د حج له مراسمو تازه را ګرځېدلي وو، چا یې لاس ښکلول او چا یې په څادر، کالیواو ږیره ځانونه لګول چې ګوندې وي تبرک یې ورته حاصل شي، کور یې له نر و ښځو ډک وو ډلې ډلې خلک راتلل او ورته ویل به یې، حاجي صاحب حج دې مبارک شه!! فریضه قبوله!! عبادات قبول!! او تر خورما او زمزم نوش جان کولو وروسته سوغات په لاس وتل.

دایې درېیمه ورځ وه خو لا یې په بنګله کې مچ و میږي ښورېدل کله به دومره بیروبار شو چې د پښې اېښودو ځای به نه و، ما وې دې ته وايي بخت دونیا خو یې وه چې وه اخرت یې هم وګاټه لوکس کورونه، جنتي ماحول، مزه دار خوراکونه، خواږه مجلسونه، قیمتي سوغاتونه او جوړه حج ته ورغلل.

د وتلو پر وخت به مېلمنو ترې دوعا غوښته دوعا یې ورته د زړه له خلاصه کوله:

خدای مو هر قدم د نېکۍ په تله کې واچوه!

خدای دې له جمله مسلمانانو سره د تاسې نصیب هم پکې وکړي!

خدای دې امریکا له ټولو یهودو نصواراوو سره تبا او برباد کړي!

خدای دې د افغانستان مجاهدینو ته بری ور په نصیب کړي!

خدای دې منافقین تبا او برباد لري!

خدای دې یو اسلامي نظام حاکم کړي!

خدای دې دغه د یهودو نصاراوو حکومت ړنګ کړي!

دوې درې دوعاګانې نورې ټولې ښېراوې وې او بیا به یې پسې زیاته کړه چې انشا الله د واقعي مؤمنانو دعاوې قبلیږي، یو مثال یې تېر کړ:

”مکه شریفه کې ګرمي ډېره سخته وه خلک په عذاب وو بس نو د یو ښه باران دوعا مې وکړه، ساعت لا نه و تېر چې الله پاک شړقنده باران و اوراوه“.

موږ چې د تلو هوډ وکړ وې ډوډۍ به خورئ بیا به ځئ، موږ هم بیکاره خلک و ټینګ سات ته یې ټينګ نه شوو شېبه چې تېرېده ځوانکي زوی یې ور را خلاص کړ وې ډوډۍ تیاره ده، ما وې خی ټوکې کوي یا موږ په زور لېږي که څه بلا چې ډوډۍ لا درک نه لري او دی وايي چې تیاره ده، وسوسه مې حاجي صاحب مبارک په خپلو خبرو پرې کړه وې سالون کې ډوډۍ تیاره ده مهرباني وکړئ.

ټول میلمانه پورته شول حاجي صاحب مبارک غږ وکړ وې مولوي صاحب مخکې شه مولوي صاحب هم لکه د لښکر علمبردار په جمپ جمپ کوټه دوه ګامه کړه، بیا نو حاجی صیب و من یمینه! و من یمینه! نارې کړې ده ماته کتل ما ده ته په زړه کې مې ویل چې زما نوم خو نه یمین دی نه میر یمین دا نومونه یې څنګه را باندې کېښودل، خو چې په لاس یې اشاره را ته وکړه او له ښي لاسه یې ووې نو ایله مې سر خلاص شو او ښی ګېرس شوم.

له کوټې را وتلو او په دهلیز کې مو په دستشوی کې لاسونه مینځل او مخ پر سالون ننوتلو، په سالون کې مې چې د دسترخوان په نعمتونو سترګې ولګېدې نو له یوې خوا خوشاله او له بله پلوه وارخطا شوم خوشاله په دې شوم چې اوس به نو د خېټې تبه ور ماته کړم خو وارخطا په دې وم چې یو څلور پینځه ډوله خوراکونه مې نه پيژندل او نه مې کله لیدلي وو ما وې هسې نه په غلط خوراک یې د خلکو د خندا نه شم. ټولو سپلت ورته وواهه نه خورې نو کله، د خوراکونو بمبار داسې خولې راباندې را ماتې کړې ته وايي سمه پغنه وهم هغه خوراکونه مې چې نه پيژندل نورو ته مې کتل او هسې مې خوړل، په زړه کې مې وې چې کم عقله ښه وې چې تللی نه وې که نه دا نعمتونه خو مې په ولا که په څلوېښت کاله خوړلي وی. ډوډۍ چې اخر شوه ملا صاحب ښه زوروره دوعا وشرنګوله، ټولو لاسونه پورته کړي وو مګر چې حاجي مبارک ته مې پام شو چرت یې هم نه پکې واهه، یو ځل مې وې چې پام به یې نه وي، بیا مې وې چې مبارک او د الله دوست دی ډوډۍ به خوند نه وي ورکړی له خدای نه به تر دې ښه غواړي، بل ځل مې وې هسې نه بلې خوا ته نه وي ښویېدلی مګر خپله یې ملاصاحب ته کړل چې د ډوډۍ دعا کله شته، ملاصاحب ګچ و ګول شو.

لنډه دا چې خیټه مې داسې کلکه او لویه شوه چې زه په یوه تلم دا په بله، ملا صاحب چې د چایو نشې ته په توشکه ځان وغورځاوه زه ترې را شېله شوم ما وې زما په خیټه کې خو نور ځای نشته پښې سپکوه، خدای پامانۍ ته تیارسئ شوم یو ځل مې د حاجي مبارک ږیره مچي کړه، ورپسې مې یې لاسونه مچي کړل، بیا یې یو نوی نوزی جایماز را پيرزو کړ او ترې را ووتلم.

