غزل

درد به مې په سترګو کې مسکی وي دا په ياد لره
وخت به مې په لاس لکه بنګړی وي دا په ياد لره

نه به تل خورې زلفې زنګېږم په زړې بلۍ
نه به تل زېړی مازيګری وي دا په ياد لره

زړه دې صنوبره ! که د ګل په پيکي وتړه
پروت به په ايرو کې دا غمی وي دا په ياد لره

دا شهيد زما د پاک وطن د خدای د دين په نوم
دا به د عيسی غوندې ژوندی وي دا په ياد لره

لا چې د غزل د نزاکت راګونه ګونګ نه وي
بڼ به د پښتو د شعر سپرلی وي دا په ياد لره

نبيله غزل ، ګل پيښور

www.bloguna.com/ghazal