طالب او صليب

 

ګرانو هېوادوالو ددې ليکنې د ليکلو سره مې په زړه کې ډېره مينه په دې پېدا شوه چې تاسې پر دې پوه شئ چې طالب څه غواړي او صليب څه غواړي

نو زه به ليکنه وکړم او قضاوت بيا تاسې وکړۍ.

طالب : دوی غواړي چې د نړۍ په مخ د خداي نظام حاکم او ټول انسانان سره ورونه ورونه شي .

د خپل سر او مال په بدل کې هغه ستر او عظيم نعمت (ازادي ) لاسته راوړي  تر څو خلک په ارام ژوند وکړي او د خدای بندګي په ښه شکل تر سره کړي .

صليب : دوی غواړي چې د نړۍ د انسانانو په مال عزت او ناموس لوبې وکړي او خپله وحشيانه واکداري پرې وکړي چې دغه هد.ف ته د رسېدو لپاره يي بيلابېلې طريقې په کار اچولي او د کمزورو ايمانونو خاوندان ورباندې بې لارې کوي او په دغه پلاستيکي سهولتونو له انسانانو څخه حقيقي ارامتيا او زندګي د تل لپاره اخلي .

طالب : دوی غواړي چې د خدای غږ ته لبيک ووايي او د ( قل ان الصلاتي ونسکي ومحيايا ومماتي للله رب العلمين ) وينا ته عملي جامه ورواغوندي که دغه لار کې يي سر ، مال او هر څه ولاړ شي پروا نکوي خو چې خدای ورنه رضا وي دا ورته له هر څه غوره او ښه ده ځکه چې مونږ خداي په ځمکه له فساد لپاره نه يو پېدا کړي او څوک چې فساد خپروي مونږ مسول يو چې مخه يي په کلکه ونيسو مونږ به په خدای توکل کوو او خدای به حتمي فتح زمونږ په نصيب کوي .

صليب : دوی غواړي چې د ابليس بېرغ پورته کاندي او د لعين شېطان لښکرې رهبري کړي د نړۍ د مظلومو انسانانو حقوق تر پښو لاندې کړي فحاشۍ ته لار هواره کړي او پېسو په بدل کې د ډېرو انسانانو عزتونه لوټ او تالا کړي او حقوق بشر تر عنوان لاندې د خلکو په حقوقو ملنډې ووهي او پاکې ښځې ککړې کړې او حيواني خواهيشات ورنه پوره کړي . 

طالب : دوی غواړي چې خلک د خدای بندګۍ او اطاعت ته راوبولي او د طاغوت له غلامۍ يي وژغوري د خلکو د سرونو مال او ابرو ساتنه وکړي د شر او فساد جرړې وباسي او انسانان د يوې پاکې او سوله ايزې ټولنې په رامنځ ته کېدو کې د يو بل همکار شي .

صليب : دوی غواړي چې په عوامو باندې د څو خاصو کسانو فرعونيت ومني د خپلې خېټې د ډکېدو لپاره د نورو مالونه چور کړي ټولنه له ولږې او فقر سره مخ کړي او د نړې په مخ يو کس د بل د بې عزتۍ ، شرمولو او وژلو ته وهڅوي او خپل هدف ته ځان ورسوي .  

طالب : دوی غواړي چې ټول مسلمانان په اسلامي قوانينو سنبال او له منکراتو څخه منع کړي تر څو انسانان په داسې اصولو برابر شي چې لوی خدای يي امر کوي او د خضرت محمد ( ص) لارښوونې په خلکو کې عملي کړي خلک انسانيت ته راوبولي تر څو د وحشت او بربريت مخه ونيول شي ځکه چې دا هم د خداي خوښه ده او هم د انسانيت غوښتنه ده .

صليب : دوی غواړي چې په ځمکه د شېطان قوانين رواج کړي خلک د طاغوت بندګې ته راوبولي انساني اړيکي ونړوي ټولنيز روابط ړنګ کړي ځمکه له فساده ډکه کړي د ازادو انسانانو ازادي سلب کړي حقوق يي د پښو لاندې کړي او پر ناموس يي ملنډې ووهي .

 

اوس نو قضاوت پر تاسې چې کومه ډله اسلاميت او انسايت ته خلک رابلي او کومه ډله شېطانيت او حېوانيت ته خلک رابلي

 

 

 

ابو بلال