د يوه شاعر ورور د هغې نيوکې جواب چې زما د شعر پر احساس يې کړې.

 نانځکې او تمانچې

منم شاعره وروره
دا ستا خبره په سر سترګو منم
ستا قضاوت پر حقيقت ولاړ دی

زه دا منمه چې کوچنۍ ومه نو

پلار به مې ما وته نانځکې راوړې
او زما مشر *لالکو ته به يې
سرې تمانچې راوړې ، ټوپکې
راوړې
زه دې نيوکه په سر سترګو منم
د ښځينه شاعرې
د شعر احساس
او د شعر ژبه بايد
داسې لطيفه داسې نرمه وي
لکه د نجونو د نانځکو په شان
دومره خوږه دومره شيرينه وي
لکه زما د دې کوچني ورورکي
د سرو غومبورو د مچکو په شان

******
زه دا منمه چې کوچنۍ  ومه نو
پلار به مې ما وته نانځکې راوړې
او زما مشر لالکو ته به يې
سرې تمانچې راوړلې جنګ لپاره
ستا له شننې او څېړنې نه جار
نو له همدې لامله
يو نارينه شاعر
د دې وړتيا لري چې وليکي
انقلابي شعرونه
له جذبې ډک او حماسي شعرونه
يا هم کولی شي  چې وستايي
د شعر پر ژبه ټوپکونه ، تورې ، زغرې او د غچ خبرې
پر غليمانو د يرغل او د وطن د ازادۍ سندرې
ځکه چې
د نارينو په احساس باندې او فکر باندې
د کوچنيتوب د تمانچو اثر
د ډزو اثر
تر ډېره وخته پورې پاتې وي

*******
زه دا منمه چې کوچنۍ ومه نو
پلار به مې ما وته نانځکې راوړې
زه دې خبره په سر سترګو منم
زما د شعر پر چينه
بايد د مينې او الفت او ښځينه عاطفې
او لطافت سيوری راخور اوسي
زما د شعر نغری دې
خالي د جنګ او د غزا له سرو لمبو اوسي ، له اور اوسي

**********
زه دا منمه چې کوچنۍ ومه نو
پلار به مې ما وته نانځکې راوړې
ما له نانځکو سره لوبې کړي
که رشتيا ووايمه
اوس هم نانځکې لرم
اوس هم ماشومتوب خوښوم
ښکلی ژوندون د سپېڅلتوب خوښوم
خو دا په شعرکې مې چې کله کله
توره را اخلمه ، غزا کوم يا وير جوړوم
د دې وطن د دې ملت د درد تصوير جوړوم
دا هم پر ما د ماشومتوب د شېبو
او د ژوندي ماحول
يو رنګ تاثير وګڼه

********
زه دا منمه چې کوچنۍومه نو
پلار به مې ما وته نانځکې راوړې
او زما مشر لالکو ته به يې
سرې تمانچې راوړې ، ټوپکې راوړې
زما شاعره وروره
په دې پوهېږې چې :
پلار به مې ولې لالکو ته تمانچه راوړله؟
زما په يادپه دې خاطر چې څوک
 يې د کوچنۍ خورکۍ
ښکلې نانځکې په ژړا نه کړي
يا يې د پورې کلي
هغه خپل سري بدماشان ماشومان
په سپو ونه داړي
يا يې د خور د ناوکۍ نانځکې
د هغه ګل غوندې تنکۍ نانځکې
د ورا په ورځ يا د نکريزو په شپه
د پورې کلي بدماشان ماشومان
کاڼي و نه وروي
ناوې شهيده نه کړي
نو د همدې لپاره
پلار به مې ورور ته تمانچه اخيسته
چې حفاظت مې د نانځکو وکړي.
*******
زما شاعره وروره
که زما شعر کې جذبه ډېره لطافت کم دی
دا هم پرما د کوچنيتوب د شېبو
پاتې اغېز وګڼه
ځکه چې کله به مې ورور نه وه
يا به ويده وه يا به کور نه وه
ما به يې پټه تمانچه کړه ورنه
غوښتل مې خپله هم زړوره اوسم
ما به وې خدای مه کړه
که زه سبا چېرته بې وروره شمه
بې لوپټې شمه سرتوره شمه
نو چې د خپلې ناوکۍ نانځکې
د حفاظت جوګه په خپله اوسم.
*****
زما شاعره وروره
ستا نقد په سر سترګو
ستا له شننې نه جار
خو دا پر ما د کوچنيتوب د شېبو
پاتې اغېز وګڼه
او د حالاتو هم همدا غوښتنه
د ملت درد انځورول غواړي
لکه نانځکې پشتنې ناوکۍ
په تمانچو باندې ساتل غواړي

*لالکو زمونږ په ځنو کورونو کې تر ځانه لږ مشر ورور ته ويل کيږي چې زما په خيال د لالا نه اخيستل شوی او کوچنی شوی.

نبيله غزل ، پېښور
30/08/2009