي ازغئ یمه
ستالیونئ سترګي لیونی کاتۀ
زه هم که پوهیږي لیونئ یمه
شونډي که مسکئ سروټکي ویښي که
ځان ته مي لوګئ که سپلینئ یمه
ګرم نه یي آشناکه ماپردئ ګڼې
لازه دخپل زړه نه هم پردئ یمه
یوځلې دې بياسترګې راواړوه
لادرته کتئ شمه ژوندئ یمه
ستادلیونئ میني سایل یمه
نه دِدپښتو نه دجګړي یمه