غزل

د رقيب زړه کې به بل د حسرت اور شي

که خزان وهلی بڼ زما سمسور شي

چې مو څوک جانان وطن ته کاږه ګوري

د کابل غوندې دې وران د هغو کور شي

چې په غېږ کې يي سر کېږدم جنت وينم

نوره هم مې راته ګرانه خپله مور شي

دا جنګونه او مرګونه به شي ختم

محبت چې په نفرت زړګيه زور شي

ليوني ورپورې خاندي هوښيار نه دي

چې په منځ کې يي په نه خبره شور شي

احترام چې د شملو او لوپټو کړي

هغه ځوان د سعېدې د سترګو تور شي

 

سعيده چپرهارۍ