شپې ورځې چې تېرې شوې او حاجي مبارک لږ په کرار شو نو خپلوانو کور په کور ګرځاوه یو دوې اونۍ خو نوبت نه راته چې نوبت را ورسید نو د مېرمنې دوه چرګان چې لا مخکې مو د دوی په نامه کړي و نغد ورته چپه کړل، مېرمنې مې وې نورشی نه شم پخولی بس ورته شوروا کوم یې، ما وې د دوی رکم ټکله خو موږ نشو تیارولی خو چې هسې یاد یې وشي او دوی دواړه مبارک زموږ کور ته برکات راوړي دا غټه خبره ده. شوروا تیاره شوه نېږدې خپلوان یو یو راتلل او حاجي+ حاجۍ مبارک هم را ورسیدل تر راتلو مخکې یې په احترام ټلویزیون بند شو ځکه ان له حج مخکې حاجي مبارک حرام او منبع الفساد باله، مجلس ګرم و له ډوډۍ مخکې د چایو پیالې پورته او ښکته کېدلې په دې کې یو چا وویل د امریکا په سفارت برید شوی، کوم یوه غږ وکړ وې تلویزیون ونیسئ، له حاجي مبارک مو اجازه واخیسته او تلویزیون مو ولګاوه ګورو چې د خرپ او ترپ جنګ دی او پر تلویزیون خپرېږي ځینې پټه خوله و او ځينو له همدې کوټې باروت ور توغول او د حاجي مبارک د خوشالۍ لپاره مو ماشالله او سبحان الله چیغې وهلې ملا صاحب ښېراوو ته پونده ور کړه نورو امین پسې وایه:

الله ته یې تبا کړې!

الهم هلک کفره و الفجره و من معهم!

خدایه له بیخه یې وباسې!

ټول له یوه سره تباه لرې!!

یوه یوه به پکې د امین پر ځای د جګړې یو خرپ تشریح کړ، ”هاغه دی یو یې پر بام دی نینې کوي نینې ای سترګې یې جر شم وله یې د نر زویه.... “ زموږ ټولو کومي شلېدلي وو خو حاجي مبارک د پخوا په څېر قلقلې نه کولې که نه تر ملا صاحب یې په فتواګانو او ښیراوو کې هسکه ور اچوله، مګر دلته چپ و.

شېبه وروسته مې زوی سرلوی کوټې ته را ننوت په حاجي مبارک یې غږ وکړ وې غواړي دې، دی هم له پوښتنې پرته جګ شو زه هم ورپسې ور ووتلم دی برنډې ته کوز شو زه دهلیز کې ورته تم شوم، د باندې اجاڼۍ سپين ټکری، سپين کالي، سپین بوټ، سپین سر، سپين دیواله ته ولاړه وه رنګ یې ژېړ و حاجي مبارک ته یې په کراره کړل:

”په سفارت حمله شوې ته لا ناست یې څنګه لوی زړه دې دی یاسین او قسیم دې لکه چې هېر دي پا څه چې ځو هسې به هم ډوډۍ د ډوډۍ په څېر نه وي“.

دا خبرې مې چې واورېدې را په شا شوم ما وې خوب به وینم بیا مې چې د حاجي مبارک مخکینی چوپتیا ولیده غبرګ حجونه، دنګې بنګلې، قیمتي تحفې، ډک دسترخوان....

حاجي مبارک بېرته کوټې ته راغی له مېلمنو او ما یې معذرت وغوښت وې لکه چې کور کې څوک ناروغ شوي، موږ نشو ماتل کېدلی له دې خبرې سره سم د مولوي صاحب ښېراوې په دعاګانو واوښتې:

خدا یه ته د مبارک حاجي ناروغان روغ کړې!

خدایه ستا په امان کې یې وساتې!

خدایه د ظالم له منګولو یې خلاص لرې!

ټولو په یوه غږ امین!!! امین!!! کول، مولوي صاحب په دوعاګانو سور راغلی و خو چې سر یې را پورته کړ د مبارک حاجي درک مرک نه لګېده او نورو مېلمنو د چرګانو ترخه شوروا ووهله.

څو ورځې وروسته مې مېرمنې را ته کړل د حاجي مبارک مشر زوی غلو ټپي کړی پوښتنې ته یې ورشه، چې ورغلم یاسین له روغتون فارغ شوی و ما وې حاجي صاحب الله دې دښمن تبا کړه ولې دا چا؟؟ وې حکومت چې د کوپر په قانون ولاړ وي همداسې به کیږي شریعت نه عملي کیږي حد نه جاری کیږي زوی مې په رڼا ورځ غلو په برچو وهلی تلفونونه یې ترې اخیستي پیسې یې ترې وړې خو ښه دی چې وژلی یې نه دی.

ما چې د کیسې لږ څنډه د حجاڼۍ له خولې اورېدلې وه نو له حاجي مبارک مې وپوښتل، قسیم جان څنګه دی هغه خو هم ورسره و، لږ شکمن شو وې ته څه ترې خبر یې چې هغه هم ورسره و، وویریدم ما وې هسې نه د غلا په تور مې ونه نیسي زر مې خبره واړوله، چې نه زه نه یم ترې خبر.
کیسه داسې ده چې حاجي مبارک خو امریکا حج ته لېږلی خو لا تر اوسه مې چا ته نه دي ویلي، وایم هسي نه د حاجي صاحب کرامات مې سوټکي بوټکي کړي.