ددوه زړونو په پيوند کی وي ژوندون
جوړ چی مینی سره وینه کړی ګډون
عاطفه، وفا چی شي غاړه په غاړه
اتفاق یی، یو لیلا کړي بل مجنون
عقل پوه چی یو بل سره پخلاشي
هغه کس، ابن سیناشي، افلاطون
اکسیجن او هایدروجن جوړی اوبه کړي
نتیجه ده د جوړښت د پیوستون
اوبه، خاوری شی یو ځای سیمه ګلزار کړي
ملګرتیا په کی پیدا کاندی بدلون
خوش بیني او خواخوږي چی شي ملګري
بی نوا کړي د خطر ځنی مصؤن
چی نیکي او مروت چاسره وشي
د بی وزله زړه په مرسته کړي مرهون
عناصر چی سره ګډ او خمیره شي
نو کمزوري ته دوا شي او معجون
ننګ چی کله شهامت سره یو ځای شي
سمندر په چپو راولي پاڅون
چی قطره قطره اوبه سره یو ځای شي
په اخر کی یا سیخون شي یا جیخون
چی همت شي د غیرت سره ملګری
جوړشي عزم د افغان زړه د پښتون
اتحاد او اتفاق واړه قوت دی
چی ولس وکړي په خپل منځ کی تړون
ورور چی ورور نه مرور شي او جدا شي
دواړه شي په جدایئ کی جیګرخون
چی تقدیر کله تدبیر ته مخالف شي
عقل نه لري د بخت سره سمون
دارټ د منګوټي په څیر تاویږي
د نړئ محور عادي پّ اوښتون
لمر چی ځمکی نه پنا شي تیره شپه شي
سبا بیرته بلی خواته شي راستون
په افق کی چی د حسن تجلاشي
توری شپی پسی ښکاره شي سباوون
سالم فکر کی چی پوهه او شعور وي
د انسان په ګټه جوړکاندي مضمون
چی سپوږمئ د یار د مخ سره یو ځای شي
روحاني د هسک اسمان نه شي ممنون