اوښكي
ستاپه رخساركه اوښكي نه بهيږى
زماپه مخ ترګريوانه بهيږى
ستاكاڼى زړه باندي به هيڅ ونكړى
كه ستاپه مخ مي ويني وَبهيږى
دستاغمونه مي په سوى زړګى
لكه ميږى داسي مړه مړه بهيږى
دكورپه منځ كي مي سوراورباليږى
تاؤترينه تيل لكه اوبه بهيږى
دسووزړونوآزارمه آخَله
رقيبه مړه به درنه وبهيږى
صرف زمانصيب كي نشته جانه
نوردي خواږه چپه چپه بهيږى
مخلصه لاس راكوه وړى مي درنه
خواكي مي سين دبيلتانه بهيږى.