ډالراوضمیر
مه وايئ چاته چی داڅله کوئ
داټولي چاري په ځان خپله کوئ
تاسونه لراونه دابرپيژنئ
چي پيژنئ نوبس ډالرپيژنئ
سترګي موپټي شوي تاپتورپاتي شوئ
نه وطنوال اونه وطن پيژنئ
اوس نه خپل دوست اونه دښمن پيژنئ
وروڼوآخرپه تاسوڅه شوی دی
تاسوحِس نه لرئ ژوندون نه کوئ؟
داژړاګاني فريادونه ناورئ
داهر ه ورځ چي فاتحي آخلوسپارني کوو
داڅوک دی څوک مری زه اوته نه يُودا
داڅوک کړی څله يي کړی چاله يي کړی
دامونږاوتاسي کړو خوديتاچی ډالرپيداکړو
دافکرنه کړو چي مونږڅوک وژنواوڅوک قتلوو
دچاپه سرباندي ډالري آخلو
خوڅوک پوليس څوک دهشتګرڅوک په دښمن نوم وژنوُ
چي مودښمن دي څوک هغه ته مونږعزت ورکوو
په دی کي نه يوچي مونږڅوک وژنواوڅوک قتلوو
بس دومره کړوچي شنوډالروته يو لارجوړوو
اي پښتنوتاسولږفکرځانته کړئ دې نن
چی نړيوال مونږته دڅه فکرکړی
نړيوال مونږلکه څروی ارزوی
ساينسدانان هم اوس تجربي پرافغانانوکوی
چي نړيوال نوی وسلي نوروسايل ايجادکړی
هغه هم يوځل اِستعمال افغانستان کي کوی
اي وروڼوتاسواوس په دغه باندي نه شرميږئ
تاسوخپل زوړتاريخ ليدلئ چرته
چی زمونږښاغلومونږته څه کړې دی
مونږچې په چاچاپاچاېی کړې وه
هغه نن مونږدغلامئ پ زنځېرونوتړی
کافرخوپريده دکافرپه اړه نه غږېږم
هغه خوهسي هم زمونږه تاريخی دښمن دي
دامسلمان چي ځان ګڼی راشه دغه وګوره
چی په ډالروخپل ضميراوخپل ايمان خرڅوی
په پارلمان کي هم ډيرشته چي پارلمان خرڅوی
دوی خارجی بانکوکي ځانته اکاونټونه خلاص کړه
دلته له لوږي افغانان خپل ماشومان خرڅوی
ډيروايی داوطن سپيره دي جوړېده يي نشته
ډيروايی خلک يي سپيره دی خنديده يي نشته
وطن سپيره دنه دي پکي چي هرافغان آباددي
ددی وطن له براکته داجهان آباد دي
سپيره هغوکړوچي وی دلته اوضميرنه لری
په خوله اِسلام منی په پټ زړه کي تکبيرنه لری
خوهغه څوک چي په ډالروداوطن خرڅوی
داداسي دي لکه دخپلي مورکفن خرڅوی
ته ګرځېدوته دموټروپه خوښون حيران يي
دايتيمان خواران په سروغرموپښې ابلې ګرځی
اوس به يورازدوکيلانودووټوښکاره کړو
دووټووخت کي به هرچاته له موټرکوزيږی
هغه بوډا وی اوکه ځوان وی ځوان ته داهم وايی
چي دستاپلاردستانيکه خوډيرتکړه سړی وو
پلاردي خدای وباښه هغه زمايوډيرښه دوست و
ته رايه راکړه چی دخپل وطن خذمت وکړمه
يوخواذليله په دروغوله ايمانه خلاص شي
بل په دوکه باندي دبل ځل اعتباروبايلي
ګټه دي څه وکړه بياخلق درته کنځلي کوی
په دی دوکوپه دی دروغوخوژوندنه تيريږی
چي بيانکام شئ بيازمانسخه په کارراولئ
بيايووړوکئ شان صندق پالش اوبرش پيداکړئ
بياټول بازارکي هردوکان ته په سلام داريږئ
په مينه مينه ورته وائې چي څپلئ پالش کړئ.