نظم

 

ته خو هر وخت له سندرو الهام اخلې

واخله څو ژوبلې سندرې مې راوړي

خپل تندی پرې ماتوم چې نيمه شپه شي

د چغان کلکې کمرې مې راوړي

اوس په ستنو مې اغزي له پښو باسه

د نخاس د سر ګورګورې مې راوړي

د ښامار ترخه ججوره مې څيرلې

يو دوه لپې ملغلرې مې راوړي

 

څو سندرې ترې په خپلو وينو اخلې

دخپل کلي سندرمار ته دې زړه وړکړ

شنې کوترې ورنه سرې مښوکې راغلې

ډېره ښه شوه چې چنار ته دې زړه ورکړ

سرې پېلوځې يي له سرو سترګو راوځي

د ځنګله د سر ښامار ته دې زړه ورکړ

وچکالي ده خپلې اوښکې ورته ډنډ کړه

چې خپل څانګې څانګې يار ته دې زړه ورکړ

 

ورکه شوې ښاپېرۍ به راپېدا شي

د ها لېرې غرو دېوان مې خبر کړي

څو بدرنګ درځنې خپله ښکلا اخلي

رانه ستوري د اسمان مې خبر کړي

ستا د لمر غوندې ښايست به برکتي شي

ختم کړمه طالبان مې خبر کړي

ګاونډي لالي له چرسو چلم ډک کړه

دېره ګرمه کړه ياران مې خبر کړي

 

دا دانه دانه زلمي به اخر پوه شي

ټول به راشي يو مېدان ته به راټول شي

په يوه خوله به ياهو او الاهو کړي

خدای به خېر کړي په غزا به ورته ډول شي

ښابېرۍ به د ګودر په غاړه کيني

ستا لاسونه به د سرو زرو کنډول شي

خدای خو لوي دی اخر شين باران به وکړي

څه غونډۍ به شي لونګ څه به غاټول شي

 

نرۍ غاړي لکه زاڼي باڼه راشي

د چا خوږ زړګي کې غلي دلته کيني

دغه خوږ کابلی زړه دجرګو کور شي

په کې څو تنه ښاغلي دلته کيني

صنوبر به له تمبه غرونو راستون شي

تور دېوان به لاس تړلي دلته کيني

خېر د چرسو چلمان به ترې په څنګ کړو

څه به ښه وي که دا ښکلي دلته کيني

 

ښاپېرۍ له ورېځو دوه ګوټه اوبه راوړي

وايي خدای خبر که دې چم کې باران شي

راشه مخ د ښاپېرۍ په اوبو وينځه

چې رڼې سترګې دې لال د بدخشان شي

په تندي کې يي څلور کتابه ليک دي

ستا غزل به د غزلو ترجمان شي

ښه په مينه سندريزه خندا وکړه

چې سپرلی شي څانګې څانګې ارغوان شي

 

وخت څه لېرې نه دی ډېر رانژدې شوی

هره شپه رڼا رادرومي له اسمانه

د ټوپک خوله به ورماته د زورګير شي

بيا به نه وي د افغان وينه ارزانه

لاس تړلی به منصور له داره خلاص شي

دار به خلاص شي د منګولو ددنيا نه

يو کاروان د غزل توري به کړې مخکې

ورپسې به په سندرو ځې کاروانه

سمیع الله تړون / اسداباد