خیال مي وظیفه ستادیادونوځانته غوره کړه
ځکه مي حاصله یوفایده له تصوَره کړه
ماخوپخولاکړی وه په ډیروتکلیفوباندي
پوی په قصورنه شوم خدای په څه بیامروره کړه
زه خونه پري پوی وم نه مي زړه په چابایللئ و
ماخومینه زده دنن دوران له ږیرَوره کړه
توری مي دستادښکلی نوم چي پکي واچول
خدای زماپیکه شاعری نوره خوندوره کړه
نن ترینه ښایست ددنیا میني په چل ول اخلی
ستامینه مي داسي په دنیاکي منوَره کړه
زخم دي مخلصه دزړګی چی رغیدونکئ دي
څنګه دي سپیره توله خدای بیرته بختوره کړه