ټپه ايزې
زما په برخه به خواږه وای
کاشکې چې ته زما په خوله
تل به مې سترګو کې ويده وای
که مې نصيب د بدو نه وای
په شين کبل به مې منګی نه ماتېدنه
ورکه به توره بلا نه شي
د بېلتون شپه به سبا نه شي
نور په زيارت او ملا نه شي
مرور يار به پخلا نه شي
که وچې ونې زرغونه په اوښکو کړمه
د زړه په رنځ چې اخته نه شې
ای په خندا مې دوکه نه شې
پام کوه ځان ته غره نه شې
تپوس کوم چې خفه نه شې
پته دې راکړه چې چيټۍ درواستومه
څه په مزه راپسې کوږ شوې
په تماشه راپسې کوږ شوې
شېبه ، شېبه راپسې کوږ شوې
لکه زاويه راپسې کوږ شوې
زه به له قصده موازي درسره ځمه
څه په خوارۍ دې چېلم پريښود
چې په پيرۍ دې چېلم پريښود
د مرګ په ژۍ دې چېلم پريښود
په ساه لنډۍ دې چېلم پريښود
زما د سپينې خولې دې نه منل سوالونه
د خامکي رومال لپاره
د ګلابي رومال لپاره
د زرزري رومال لپاره
د کابلي رومال لپاره
زه به ياري له درانو سره کومه
يا د ټاکنو مرحلې دي
يا د رياضياتو معادلې دي
ټولې زړه چاودې معاملې دي
د يارانې شل کشالې دي
شل ځل به مړه يم چې يو يو پوره کومه
نبيله غزل ، جلال اباد ښار